د بي بي سي د ۲۰۲۱ کال ۱۰۰ ښځې

  • محبوبه سراج

    افغانستان د ښځو د حقونو فعاله

    امریکا کې له ۲۶ کاله جلا وطنۍ وروسته، محبوبه سراج په ۲۰۰۳ کې بېرته افغانستان ته ستنه شوه او د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره یې یو شمېر موسسې جوړې کړې لکه د افغانستان دښځو شبکه چې د افغانستان د ښځو د غورځنګ بنسټ دی.

    هغې خپل ژوند د کورني تاوتریخوالي قربانیانو ځواکمن کولو او د ماشومانو د روغتیا او زده کړې او د فساد پرضد مبارزې ته وقف کړی. کله چې طالبان بیا واکمن شول، هغه د خپلو خلکو تر څنګ پاتې شوه او په زړورتیا سره یې د افغانو ښځو د اندېښنو په اړه په داخلي او نړیوالو رسنیو کې معلومات خپاره کړل.

    ۲۰۲۱ کې د ټایم مجلې هغه د کال د اغېز لرونکو سلو ښځو په کتار کې معرفي کړه.

    *سوله افغانستان لپاره زما لومړۍ هیله ده. نه غواړم چې دخپلو خوېندو او لوڼو په څېره کې له نامعلومې راتلونکې څخه وېره ووینم.

  • راضیه بارکزۍ

    افغانستان اعتراض کوونکې

    ولسمشرۍ ماڼۍ کې حکومت لپاره کار کولو او د یو شمېر کلونو لپاره بېلابېلو مقامونو کې له دندو وروسته، کله چې طالبان واکمن شول راضیه بارکزۍ بې دندې شوه.

    له هغې راهیسې دا په کابل کې په لاریونونو کې بوخته وه چې بېشمېره ښځې سړکونوته راوتلې وې او د کار او زده کړې حق یې وغوښته. دا د هغو ښځو په کتارکې هم وه چې # د افغانستان ښځې شته دي، شعار یې ور کاوه او دا هغه واقعیت څرګندوي چې د افغانستان ښځې له ډاره له ټولنیزو رسنیو ډډه کوي.

    بارکزۍ د حقوقو او سیاسي علوموپه څانګه کې د ماستري په کچه لوړې زده کړې کړې. بي بي سي ته په یوه لیک کې هغې د خپل کمپاين د تجربو په اړه لیکلي. هغه وايی: "د ازادۍ لپاره مړکېدل په مرییتوب کې له ژوند کولو ښه دي."

    *د هېواد تحصیل کرده وګړي او ځوانان - په تېره بیا دافغانستان زړورې، جنګیالۍ ښځې - به یوه ورځ د ازادۍ بېرغ اوچت کړي. زه هره ورځ د سړکونوپه مظاهرو کې دا وینم.

  • فاطمه ګیلاني

    افغانستان د سولې مرکچي

    د سولې له څلورو ښځینه مرکچیانو څخه یوه ده چې ۲۰۲۰ کال کې طالبانو سره ناسته وه، هڅه یې کوله چې یوې منصفانه سیاسي روغې جوړې ته ورسیږي. فاطمه ګیلاني یوه نامتو سیاسي مشره او فعاله ده، چې په ترو۴۳کلونوکې د بشردوستۍ په کارونو بوخته وه.

    په ۱۹۸۰کلونو کې د شوروي اشغال پر ضد د افغان مقاومت یوه ښځینه څېره او له لندن نه په جلاوطنۍ کې د افغان مجاهدینو ویانده وه. ۲۰۰۱ کې د امریکا ترمشرۍ لاندې پرافغانستان له برید وروسته افغانستان ته ستنه شوه او د نوي اساسي قانون په لیکلو کې یې مرسته وکړه.

    له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶،هغه د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مشره وه، چې تراوسه یې د مشرتابه غړې ده.

    *زه هیله لرم چې یو بامفهومه ملي دیالوګ رامنځته شي چې د واقعي ملت جوړونې سبب شي.

  • ملاله یوسفزۍ

    پاکستان د ملاله بنسټ یوه بنسټګره

    ملاله یوسفزې د سولې د نوبل جایزې تر ټولوځوانه ګټونکې، د پاکستاني نجونو د زده کړې فعاله او د ملګرو ملتونو د سولې استازې ده. له ۱۱ کلنې راهیسې یې د ځوانو ښځو د تعلیم او پوهنې روزنې له حقونو دفاع کړې.

    ملاله یوسفزۍ خپله مبارزه هغه مهال پېل کړه چې پاکستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کولواو ښوونځیو ته د نجونو پر تلو باندې د هغوی بندیزونو په اړه يې بي بي سي لپاره په خپلو انترنیتې پاڼو کې لیکنې کولې.د ۲۰۱۲ په اکتوبر کې، یو وسله وال هغه سرویس ګاډي ته چې دې پکې سفرکاوه راوختل او ملاله یې لټوله او پر سر یې په ګولۍ وویشته.

    له بیارغېدو وروسته یې،د ملالې غیرانتفاعي بنسټ دیوې بنسټګرې په توګه خپل کارته دوام ورکړ،غوښتل یې داسې نړۍ جوړه کړي چې هره نجلۍ پکې زده کړه وکولای شي اوله ډاره پرته مشرتوب وکړي.

    *نن په سلګونو میلیونه نجونې ښوونځیو ته نشي تلای. زه غواړم داسې نړۍ ووینم چې هره نجلۍ ۱۲کاله وړیا، خوندي او باکیفیته پوهنې روزنې ته لاسرسی ولري. او ټولې نجونې وکولای شي زده کړه او مشرتوب وکړي.

  • روشنکه وردګ

    افغانستان د نسايي ولادي ناروغیو متخصصه

    ډاکټره وردګ د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې وه او په تېرو۲۵ کلونو کې یې ښځو سره ډېرې مرستې کړي او ان د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې په خپل ولایت وردکو کې د ښځینه ناروغیو متخصصې په توګه کار کړی.

    ۲۰۰۱کې دطالبانوله سقوطه وروسته دولسې جرګې وکیله شوه اوپه تېرو۱۵کلونوکې دهغې سیمه د نورو ليرې پرتوسیموپه شان دطالبانوترولکې لاندې وه. پدې سیمه کې د ناټوځواکونوپه ګډون پراخې نښتې شوې وې.

    هغې بي بي سي ته وویل "د طالبانوپه واکمن کېدوسره،د جګړې ختمېدل په یوخوب اوخیال بدل شوی." "زه منتظره وم چې یوه ورځ به دا فاسد کسان له واکه لیرې کړل شی". پدې وروستیوکې هغه هڅه کوي چې ښوونځي بیا پرانیستل شي. وروسته له دې چې طالبانوپرخپلې ژمنې عمل ونه کړ،له تحصیله د نجونومحرومېدلوپرضد یې اعتراض وکړ.

    *یواځینۍ هیله مې دا ده چې د افغانستان له چارواکو د هغوی د تېرو ۴۰ کلونو کارونو پوښتنه وشي.

  • انیسه شهید

    افغانستان خبریاله

    انیسه شهید د افغانستان یوه تکړه خبریاله ده چې د بشري حقونود سرغړونو، سیاست او فساد په اړه د خبریالۍ له یوې لسیزې زیاته تجربه لري. هغې د طلوع نیوز لپاره کار کړی، چې د افغانستان یوه اغېزمنه شبکه ده اوهلته یې د فوري خبرونو په برخه کې بوخته وه.

    د اګست په ۱۵مه د طالبانو د واکمن کېدو وروسته، انیسه د ښځېتوب او خبریالي په خاطر له ډېرو ګواښونو سره مخ شوه او په پای کې له هېواده تېښتې ته اړشوه. په ۲۰۲۰ کې د بې پولې خبریالانو ټولنې د کورونا وبا په اړه د خبرونو په برخه کې د انیسې کار او زړورې هڅې وستایلې.

    ۲۰۲۱ کې، د افغانستان د بیان دازادۍ شبکې لخوا د کال د خبریالې او د بیان د ازادۍ د څېرې په توګه ونومول شوه.

    *د اواره ګي او نا امیدي په اوج کې، زه هیله لرم افغانستان په سوله کې ووینم. هیله کوم ښځې او نجونې وخاندي. هیله منه یم وکولای شم خپل هېواد، خپل کور او کار ته بېرته ستنه شم.

  • مقدسه احمدزۍ

    افغانستان ټولنیزه او سیاسي فعاله

    مقدسې د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت څه باندې ۴۰۰ ځوانو فعالو ښځو یوه شبکه جوړه کړه، چې شاوخوا نژدې ولسوالیو ته لاړې شي او له کورنې تاوتریخوالي زیانمنو شویو ښځو سره مرسته وکړي.

    د یوې ټولنیزې او سیاسي فعالې په توګه، مقدسه احمدزۍ د کوویډ-۱۹وبا پرمهال د ناسمو معلوماتو د پراخې خپرېدنې پر ضد د ښځو او د هغوی د ټولنو ملاتړ کاوه. هغه د افغانستان د ځوانانو د پارلمان پخوانۍ غړې ده، هلته یې د ښځو او ماشومانو له حقونو دفاع کوله.

    ۲۰۱۸کې، یې د سولې راوستو او لانجو د حلولو په هکله د هڅوله امله د ممتازې ښځې په توګه د ملګرو ملتونو د سولې جایزه وګټله.

    *ما هېڅکله داسې ناڅاپي بدلون نه وو تجربه کړی - داسې لکه چې مخکې هېڅ کوم حکومت نه وو موجود.- اوس زموږ یواځینی امید دا دی چې ځوان نسل دا تشه ډکه کړي او نظام کې اصلاحات راولي، خو دا به یواځې له نړیوال ملاتړ سره شونې وي.

  • ځلا ځاځۍ

    افغانستان پولیسه

    د افغانستان په خوست ولایت کې د پولیسود جنايي پلټنو د څانګې لومړنۍ ښځینه مرستیاله مشره. دا داسې یوه سیمه ده چې د یاغي ډلو د فعالیتونو له امله ډېره بې ثباته شوې. دویمه بریدمنه ځلا ځاځۍ د هېواد د ۴،۰۰۰ ښځینه پولیسوافسرانو څخه وه او د ترکیې د پولیسو له اکاډمۍ څخه يې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې.

    د خپل خدمت د مودې په ترڅ کې د خپلو نارینه همکارانو لخوا ډارول شوې، او د یاغیانو لخوا ورته د وژلو ګواښونه شوي.

    ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته، ځاځۍ له خپل هېواده تیښتې ته اړشوه. له هغې راهیسې یې د نورو ښځینه پولیسوافسرانو د خوندیتوب په اړه چې افغانستان کې ځان پټولو ته اړشوې، اندېښنه څرګنده کړې.

    *راتلونکې لپاره زما هیله دا ده چې بیا خپل د پولیسو یونیفورم واغوندم، دودیزه او نارينه سالاره ټولنه وننګوم. زه غواړم بیا په یو لیرې پراته ځای کې چې ښځې پکې د کارحق نه لري د افغانستان ښځو لپاره کار وکړم.

  • لیلا حیدري

    پاکستان د مور کمپ بنسټګره

    د نشه اي توکو د کاروونکو په اړه د شرم سره سره، لیلا حیدري کابل کې د نشه اي توکود معتادانو د بیارغونۍ یواځیني مرکز، د مورکمپ د چلولو مسولیت درلوده، او له ۲۰۱۰ راهیسې یې افغاانستان کې نژدې۶،۴۰۰ کسانو سره مرسته کړې. له خپلو زېرمه کړیو پېسو سره یې دا مرکز جوړکړ، او د یو رستورانت په پرانیستلو سره یې چې رغېدونکومعتادانو پکې کار کاوه تمویلاوه چې د کابل له سقوطه وروسته اړشول هغه بند کړي.

    د حیدري کورنۍ اصلا له بامیانو ده خو هغه په پاکستان کې د پناه وړونکو یوه کمپ کې زېږېدلې. په ۱۲ کلنۍ کې ماشومتوب کې واده شوې وه، د ښځود حقونو ډاګیزه مدافعه ده.

    "لیلا د پله پر سر" (۲۰۱۸) په نامه یوستایل شوي مستند فلم کې کارکړی، چې د دې د هغو هڅو په اړه جو ړشوی چې غوښتل يې د ګواښونو او مخالفتونو سره سره خپل مرکز پرانیستی وساتي.

    *زه هیله لرم چې پوهاوی به پراخ شي،چې موږیوه لانوره اخلاقي اوانساني نړۍ ولرلی شو. موږ پداسې نړۍ کې ژوند کوو چې یوله بله سره تړلې ده اود یو امریکايي تبعه رایه کولای شي د یو افغان برخلیک په بنیادي ډول بدل کړي.

  • نجلا حبیب یار

    افغانستان متشبثه

    نجلا حبیب یار د شنې خزانې او ارک ډلې په نامه سوداګریز بنسټ بسنټ ایښودنکې ده او له افغان مېرمنو سره مرسته کوي چې په لاس اوبدل شوي او نورو توکي په بهر کې د درېیم کس له منځګړیتوب پرته وپلوري. هغې د ښځو د وسمنولو، اقلیم بدلون او سوداګرۍ په برخه کې د امریکا د پراختیايي ادارې او نړیوال بانک لپاره هم پروژې برمخ بېولي دي.

    د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ ترمنځ، حبيبيار د حکومت د صادراتو د ودې د ادارې مشره وه، نړۍ ته یې د افغانستان صادراتو زیاتولو سره مرسته کوله.

    هغې دغه زار ۱۳ کاله په غیر انتفاعي سکتور کې د نجونو د زده کړو په برخه کې او د بې سرپناه کورنیو لپاره د یوه مرکز پر ټولو کار کړی.

    *د یوې افغانې مېرمنې په توګه له ټولو هغو مصیبتونو سره سره چې ما تجربه کړې هیله منه یم چې بل نسل ته د جګړې د میراث په پای ته رسولو کې ونډه ولرم.

  • لینا عالم

    افغانستان ممثله

    لینا عالم د تلویزون، فلمونو او تیاتر لپاره د تمثل او بشري حقونو په برخه کې د فعالیت له امله جایزې ګټلې دي. هغه په افغانستان کې د ښځو په ملاتړ تلویزوني پروګرامونو له دې ډلې شیرین او د فرخندي وژل په نامه پروړګرام چې د یوې افغانې ښځې کیسه کوي چې په ناسمه توګه د قران شریف په سپکاوي په عام محضر کې تورنېږي او بیا د پارېدولو نارینو له خوا وژل کېږي د څرګندیدو له امله مشهوره ده.

    لینا عالم په ۱۹۸۰مه لسیزه کې له افغانستانه وتلې وه او اوس په امریکا کې ژوند کوي. هغه اوس هم د خپل هېواد کیسې کوي.

    په ۲۰۰۹ کال کې هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د دفتر لخوا د سولې د سفیرې په توګه وګومارل شوه.

    *څو لسیزې وخت او د وینو قربانۍ یې واخیستې چې موږ دې ځای ته راورسېدو، خو د سترګو په رپ کې د دې هرڅه له منځه تلل زړه ماتونکي دي. موږ باید خپلې مبارزې ته دوام ورکړو او داسې باید له پیاوړو بنسټونو سره مبارزه وکړو.

  • رویا سادات

    افغانستان فلم جوړونکې

    رویا سعادت له تېرو دوو لسیزو راهیسې د فلم جوړونکې په توګه کار کوي او په دې لړ کې یې فلم د اوسکار جایزې ته هم نومول شوی و. هغه لومړنۍ افغان فلم جوړونکې ده چې د طالبانو له عصر نه راوتلې ده. د هغې فلمونه د افغان ښځو غږونه، د هغوی ژوند او پر هغوی لګول شوي محدودیتونه انځوروي.

    په ۲۰۱۷ کال کې ولسمشر ته لیک په نامه د هغې فلم، د اوسکار جایزو په ۹۰مه دوره کې د تر ټولو ښه بهرنۍ ژبې فلم په صفت غوره شو.

    رویا سادات د فلم جوړولو د شخصې کمپنۍ رویا فلمز مشره ده او په افغانستان کې ښځینه فلمونو د فیستوال جوړولو ویاړ هم د هغې په برخه دی چې مشري یې هغې په خپله کوله.

    *د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو پنځو کلونو کې ما هیله لرله چې زموږ د ښوونځي دروازې به پرانیستل شي. زه اوس هم ګومان کوم چې د خلکو د ازادۍ غوښتنې غږونه به بریالي کېږي.

  • فرشته کریم

    افغانستان د چارمغز ګرځنده کتابتون بنسټ اېښوونکې

    په کابل کې مېشته چارمغز په نامه نادولتي موسسې په موترو کې ګرځنده کتابتونونه جوړکړي چې شاخوا ګرځي او سلګونو ماشومانو ته د لوستلو لپاره کتابونه وړي او په هنري فعالیتونو يې بوختوي.

    د ماشومانو د حقونو فعالې فرشتي کریم په اکسفورډ پوهنتون کې د عامه پالیسې به برخه کې د ماسترۍ له سند ترلاسه کولو وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د چارمغز بنسټ کېښود.

    هغې خپلې چارې په ۱۲ کلنې کۍ پیل کړې وې، د ماشومانو لپاره یې د تلویزون یو پروګرام وړاندې کاوه او په افغانستان کې یې د ماشومانو د حقونو په اړه رپوټونه چمتو کول. فرشته کریم له هماغه راهیسې د ماشومانو لپاره خپلو چارو ته دوام ورکړی.

    *زه له ماشومانو سره کار کوم ځکه چې زه دوی افغانستان لپاره د "کړۍ ماتوونکو" په توګه وینم، چې د ځپلو او تاوتریخوالي معیوبه کړۍ ماتوي او د بیا رغېدو او نویو روایتونو او سیاستونو لپاره نوې فضا جوړوي.

  • زرلښته حلیمزۍ

    افغانستان د پناه وړونکو د روحي زیان د ټولنې مشره

    زرلښته حلیمزۍ چې پخوا خپله یوه افغانه پناه وړونکې وه د پناه وړونکو د روحي زیان د نوښت ټولنې ګډه بنسټګره او مشره ده، دا داسې یو سازمان دی چې پناه وړونکو ته روحي ملاتړ برابروي او ورسره مرسته کوي چې د تاوتریخوالي او بېځایه کېدوله عاطفي پایلو سره مقابله وکړي.

    د یاد سازمان له بنسټ ایښودو وړاندې، هغې ترکیې سره د سوریې د پولو په اوږدو کې کار کاوه، زیان منونکو ماشومانو سره یې مرسته کوله چې پوهنې روزنې ته لاسرسی ومومي، او د پناه وړونکو د پوهنې روزنې او روغتیا په اړه یې نا دولتي مرستندویه موسسوته مشورې ورکولې.

    حلیمزۍ په ۲۰۱۸ کې د اوباما د بنسټ یوه لومړۍ غړې وه - د مدني نوښتنونو په برخه کې د ۲۰ نړیوالو مشرانو یوه ډله چې د ولسمشر بارک اوباما لخوا یې مالي ملاتړکېده.

    *راتلونکي لپاره زما هیله دا ده چې هغه روان تاوتریخوالی چې د افغانستان د خلکو ژوند یې ویجاړکړی پای ته ورسېږي.

  • کرېسټل بیات

    افغانستان فعاله

    ټولنیزه فعاله او د بشري حقونو مدافعه کریسټل بیات ۲۰۲۱ کې د طالبانو د واکمن کېدو پر ضد د هغې د اعتراضونو له امله پېژنلد کېږي.

    هغه د اوو ښځو په کتار کې وه چې کابل کې یې د افغانستان د خپلواکۍ پر ورځ، د اګست پر۱۹مه اعتراضونه تنظیم کړل. بیات سږکال په سیاسي مدیریت کې پي اېچ ډي پېل کړې وه، خو کله چې طالبانو د هېواد کنټرول ترلاسه کړ دا پروګرام یې ګډوډ شو.

    کریسټل اوس د امریکا په متحدو ایالتونو کې مېشته ده او له هغه ځایه د افغانستان د بشري حقونو لاسته راوړنو ساتنې لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. هغه هیله لري چې خپله پي اېچ ډي هم پای ته ورسوي او یو کتاب ولیکي.

    *په پای کې، زه غواړم افغانستان کې په هر ډول راتلونکو ديموکراتیکو بدلونونو کې ونډه ولرم. زما هیله دا ده چې د ملګرو ملتونو سازمان کې وینا وکړم، ځکه زه باور لرم نړۍ باید هغه څه واوري چې واقعي افغانان، په تېره بیا ښځې غواړي ووايي.

  • غوغا

    افغانستان موسیقاره

    با استعداده سندرغاړې، ترانه لیکوونکې او سندرې جوړوونکې، غوغا څه باندې پنځه کاله د موسیقۍ په برخه کې کار کړی. د هغې سندرې - چې معمولا د افغانستان د نجونو او ښځو په اړه دي - ډېر مینه وال لري او شعرونه یې پر اوسنیو حالاتو اعتراض کوي.

    ۲۰۱۹ کې، غوغا د رامین مظهر دا شعر له موسیقي سره ګډ کړ چې وايي: "د طالبانو په منځ کې دې ښکلوم" - چې پر انلاین خورا ډېر خپور شو. د هغې یوه وروستۍ سندره، تبسم، هغو ماشومانو ته وقف شوې ده چې جګړو یې هیلې له منځه وړې.

    غوغا وايي ځکه موسیقي لیکي چې زما په هېواد کې بې پایه جګړې ما هېڅکله نه پرېږدي چې سوله ترلاسه کړم، او په ترانو کې یې دا رنځ انعکاس مومي.

    *زما د مورني هېواد اسمان د پتنګانو په شمېر له توغوندیو ډک شوی دی. زه هره شېبه او هرساعت د خپلو خلکو په فکر کې یم، په تېره بیا ښځې او ماشومان. د هغوی د خوندیتوب په اړه ډار مې هره شېبه ملګری دی.

  • سعیده اعتباري

    افغانستان د زیوراتو ډېزاینره

    د سعیدې زیورات د واشنګټن ډي سي په سمېتسونین موسسه کې نندارې ته اېښودل شوي وو او د افغانستان له دودیزه سبکونو څخه یې الهام اخیستی، ځايي قیمتي ډبرې او نقشونه پکې کارول شوي.

    سعیده اعتباري یوه متشبثه او دزیوراتومشهوره نړیواله دېزاینره او جوړوونکې ده.

    د پناه وړونکو په یو کمپ کې د ماغزو د مېننژیت ناروغۍ له کبله په یو کلنۍ کې کڼه شوه، او د کڼو لپاره په هغه ښوونځي کې یې زده کړې وکړې چې پلار یې په جوړولو کې مرسته کړې وه. اعتباري وروسته د هنرونو او معمارۍ لپاره د تورکوا غرونو انسټیټوټ سره یوځای شوه او د زیوراتو په ډېزاین کې متخصصه شوه.

    *اوس ښځې بېکاره شوې او یواځې نارینه کار کوي. اوس رژیم بدل شوی، د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره زما هیلې په مایوسۍ بدلې شوې.

  • سارا واحدي

    افغانستان د احتساب موسسې مشره

    هغه د افغانستان د احتساب پېل ټکنالوجۍ بنسټګره ده، چې لومړی محصول یې یو اپليکیشن دی چې د کابل اوسېدونکو ته د امنیت، برېښنا او ترافیکو په اړه خبرتیا ورکوي. دا اپ د افغانانو پر شاوخوا د خطرونو د کچې په اړه هغوی ته د اطلاعاتو چمتو کولو په برخه کې خورا مهم ثابت شوی، ځکه چې د بمي بریدونو، عام محضر کې وهلوټکولو او پرکورونو بریدونو په اړه باوري اطلاعات شریکوي.

    سارا واحدي هیله لري چې ۲۰۲۲کې به د اېس اېم اېس پیغامونو له لارې د خبرتیا کار هم پېل کړي، چې د کلیوالو سیمو خلک ورته لاسرسی ولري.

    دا د تکنالوژۍ د ډګر متشبثه د ټایم مجلې د ۲۰۲۱ کال د راتلونکي نسل مشرانو په ډله کې هم ده او اوس د کولمبیا په پوهنتون کې د بشري حقونو او ډېټا ساینس په برخه کې زده کړه کوي.

    *داسې ورځ حتمي راتلونکې ده چې افغانان به په یوه غږ سره راپورته شي، زموږ د هېواد د بیا ودانولو لپاره به ازادې او منصفانه ټاکنې او ادارې غواړي. دې پړوا ته د رسېدو په خاطر، نجونو او هلکانو لپاره ټولشموله پوهنې روزنې او روغتیا په لاره کې نه ستومانه کېدونکي فعالیتونه ضروري دي.

  • پښتنه درانۍ

    افغانستان د "افغانستان زده کړې" موسسې مدیره او ښوونکې

    پښتنه درانۍ، یوه ښوونکې او د افغانستان زده کړې موسسې بنسټګره او مدیره ده چې د پوهنې روزنې نوښتونو او د نجونوحقونو ته ډېر پام کوي. دغه موسسې په کندهارکې ښوونځي جوړکړي، ښوونکو ته یې روزنه او زده کوونکو ته یې لارښوونې چمتو کړې.

    د رومي اپ له لارې (چې زده کوونکو ته د موبایل په مټ ۶- دقیقې زده کړه چمتو کوي) دا سازمان نجونو سره مرسته کوي چې علمې زېرمو، ویډیوګانو او روزنیزه ګېمونو ته لاسرسی ومومي. په کلیوالو سیمو کې ښځې هم روزي چې د دایه ګانو په توګه خدمت وکړي.

    درانۍ په ملګروملتونو کې د افغانو ځوانانو استازې ده او د افغان نجونو لپاره پوهنې روزنې ته لاسرسي د اسانتیا په خاطرد هغې د هڅو له امله یې د ملالۍ د بنسټ د پوهنې روزنې مخکښانو جایزه هم ګټلې ده.

    *حیرانوونکې ده چې نړۍ څومره غواړي موږ پدې خاطر چې څوک یوو سپک کړي. خو پروا نه کوي هر څومره چې موږ ځورېدلي، ډارېدلي او ټپي یوو- که هرڅومره لاره اوږده هم وي، موږ به ثابت قدمه پاتې کېږو.

  • بنفشه یعقوبي

    افغانستان د معلولانو د حقونو فعاله

    یعقوبي او مېړه یې، چې دواړه ړانده دي، د رهیاب سازمان بنسټ کېښود چې د افغانستان نابينا/ړندو خلکو ته پوهنه روزنه او بیارغونه چمتو کړي. د بشري حقونو فعاله بنفشه یعقوبي د هېواد د بشري حقونو خپلواکه کمیسیون غړې هم وه چې د ړندو ماشومانو د پوهنې روزنې په برخه کې یې کارکاوه.

    د طالبانوله برید وروسته، بنفشه د هېواد پرېښودو ته اړشوه خو د معلولو خلکو د حقونو لپار خپله جدي مبارزه جاري ساتي، هغه وېرېږی چې طالبان به هغوی سره توپيري چلند وکړي.

    لاسرسی او تبعیض افغانستان کې د جدي مسلوپه توګه پاتې دي، چې په نړۍ کې یې د سړي پرسر د معلولوکسانوشمېرخورا ډېردی،ترډېره د لسیزو اوږدو جګړو له امله.

    *که کومه هیله وي، هغه به دا وي چې زه بیا خپل هېواد له ډېرې ازادۍ سره ووینم، اولا نورشمولیت زمونږه ټولو افغانانولپاره وي چې د پرمختیا لپاره یې کاروکړو.

  • فهیمه میرزايي

    افغانستان د څرخېدوونکو درویشانو نڅاګره

    د هغې له نظره نڅا په یوه ژوره دودیزه او مذهبي ټولنه کې چې د ښځو او نارینه ګډ فعالیتونه د شرم وړ ګنل کېږي، د ځان لپاره د یوې فضا د رامنځته کولو یوه لاره ده. په ټول هېواد کې د محفلونو جوړولو له لارې، هغه هیله منه ده چې افغانستان کې زغم ته وده ورکړي.

    ۲۰۲۱ کې، فهیمه تېښتې ته اړشوه ځکه چې د طالبانوله نظره د صوفي درویشانو نڅا بدعت دی او د اسلامي قانون خلاف بلل کېږي.

    *زه باور لرم چې معنویت باید لومړیتوب ولري: باید د خپل ځان دننه سوله ولټوو او دا داخلي سوله به بیا ټوله نړۍ کې خپره شي.

  • ډاکټر عالمه

    افغانستان فیلسوفه اوکمپاين کوونکې

    ډاکټره عالمه د فلسفې او ټولنیزو علومو یوه نامتو څېړونکې ده، د سولې لپاره د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې په برخه کې مرستیاله وزیره وه.د ښځو د سیاسي مشارکت خپلواکه کمېټې بنسټګره او د ښځو د حقونو پېژندل شوې مدافعه ده.

    په فلسفې کې یې له جرمني څخه پي اېچ ډي اخیستې، او د شخړو د تجزیې او تحلیل په برخه کې له شلوکلو ډېره تجربه لري.

    د جرمني- افغان اړیکو او افغانستان کې د ښځو ځواکمنۍ په اړه یې کتابونه لیکلي، د بشردوستانه قانون په برخه کې چې تمرکز یې پر پناه وړونکو، کډوالو او بېځایه شویو خلکو دی هم مسلکي روزونکې او څاروونکې ده.

    *زماهیله دا ده چې افغانستان ازاد اودیموکراتیک وي چې په کې د یوعصري اساسي قانون له مخې مدني حقونه خوندي وي، او د مساوي وګړو په توکه د ژوند په ټولو ساحو کې د ښځو حقونه تضمین شوي وي.

  • شمسیه حسني

    ایران د کوڅو پر دیوالونو د نقاشي هنرمنده

    شمسیه حسني د افغانستان لومړنۍ ګرافیتي هنرمنده ده چې د جګړو له امله ويجاړ شوي ښار ته رنګ ورکوي. هغه د کابل له متروکو ویجاړو ودانیو څخه د دیوالي نقاشي لپاره کار اخلي. شمسیه په خپلو اثارو کې ښځې له پرځان باور، ځواکمنې او له لوړو هیلو سره انځوروي.

    شمسیه په ایران کې له افغان والدېنو زېږېدلې او په کابل کې یې د تصویرې هنرونو په رشته کې درس ویلی. د کابل پوهنتون کې يې درس ورکاوه او د نړۍ له ۱۵ډېروهېوادونو کې یې پر دیوالونو نقاشي کړې ده.هغه د فارین پالیسي خپرونې لخوا د نړۍ د سلو نامتو متفکرینو په کتار کې شامله شوې. د شمسیې د ژوند کیسه د هغه کتاب په دویم ټوک کې چې یاغي نجونو ته د شپې کیسې نومېږی او ډېر پلورل شوی دی، چاپ شوې ده. د کتابونو دا ټولګه چې ایران کې د لوړو هیلو درلودونکو نجونو لپاره د ښو کیسو ترعنوان لاندې نشر شوې ده، د مخکښو ښځو کیسې کوي.

    د طالبانو له برید سره سره، شمسیه په ټولنیزو شبکو کې د خپلو هنري اثارو خپرولو ته دوام ورکوي.

    *په تېرو ۱۵ کلونو کې، هرکله چې د خپل هېواد لپاره هیله منه وم، حالات تل د خرابۍ پر لور تللي، زه نور د یو روښانه افغانستان لپاره کوم امېد نه لرم. د هيلې نه درلودل له ناهیلۍ بهتره دي.

  • فایزه درخاني

    افغانستان د چاپېریال د چارو کارپوهه

    فایزه درخاني له هغو لږ شمېر کسانو ده چې افغانستان کې د اقلیمي بدلون په برخه کې کار کوي، هغه یوه مرستیاله پروفیسره ده او د بدخشان په ولایت کې د هېواد د چاپېریال ساتنې ادارې پخوانۍ مدیره ده. هغه د ښځو د بشري حقونو فعاله هم ده.

    درخاني له کوره بهره منظرو د معماري په څانګه کې د مالیزیا پوترا پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړې. د پاېښت لرونکو ښاري منظرو مدیریت او نوښتګرو طریقو لکه په ګڼ نفوسه ښارونو کې خوړو د تولید لپاره عمودي کروندو په هکله څېړنې او لیکنې کړې.

    هغه د چاپېریال ساتنې او د ښځولپاره د پاېښت لرونکو پروګرامونوعملي کولو پر اصولو باور لري.

    *له جماعت سره همرنګي نه کول یوه زړوره پریکړه ده. تاسو باید خپلې هیلې تعقیب کړئ او په واقیعت یې بدل کړئ، او زما هیله د یو پاک او خوندي چاپېریال درلودل دی، چې جګړې او هر ډول ککړتیا په کې نه وي.

  • رخسانه

    افغانستان

    ډاکټره رخسانه یوه جراحه او د پروفیسر مرستیاله ده. هغه د یو سازمان بنسټګره ده چې هغو ناروغانو ته اساسي روغتیايي پالنه برابروي چې د جګړو له امله د افغانستان له نورو ولایتونو بېځایه شوي دي.

    هغې د جګړو په بېلابېلو پړاونو کې په سختو شرایطو کې کار کړی، اړمنو خلکو ته یې روغتیا مرستې رسولي. هغه د سرطان د کنټرول ملي پروګرام سره د رضاکارې په توګه هم کار کوی او اوس د تیونو د سرطان په هکله د پوهاوی پروګرام پرمخ بیايي.

    ډاکټره رخسانه په جراحي کې له خپل کار سره مینه لري اوهیله لري چې دافغانستان طبي زده کوونکو لپاره د الهام سرچینه شي.

    *هر ستر بدلون د یومشر د ژمنتیا او وقف پايله ده. زه به یوه مشره نه یم، خو افغانستان کې پاتې کېږم چې دلته په فلج شوي او فاسد روغتیايي سیستم کې بدلون راولم.

  • زحل اتمر

    افغانستان متشبثه، د مرسل ګل د ریسایکل کولو فابریکه

    د مرسل ګل افغانستان کې د کاغذ د ریسایکل کولو یا بیا جوړولو لومړنۍ فابریکه ده، چې د سوداګرې زحل اتمر له خوا یې بنسټ ایښودل شوی. په اقتصاد او سوداګرۍ کې د سابقې درلودلو سره، هغې په ۲۰۱۶کې کابل کې د ښځو په مشرۍ یوه فابریکه جوړه کړه. ۱۰۰کسانو ته یې دندې پیدا کړې، چې۳۰ سلنه یې د فابریکې له خونې تر بازار موندنې پورې ښځې دي.

    دا فابریکه له نادولتي موسسو څخه ناکاره اوغیرمحرم کاغذونه راټولوي او په اونۍ کې نژدې ۳۵ ټنه کاغذ پروسس کوي، او ورڅخه دتشناب کاغذ جوړوي چې په ټول هېواد کې پلورل کېږي.

    زحل پدې هکله غږېدلې چې د ښځو لپاره څومره سخته ده چې افغانستان کې د سوداګرۍ کولو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

    *راتلونکې درته څنګه ښکاري؟ د ځوانانو او ښځو هیلې،هدفونه او امېدونه له منځه تللي.

  • فاطمه سلطاني

    افغانستان غره ختونکې

    وروسته له دې چې ۲۰۱۹ کال کې یې د سرګرمۍ په توګه په غره ختلو پیل وکړ، فاطمه سلطاني خپل ځانته دا دنده وټاکله چې د افغانستان د نجونو پام غره ختلو ته راواړوي.

    کله چې په ۱۸کلنۍ کې، د نوشاخ څوکې ته وختله تاریخ یې جوړکړ. دا څوکه چې ۴۷۹۲ متره لوړوالی لري د افغاانستان په هندوکش غرو کې تر ټولو لوړه ده. فاطمه لومړنۍ ځوانه ښځه ده چې دغه لوړې څوکې ته ختلې. هغه د افغانستان د ځوانو غره ختونکو ۹ کسیزې ډلې غړې وه چې ۳ تنه یې ښځې وې.

    فاطمه سلطاني له ورزش سره علاقه لري اوپه تېرو ۷ کلونوکې د سوک وهلو، تیکواندواوجوجیتسودملي ټیم غړې وه.

    *افغانو ښځو په تېرو شلو کلونو کې د خپلې ازادۍ او حقونو لپاره مبارزه کړې. هغوی لوړو غرونو ته ختلي او ځان ته یې نوم ګټلی. زه هیله لرم هغوی بیا وکولای شي د هېواد دننه او بهر لوړو غرونو ته وخېژي.

  • نسرین حسیني

    افغانستان د څارویو ډاکټره

    نسرین حسیني د کابل پوهنتون د ویترنرۍ طب په کورس کې د ۷۵ تنومحصلانو په منځ کې له یواځې ۲ تنو ښځو څخه وه. هغه په ایران کې د پناه وړونکې په توګه لویه شوې، خو د زده کړو لپاره افغانستان ته ستنه شوه او وروسته له سکالرشېپ سره کاناډا ته لاړه چې د ګویلپ په پوهنتون کې يې د حیواني روغتیا په رشته کې زده کړه وکړي.

    حسیني اوس د ایمیونولوژي په لابراتوار کې کار کوي او خپل اضافي وخت د کاناډايي هزاره ګانو د بشري خدمتونو په غیرانتفاعي سازمان کې د رضاکارې په توګه تېروي، او هزاره ګانو او له افغانستان څخه ګوښه کړل شویو نورو کسانو سره چې غواړي کاناډا کې مېشت شي مرسته کوي.

    هغه د ځوانانو پروګرام، بوکیز، سره هم همکاري لری، چې افغان ماشومان کتاب لوستلو او کیسه کولو ته تشویقوي.

    *افغانې ښځې او نجونې ډارېدلي او اوسنی حالت ناهیلی بریښي، خو تل یوه لاره شته ده. هغسې چې باب مارلي وايی: تاسوهېڅکله نه پوهېږئ چې څومره غښتلي یاست تر هغو چې غښتلی توب ستاسو یواځینی انتخاب شي.

  • امنه کریمیان

    افغانستان ستوري پیژندونکې

    امنه کریمیان د هرات په تخنیکي انستیتوت کې ساختماني انجینیره او ښوونکې ده، په افغانستان کې له لومړنیو ښځو ده چې د نجوم د علم د پراختیا لپاره یې کار کړی.

    هغه د کیهانه نجومي ډلې مشره او بنسټګره ده، چې په ۲۰۱۸ کې یې کار پیل شوی او ځوان خلک د نجوم علم یا ستوري پېژندنې ته هڅوي.

    د ۲۰۲۱ په جولای کې، کریمیان او ډلې يې، چې ټولې نجونې دي، هغه وخت په پولنډ کې د ستوري پېژندنې او استروفزیک نړیوالې مسابقې کې د ستوري پېژندنې د نړیوالې اتحادیې جایزه وګټله چې د څه باندې ۵۰ هېوادو په ۲۵۵ ټیمونو کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ.

    *څرنګه چې طالبان نجونوته د زده کړې حق نه ورکوي، موږ باید لا نورهم یو له بل سره اړیکي ټینګې کړو- د کیهانه نجومي ډله هره شپه انلاین غونډه کوي. زما یواځینۍ هیله دا ده چې د خپل هېواد ځوانانوته لاره اواره کړم.

  • روهیلا

    افغانستان د ښوونځي زده کوونکې

    روهیلا یوه زده کوونکې ده چې د طالبانود حکم له امله چې نجونې ثانوی ښوونځي ته نه پرېږدي اغېزمنه شوې ده. ساینس او انګریزي ژبه د هغې د خوښې مضمونونه دي او هغه لیواله ده چې د خپلو نارینه خپلوانو او وروڼو په شان هره ورځ ښوونځي ته لاړه شي.

    روهیلا وايي د هغې د ملګرو په ډله کې ډېرې لږ نجونې اېنټرنېټ ته لاسرسی لري او دې ته سخته ده چې له ښوونکې پرته زده کړه وکړي.

    د هغې هیله دا ده چې ارواپوهنه ولولي او بهر کې د زده کړو لپاره سکالرشپ تر لاسه کړي.

    *افغانستان اوس له نړۍ جلاشوی، او زده کړو لپاره زما هیلې عبث ښکاري. هیله مې دا ده چې نړیواله ټولنه موږ هېر نه کړي، او زموږ د کلونو خوارۍ عبث نشي.

  • انجلا غیور

    ښوونکې او د یو انلاین ښوونځي بنسټګره

    د هرات انلاین ښوونځی چې انجلاغیور یې بنسټ اېښي نژدې ۱،۰۰۰ تنه زده کوونکي لري او له ۴۰۰ ډېر رضاکاره ښوونکي. هغې هغه مهال په دې کار لاس پورې کړ چې طالبانو افغانو نجونو او ځوانو ښځو ته وویل چې کور کې پاتې شي او د هغې په انلاین ښوونځي کې اوس د تلېګرام یا سکایپ له لارې څه باندې ۱۷۰بېلابېلو ټولګیو کې له ریاضي او موسیقۍ نیولې تر پخلي او نقاشي پورې درسونه ویل کېږي.

    غیور په ۱۹۹۲ کې د کورنۍ جګړې پر مهال له هراته ایران ته تښتېدلې وه، د کورنۍ د موقتي ویزې له امله پنځه کاله د ښوونځي له زده کړو پاتې شوه.

    وروسته یې د ثانوي ښوونځي د ښوونکې په توګه تحصیلي سندونه ترلاسه کړل، څو ځله کډواله شوه او اوس په بریتانیا کې مېشته شوې.

    *زه هغه څه نه منم چې د ناچارۍ د شر په نوم یادېږی: تلپاتې خوښۍ هغه مهال راځي چې نړۍ د شر د ابتذال معیوبه کړۍ بنده کړي او طالبان یا کوم بل شیطان په رسمیت ونه پېژني.

  • سحر فطرت

    افغانستان فیمینیسته فعاله

    سحر فطرت، د جنسیتي کلیشو پر ضد ډېرو هڅو تر شا یوه محرکه ځواک دی. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د ځوانې پناه وړونکې په توګه ایران او پاکستان کې ژوند کاوه. او ۲۰۰۶ کې کابل ته ستنه شوه او د ځوانې فیمینیستې په توګه یې کارپیل کړ.

    هغه خپل فیمینیستي نظریات د کیسو ویلوله لارې په فلمونو او کتابونو کې بیانوي. د مثال په توګه په ۲۰۱۳ کې یې "په چوپتیا مې باور مه کوه" په نامه یومستند فلم د کوڅو د ځورونو په هکله جوړ کړ.مېرمن فطرت افغانستان کې د بشري حقونو د څار سازمان او د یونسکو د پوهنې روزنې څانګې سره هم کارکوي.

    د جنسیت په اړه مطالعاتو کې یې د مرکزي اروپا له پوهنتون څخه ماسټري اخیستې او اوس د لندن د کینګز کالج د جنګ د مطالعاتو په څانګه کې زده کړه کوي.

    *زه هیله لرم داسې ورځ ووینم چې زده کړوته د نجونو لاسرسی یو بنیادي حق وي، نه دا چې لپاره یې مبارزه وشي. زه هیله لرم افغاانې نجونې داسې هیلو لپاره مبارزه وکړي چې د هیواد له غرونو هم اوچتې وي.

  • حلیمه صدف کریمي

    افغانستان سیاستواله او د پارلمان پخوانۍ غړې

    قانون جوړونکې او د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې شمالي جوزجان ولایت څخه، حلیمه صدف کریمي د ډېرو کلونو تجربې درلودونکې سیاستواله ده.

    هغه د افغاانستان د ولسي جرګې له ۷۰ تنو ښځینه استازو څخه وه، اوهلته د ازبک لږکي توکم یواځینۍ ښځینه استازې وه چې په کلونو يې د خپلې ټولنې د حقونو لپاره مبارزه وکړه. صدف کریمي په اقتصاد او سیاسي علومو کې زده کړې کړي، د ښځو د حقونو یوه نامتو مبارزه ده چې څو ځله طالبانو لخوا ګواښل شوې او د کور بدلولو ته اړ شوې.

    ۲۰۲۰ کې، د هغې کشر ورور، د پوهنتون زده کوونکی، د طالب ځواکونو لخوا ووژل شو.

    *ځان غوښتونکي نظامونه تل ډېر ژر ناکام شوي دي.زما هیله دا ده چې افغان ښځې د سیاسي، کلتوري، اقتصادي او اجتماعي مشارکت له لارې خپل حقونه ترلاسه کړي او په دې توګه به د یو بشري کړکیچ مخه ونیول شي.

  • وحیده امیري

    افغانستان د کتابتون خاونده او مدني فعاله

    وحیده امیري په حقوقو کې زده کړه کړې او د کتاب مینه واله ده. کتابتون یې درلوده، د طالبانو له راتلو وروسته یې نور نشوای کولای خپل کتابتون کې کار وکړي، نو د کابل په کوڅو کې یې اعتراضونه وکړل اوبېشمېره نورې ښځې هم ورسره یوځای شوې. په یو ګډ لاریون کې یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د ښځو د کاراو تحصیل له حقه ملاتړ وکړي.

    له هغې راهیسې چې طالبانو اعتراضونه ناقانونه اعلان کړي، امیري او یو شمېر نورې ښځې د کتاب لوستلو رواجولو او خبرو اترو لپاره یو له بله سره راټولیږي.

    د هغې کتابتون له ۲۰۱۷ راهیسې کار پیل کړی و او امیري وايي له خپلو کتابونو پرته یې خپل هویت بایللی دی.

    *نړۍ موږ ته د انسان په توګه درناوی نه کاوه. خو په داسې حال کې چې افغانستان د ویجاړۍ پرلور روان دی، موږ به د مظاهرو، عدالت غوښتنې او کتاب لوستلو ته د هڅولو له لارې خپلې هیلې ژوندۍ وساتو.

  • ماهره

    افغانستان د طب ډاکټره

    ډاکټره ماهره تراوسه هم افغانستان کې د خپلو ناروغانو په معاینه کولو بوخته ده.

    هغه باید د اړمنو ناروغانو د درملنې لپاره هغو سیموته لاړه شي چې د طالبانو له راتلوراهیسې هلته روغتیايي خدمتونه په ټپه درېدلي دي.

    هغې پخوا هغو کسانو سره کار کاوه چې جنسي تاوتریخوالی ورسره شوی و خو د طالبانو له راتلو راهیسې دا کار بند شوی دی.

    *سره ددې چې اوس هیلې کمرنګه شوي، د افغاانستان ښځې نورد تېروشلوکلونوپه شان ندي اوکولای شي تریوه حده له خپلوحقونودفاع وکړي.یواځینۍ اندېښنه مې داده چې دنجونوښوونځي به دتل لپاره تړلي پاتې شي.

  • هدا خموش

    ایران د ښځو د میاشتیني عادت په اړه کمپاين کوونکې

    میاشتینی عادت شرم ندی، دا د پوهاوي هغه پروګرام نوم دی چې د ښځو د حقونو فعالې هدا خموش د افغانستان په ښوونځیو کې پیل کړی و، چې د ښځود میاشتیني عادت په اړه پرانیستې خبرې وهڅوي.

    هدا له یوې افغانې کورنۍ څخه ایران کې زېږېدلې. ماشومتوب کې افغانستان ته ستنه شوه او د خپلوانو د نظر پر خلاف یې د مور په ملاتړ درس ووایه. هدا خموش شاعره او خبریاله هم ده، په ۲۰۱۵ کې د راډیويي خپرونې وړاندې کوونکې شوه او د ښځو پر ضد بېعدالتي پرخلاف یې پوهاوي کې برخه واخیسته. د خپل کلي د ښځو لپاره یې د سواد د زده کړې پروګرام هم پیل کړ.

    د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته د نجونو لپاره چې له اووم ټولګي نه پورته زده کړو اجازه نه لري، زده کړې چمتو کوي.

    *له ټولو تیارو سره سره، ۲۰۲۱ کې ښځو د ګولیو او درو وهلو پر وړاندې مقاومت وکړ او هغو کسانو ته مخامخ چې د دوی حق یې ضایع کړی وو، ودریدلې. زه دا کال د هیلو کال بولم.

  • ریحانه پوپل

    افغانستان وکیله

    ریحانه پوپل، د مدني حقونو او مهاجرت د چارو متخصصه اوس د ژباړونکو او د بریتانیایي ځواکونو د نورو همکارانو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي چې له افغانستانه د بریتانیا د پوځ له وتلو وروسته پاتې شوي دي.

    هغه لومړنۍ فعاله ښځه ده چې انګلستان کې په محکمې کې د مدافع وکیلې په توګه کار کوي. کله چې پنخه کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره يې بریتانیا ته پناه یوړه او د حقوقو او سیاست له زده کړې وروسته اوس د بشري حقونو په برخه کې مدافع وکیله ده.

    ۲۰۱۹ کې یې، د کال ممتازې مدافع وکیلې په توګه د الهام بښوونکو ښځو له ټولنې څخه جایزه ترلاسه کړه.

    *زه هیله لرم چې، راتلونکي کې، د افغانستان ښځې او نجونې وکولای شی په ازاده توګه زده کړې او کار وکړي او له ډاره پرته ژوند وکړي.

  • مومنه ابراهیمي

    افغانستان پولیسه

    پولیسو سره له یوځای کېدو درې کاله وروسته، مومنه ابراهیمي چې د کربلايي مومنې په نوم هم یادېده د رییس لخوا یې په جنسي توګه وځورول شوه. هغې پرېکړه وکړه دا موضوع څرګنده کړي او د افغانستان په پولیسو کې د جنسي ځورونې د نورو تورونوپه اړه وغږېږي.

    له هغې راهیسې یې له ګواښونو سره سره هڅه کړې د ځان او د جنسي ځورونو او جنسي تېري نورو قربانیانو لپاره د عدالت په خاطر کار وکړي. هغې بي بي سي ته وویل " فکر مې وکړچې یو کس باید خبرې وکړي او دا یو کس زه یم که څه هم کېدای شوای د ژوند په بیه مې تمام شي."

    ابراهیمي یوه له هغو زرګونو کسانو ده چې د وږي میاشت کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې له افغانستانه بریتانیا ته راتښتېدلي.

    *هیله لرم ټولې هغه ښځې چې په کلونو جنګیدلي، زده یې کړې او ځانته یې یو مسلک جوړ کړی وکولای شي بېرته کار ته ستنې شي او له هغه ځواکه ازادۍ اوسي چې د خلکو پر ضد له زوره کار اخلي.

  • بصیره پیغام

    افغانستان د جنسي لږه کیو د حقونو فعاله

    افغانستان کې د جنسي او جنسیتي لږه کیو د حقونو لپاره مبارزه یو ستونزمن کار دی خو د دې ننګونو سره سره بصیره پیغام په تېرو اتو کلونو کې د دغو لږه کیو د مساوي حقونو لپاره کار کړی.

    هغې د جنسي او جنسیتي پوهاوي په اړه ورکشاپونه جوړکړي او د خپلوهمکارانو په مرسته یې د دې ټولنوغړو ته چې د ځورونو او تاوتریخوالي قرباني شوي مشورې، مالي مرستې او دارو درمل ورکړي. هغوی دا مرستې هم کړي چې د جنسي او جنسیتي ټولنې غړي چې د ځان وژنې خطر سره مخ وي روحي مشورو ته لاسرسی ولري.

    اوس هغه په ایرلینډ کې ژوند کوي، او افغانستان کې د جنسي او جنسیتي لږه کیو د حقونو په رسمیت پیژندنې او د هغوی د بشري حقونو او ازادۍ لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

    *د افغانستان ساه بنده کړل شوېده، پرېږدئ چې تنفس وکړي، هغه وخت به تنفس وکولای شي چې هرڅوک له بېلابېلوجنسیتونو،مذهبونواوقبیلوڅخه هلته ازاد اوخوشحاله ژوند وکولایشي.

  • رادا اکبر

    افغانستان هنرمنده

    د دې تجسمي هنرمندې اثار له ښځو د کرکې او پرهغوی د ظلم موضوع ګانو په اړه دي. رادا اکبر تل له هنره د خبرو کولو یوې وسیلې په توګه کار اخیستی او د ټولنې ښځې یې انځورکړې دي.

    له ۲۰۱۹ راهیسې، یې هر کال د ښځو نړیوالې ورځې، مارچ اتمې په ویاړ د "ابرزنان " په نامه نندارتونونه جوړ کړي. دا نندارتونونه د افغانستان په تاریخ کې د ښځو د ونډې په اړه وو. تر دې وروستیو پورې یې د ښځو لپاره د تاریخ یو موزیم د جوړولو هڅه کوله.

    هغه باور لري چې هنر به یې مرسته وکړي هغه ټولنیز قوانین تر پوښتنې لاندې راولي چې د مذهبي، اقتصادي او سیاسي مروجو معیارونو سره ښځې ځپي.

    *افراطیانو او د نړۍ مشرانو په لسیزو افغان وکړي ځورولي او زورزیاتی یې ورسره کړی. خو موږ هېڅکله د یوه پرمخ تللي هېواد لپاره هڅې ندي درولي. او موږ به بیا په یو ازاد او بریالي افغانستان کې ژوند وکړو.

  • عالیه کاظمي

    افغانستان ښوونکې

    د طالبانو له راتلو مخکې یې د بشري حقونو او زده کړې په برخه کې کار کاوه او درې کاله د سور صلیب رضاکاره همکاره وه. کاظمي د ښځو لپاره د کارموندنې په خاطر د ډوډۍ او خوږو یوه هټۍ پرانیسته او په ۲۰۲۰ کال کې د سوداګرۍ د مدیریت په برخه کې یې زده کړې پای ته ورسولې. په پوهنتون کې یې درس ورکاوه اوغوښتل یې استاده شي.

    د طالبانو له بیا راتلو وروسته امریکا ته ولاړه. غواړي هلته پي اېچ ډي ترلاسه کړي.

    هغې بي بي سي ته په یوه لیک کې په لیوالتیا سره د ښځو د ازاد انتخاب حق، په تېره بیا د لباس د بڼې انتخاب په اړه لیکلي.

    *یواځینۍ هیله مې افغانستان کې د سولې لپاره ده: هغه څه چې تر هر څه ډېر ورته اړتیا لرو سوله ده.

  • سلیمه مزاري

    ایران سیاستواله او پخوانۍ ولسواله

    هغه افغانستان کې له درې تنو ښځینه ولسوالانو څخه یوه وه چې په لومړۍ لیکه کې له طالبانو سره جنګېده او د یوې دولت پلوه پوځي ډوله ډلې د زړورې قوماندانې په توګه د خبرونو په سر کې راتله.

    سلیمه مزاري په ۸۰ یمې میلادي لسیزه کې ایران کې زېږېدلې او هلته يې زده کړه کړې. د تحصیلي سند له اخیستو وروسته افغانستان ته ستنه شوه. ۲۰۱۸ کال کې د بلخ ولایت د چارکېنت ولسوالۍ ولسواله شوه. هلته یې د ۱۰۰ تنو طالب ځواکونو د تسلیمي لپاره مذاکره وکړه. په ۲۰۲۱ کې د هغې تر امر لاندې ولسوالۍ د طالبانو پر وړاندې ښه مقاومت وکړ. د کابل تر سقوطه پورې دا ولسوالې له هغوکم شمېره سیمو څخه وه چې د طالبانو تر ولکې لاندې رانغله.

    د طالبانو لخوا د کابل له نیولو وروسته فکر کېده چې هغه هم نیول شوې ده خو وروسته معلومه شوه چې هغه بریالۍ شوه وه چې امریکا ته وتښتې او اوس هلته د میشته کېدو لپاره انتظار باسي.

    *زه هیله لرم هغه ورځ راشي چې زما په مورني هېواد کې د ښځې، هزاره، شیعه په توګه اوسېدل او فارسي خبرې کول چې ټول زما د هویت یرخه ده، جرم نه وي.

  • شیلا انساندوست

    افغانستان ښوونکې

    شیلا په پوهنتون کې د مذهب په برخه کې زده کړه کړې او په ښوونځیو کې يې درس ورکړی. د نجونو او ښځو د تعلیم د حقونو په اړه پوهاوی د هغې له لومړیتوبونو څخه دی.

    شیلا انساندوست د ښځو د سیاسي او اجتماعي رول د پیاوړتیا لپاره ډېرې هڅې کړې او په رسنیو کې یې په دې اړه ډېرې مرکې کړي. په دې وروستیو کې يې په هېواد کې د ښځو د ځپلو پرخلاف کابل کې له سپین کفن سره مظاهرو کې ګډون درلود.

    د ښوونکي په توګه د کارکولو ترڅنګ یې افغانستان کې د ښځو په یو شمېر راز راز ټولنو کې فعال غړیتوب هم درلودلی.

    *زه غواړم ښځې په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو کې ګډون ولري، د زده کړې لپاره د ښځو حق ومنل شي او د ښځو او اقلیتونو پر خلاف تاوتریخوالی او نابرابري له منځه لاړه شي.

  • نیلوفر بیات

    افغانستان ارابه لرونکې څوکۍ سره د باسکېټبال لوبغاړۍ

    د افغانستان د معلولانو د باسکېټبال د ملي ټیم کپتانه د طالبانوله بیا واکمن کېدوسره له خپل هېواده وتښتېده. هغې د معلولو ښځو لپاره کار کاوه. نیلوفر بیات او میړه یې رامش چې هغه هم له ارابه لرونکې څوکۍ سره باسکېټبال کوي، د سره صلیب سازمان لپاره کارکاوه.

    کله چې هغه دوه کلنه وه، یو راکټ د هغوی پر کور ولګېد، ورور يې ورته وواژه او د دې د ملا تیر او نخاع یې زیانمن کړل. هغې خپله د باسکېټبال لومړۍ لوبه د کابل په یوه پرانیستې ځمکه کې وکړه چې د افغانو ښځو په ورزش کې کمساری وو. نیلوفر د هغو پناه وړونکوغږباندې بدله شوې چې له هېواده تښتېدلي. د افغانستان ښځو لپاره یې یوه ټولنه هم جوړه کړې ده.

    نیلوفر هیله لري چې بیا د باسکېټبال لوبه وکړي.

    *هیله لرم افغانستان کې دا وضعه ختمه شي او موږ نور یوه شېبه هم د جګړې زیان ونه ګالو. هیله منه یم د خلکو په څېره کې واقعي موسکا ووینم.

  • مارال

    افغانستان مدني فعاله

    د مارال کورنۍ نه غوښتل هغه د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت وکړي یا د ټولنیزو ډلو غړۍ شي. ان هغوی داهم نه غوښتل چې د کار لپاره له کوره بهر لاړه شي خو هغې په هر حال خپل کار کاوه.

    له ۲۰۰۴ راهیسې مارال هڅه کړې چې محلي ښځې له خپلو حقونو خبرې کړي چې وکولای شي کار وکړي او مالي خپلواکي ولري.

    هغې هڅه کړۍ د تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې سرپناه پیدا کړي او خپل حق وغواړي.

    *فکر مې کاوه چې هر څه مو له لاسه ورکړي او ناهیلې وم، خو کله چې مې په یاد شو چې څه اقدامات مو کړي، د دوام جرات مې وموند. زه له خپلو هڅو لاس نه اخلم- راتلونکې د هغو کسانو دی چې سولې او انسانیت پسې ګرځي.

  • شګوفه ساپۍ

    افغانستان د ارکېستر مشره

    شګوفه ساپۍ د زهرا په نامه د افغانستان د ښځود لومړنۍ ارکېستر موسیقۍ مشره ده. هغه د موسیقي غږوونکې یوې ډلې لارښوونکې وه چې عمرونه یې له ۱۳ تر۲۰ کالو وو چې ځینې یې یتیمان یا له بېوزلو کورنیو څخه وو.

    له ۲۰۱۴ کال راهیسې دا ډله چې د پارسي د موسیقي د یو خدای، زهرا نوم ور باندې ایښودل شوی افغانستان او بهر کې یې د افغانستان د دودیزه موسیقي اود نړۍ د موسیقي یو ترکیب اجرا کړی دی.

    د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت چې ساپۍ پکې یووخت کارکاوه، د طالبانودبیاواکمن کېدوراهیسې بند شویدی. دوحې ته له تښتېدو وروسته، هغه اوځینې همکاران یې - چې مجبوره وو خپل وسایل افغانستان کې شاته پرېږدي - هیله من دي چې بیا وکولای شي په ګډه سره موسیقي وغږوي.

    *هیله هېڅکله نه ناکامېږي. ان په بشپړه تیاره کې، زه باور لرم زما د موسیقۍ د لارښوونې لرګی به افغانستان لپاره د امید او رڼا په څراغ باندې بدل شي.

  • رزمه

    افغانستان موسیقاره

    رزمه یوه تګړه موسیقي غږوونکې ده او پداسې ساز کې تخصص لري چې معمولا د نارینه لپاره بلل کېږي. هغه د موسیقي او هنر له څانګې فارغه شوې او د موسیقي په مینه والې کورنۍ کې زېږېدلې. رزمې د افغانستان او ځینې نورو هېوادو له هنرمندانو سره موسیقي غږولې.

    رزمه وايي هیله یې درلوده چې د موسیقي له لارې به وکولای شی د افغانستان یو نوی اړخ نړۍ ته وښيي خو سږ کال د افغانستان ښځو لپاره تر ټولو یو تیاره کال ګڼل کېږي په تېره بیا رزمې لپاره چې د موسیقي پوهې په توګه نورې سندري نشي ویلای او موسیقي نشي غږولای، دا کال ویجاړوونکی و.

    له ۱۹۹۶ تر۲۰۰۱ پورې طالبانو افغانستان کې حکومت کاوه، هلته موسیقي ممنوعه وه. رزمه له دې اندېښمنه ده چې د افغانستان موسیقي پوهانو لپاره تاریخ بیا تکرار نشي.

    *له موسیقي او سندرو پرته ټولنې په اړه فکر کول ما له بل هرو خته ډېره خواشینې کوي. هیله لرم زما د هېواد د ښځو غلی غږ د پيوستون په چیغه بدل شي.

  • سحر

    افغانستان فوټبالره

    سحر د افغانستان یوه له هغو ډېرو ښځو ده چې د فوټبال لوبه یې خوښېږي خو د طالبانو په راتلو سره نور دا کار نشي کولای. هغې په تېرو څو کلونو کې د فوټبال په یوه محلي ټیم کې لوبه کوله او د ورزش له لارۍ یې ډېردوستان هم پیداکړي.

    خو د طالبانو په راتلو سره سحر او کورنۍ یې پټ شول او وروسته یو بل هېواد ته ولاړل.

    سحر تراوسه هم د خپل ټیم د هغو ملګرو په فکرک ې ده چې هېوادکې پاتې دي، خو هیله لري اوس وکولای شي د لوبې میدان ته د بېرته ستنېدو هیله یې په حقیقت بدله شي.

    *غواړم خپل درس ته دوام ورکړم او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره زیار وباسم چې کورنۍ مې- او زه خپله - پرلاسته راوړنو مې وویاړو. غواړم بریالۍ شم چې هېڅوک ونشي ویلای نجونۍ د فوټبال لوبه نشي کولای.

  • معصومه

    افغانستان څارنواله

    معصومې* افغانستان کې د څارنوالې په توګه د شواهدو راټولولو او حقوقی دوسیو د پرانیستلو په برخه کې کار کاوه.د حقوقو له څانګې دا فارغ التحصیله، د هغو ډېرو ښځو له جملې ده چې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې پوهنتون ته تللي. معصومه څه باندې ۵ کاله د لوی څارنوال په دفترکې په کار بوخته وه او په دې چې خپل هېواد ته یې خدمت کړی ویاړ کوي.

    طالبانو اګست کې افغانستان کې د واکمن کېدو وروسته، زندانیان او په لسګونو زره نه اصلاح کېدونکي مجرمان او پوځي ډوله اسلامپالي ازاد کړل.سره د دې چې طالبانو دولتي کار کوونکو ته عمومي عفوه اعلان کړې، خو د بشري حقونو نړيوالو ډلو د سړي تښتونو او غیرقضايي وژنوپه اړه راپورونه خپاره کړي.

    معصومه اوس پټ ژوند کوي او نه پوهېږی چې راتلونکې کې به ورته څه پېښ شي.

    *ښځې اونجونې د نړۍ نیمه برخه نفوس جوړوي. که ښځو ته فرصت ورکړل شي، هغوی هم کولای شي د نارینه وو په شان د خپل هېواد خلکو ته خدمت وکړي.

  • محدثه میرزايي

    افغانستان پیلوټه

    محدثه میرزايي د افغانستان لومړنۍ ښځینه غیر پوځي پیلوټه ده. د سږ کال په لومړیو کې هغې د کام ایر د هوايي شرکت د بوینګ۷۳۷ الوتکې تاریخي الوتنې چې ټوله عمله یې ښځې وې، لارښوونه کوله. محدثه د ۲۰۲۰ له سپتمبره د غیرپوځي پیلوټې په توګه کار کړی او ترکیې، سعودی عربستان او هندوستان ته یې الوتنې کړې.

    کله چې طالبان کابل ته ننوتل، محدثې په هوايي ډګر کې الوتنې ته چمتو کېدله چې هېڅکله له ځمکې پورته نشوه. د دې پر ځای هغه د مساپرې په توګه له خپل هېواده ووتله. محدثه وايي" په داسې یوه ټولنه کې له برابرۍ ملاتړ کوي چې ښځې او سړي يې کولای شي یو د بل ترڅنګ کار وکړي."

    هغه هیله لري ژر بیا وکولای شي د پیلوټې په توګه الوتنه ترسره کړي.

    *هېچا ته انتظار مه باسئ! که قوي نه اوسئ، هېڅوک نه راځي چې تاسو ته وزرونه درکړي. ما د خپلو وزرونو لپاره مبارزه وکړه، تاسو به هم د خپلو وزرونو لپاره مبارزه وکړئ او که یو د بل تر څنګ ولاړ یوو څوک مو مخه نشي نیولای.

  • حلیمه عدن

    کېنیا بشردوسته او پخوانۍ ماډله

    لومړنۍ حجاب لرونکې ستره ماډله، حلیمه عدن اصلا سومالیايۍ ده خو په کېنیا کې د پناه وړونکو په یوه کمپ کې زېږېدلي. په ۲۰۱۷ کې، هغه د نړې د ماډلېنګ په یوه ستره ایجنسۍ، IMG کې شامله شوه، په خپل قرارداد کې یې یوه فقره وراضافه کړه چې د ماډلېنګ په وخت کې به ورڅخه نه غوښتل کېږي چې حجاب لېرې کړي.

    دا لومړنۍ ماډله وه چې د بريتانيا ووګ مجله کې له حجاب سره راڅرګنده شوه. عدن د مسلمانو ښځو لپاره ډېر فعاليت وکړ او د ماشومانو په برخه کې د يونيسف سفيره وه.

    په ۲۰۲۰ کې، حلیمې ومونده چې ماډلینګ د دې له اسلامي عقیدې سره سمون نلري او له دې کاره یې لاس واخیست، خو د فیشن د صنعت دننه او بهر یې خپل اغېز ته دوام ورکړ.

    *موږ ولیدل چې زموږ د لومړۍ کرښې کارکونکي دېر زیار ګالي چې د نړیوالې وبا پر مهال موږ خوندي وساتي او زه دعا کوم چې موږ د دوی قربانۍ وستایو. موږ کولای شو په مننې سره وړاندې تلو له لارې نړۍ بیا سمه کړو.

  • ایمان لي کایري

    مصر د ټرانس اسیلیاس موسسې، بنسټ ايښودونکې

    د قاهرې په اوپرا کې یوه معاصره نڅاګره اود نڅا استاده ایمن لي کایري اړه شوه چې له مصرنه په دې خاطر ووځي چې پولیسو د همنوږو(+LGBTQ ) عدلي څارنې پیل کړې.هغه په ۲۰۰۸ کال کې امریکا ته لاړه اوهلته پناه ورکړل شوه.اوس هغه نیویارک کې د یوې هنرمندې، نڅاګرې،ممثلې اوهمنوږو د حقونو فعالې په توګه ژوند کوي.

    لي کاریري د عربي اړیکو مدیره او د ټرانس ایمګریټ په نامه اروپايي سازمان د مشرتابه غړې ده. دا سازمان په خوندي ټولو نورو ځایونو ته د نرښځیو د لېږدولو په برخه کې کار کوي.

    په ۲۰۲۱ کال کې د جنست په نړیوالې ورځې هغې خپل بنسټ، ترانس لایس جوړ کړ. دا بنسټ له نرښځیو پناه غوښتونکو سره نورو ځایونو ته په لېږدو او له رواني پلوه هغوی سره مرسته کوي.

    *د کورونا وبا نرښځي چې وار دمخه د ځمکې پرمخ زیان لېدونکي دي له ډېر خطر سره مخامخ کړل، کله کله هغوی اړ دي چې په تېري کوونکو کورنیو کې ګوښي پاتي شي. کله چې نړۍ وتړل شوه د مرستې لپاره د دوی چیغې زړه ماتوونکې شوې. اوس نړۍ باید هغوی وژغوري او مرسته ورسره وکړي چې ورغېږي.

  • بارونیس هېلېنا کېنېډي کیو سي

    بریتانیا د حقوقپوهانو دنړیوالې ټولنې د بشري حقونوانیسټیټوټ مشره

    سکاټلڼدۍ وکیله چې د ښځو او لږکیو د حقونو د دفاع په خاطر پیژندل شوې. بارونیس هیلنا کیڼدي کیو سي له تېرو ۴۰ کالو راهیسې وکالت کوي. هغه د بشري حقونو د نړیوال انسټیټوټ چې په دې وروستیو کې یې افغانستان کې له خطر سره مخامخو مېرمنو سره مرسته وکړه، مشره ده.

    هغه څو کاله په اکسفورډ پوهنتون کې د منسفیلډ کالج سرمعلمه وه او د بشري حقونو انسټیټوټ جوړولو مسوولیت یې درلود.

    بارونیس کېنډي په دې اړه چې څنګه عدلي سیستم مېرمنې پاتې راولي بېلا بېل کتابونه خپاره کړي دي

    *زموږ بشري حقونه تر هغه بې مانا دي چې زموږ د دوسیو د استدال لپاره وکیلان او خپلواک قضایان نه وي او ښځې او نارینه هغوی وازمايي.

  • مېلېنډا فرینچ ګیټس

    امریکا بشرپاله او سوداګره

    بشرپاله، سوداګره او د ښځو او نجونود حقونو نړیواله مدافع. مېلېنډا فرینچ ګیټس په نړۍ کې د بشرپالې د یوه لوی بنسټ مشري کوي. د بل او ملنډا ګیټس بنسټ مشره ده.

    هغه د پانګونې د یوې کمپنۍ بنسټ اښودونکې هم ده چې د ښځو او کورنیو د ودې لپاره کار کوي. هغه د ژوند شیبه په نامه کتاب چې ډېر پلورل شوی لیکواله هم ده.

    فرینچ ګیتس د کمپوټر سایسن په برخه کې زده کړې کړي او د ډیوک له پوهنتونه یې ماسټري اخیستې ده. هغې مخکې له دې چې د خپلې کورنۍ او بشردوستانه چارو په خاطر د مکروسافټ کمپنۍ نه ووځي یوه لسیزه د محصولاتو پر تولید کار وکړ.

    *د کورونا وبا په نړۍ کې نابرابرۍ څرګندې او لا پسې زیاتې کړې. د بیا ژغورنې په لړ کې د ښځو او نجونو ګومارل به نه یوازې اوس مهال کړاونه کم کړي بلې د یوه پیاوړي راتلونکې لپاره به بنسټ کېږدي.

  • ننفو وانګ

    چین فلم جوړونکې

    په اصل کې د چین د یوه لرې پراته کلي اوسېدونکې او داسې فلم جوړونکې ده چې فلمونو یې جایزې هم ګتلي او اوس په امریکا کې ژوند او کار کوي.

    د مجرمې مرغۍ په نامه د هغې لومړنۍ فلم په ۲۰۱۶ کال کې د تر ټولو ښو مستندو فلمونو د جایزې لپاره لست کې شامل شوی و. هغې په ۲۰۱۹ کال کې د یوه ماشوم ملت په نامه او ۲۰۲۱ کال کې د ورته ساه په نامه فلم ډایریکټري هم کړې ده. د ورته ساه فلم په دې اړ دی چې د امریکا او چین حکومت د کورونا وبا ته څنګه غبرګونونه وښودل.

    وانګ په بې وزلې کې لویه شوې، خو د شنګهايي، وهایو او نیویارک پوهنتونو کې یې درې ماسټرۍ کړې دي. هغې ته په ۲۰۲۰ کال کې د مک ارتر جایزه په دې خاطر ورکړل شوه چې د داسې شخصیتونو په اړه یې مطالعات پیل کړل چې د استبدادي حکومتونو، فساد او حساب ورکولو د نشتوالي اغېزې څېړي.

    *ټوله نړۍ لیواله ښکاري چې بېرته نورمال احساس کولو ته ستنه شي. خو هغو حالات چې موږ نورمال ګڼل بحرانونه رامنځ ته کړل او اوس موږ په کې ژوند کوو.

  • این سویي مئ

    میانمار دموکراسي پلوه فعاله

    اين سويي مئ (چې اصلي نوم يې نه دی)، د ميانمار پوځ له خوا له نيول کېدووروسته شپږ مياشتې په بند کې وه چې په وروستيو کې د عفوې د يوه پروګرام له لارې خوشي شوه. نوموړې دتحقیقاتوپه یوپوځي مرکز اود اېنسین په نامه یوبدنامه زندان کې بندي وه ،او وايي چې هلته ورباندې ډېرسخت وخت تېرېده او ادعاکوي چې له روحي او فزيکي پلوه شکنجه شوې وه.

    له هغه مهال راهیسې چې له زده کوونکې وه هغې په ګڼو کمپاینونو کې برخه اخیستې. د فبرورۍ په لومړۍ نیټه له پوځي کودتا وروسته سويي مئ په فعاله توګه له هغه کمپاین سره یوځای شوه چې د پوځ په مخالفت کې پیل شوی و. هغې په فبرورۍ او مارچ میاشت کې د "چوپې خولې" په احتجاجونو کې هم برخه اخیستې وه.

    له خوشي کېدو وروسته هغې بیا خپل سیاسي فعالیتونه پیل کړي دي.

    *که نړۍ بدلیدلی شي نو غواړو داسې یې بدله کړو چې په بریالیتوب سره پر کورونا وبا لاسبري شو او یوه سوله ییزه ټولنه رامنځ ته کړو. موږ هیله من یو چې په نړۍ کې ټولې دیکتاتورۍ له مینځه لاړې شي، ريښتني او سوله ییزه دیموکراسي رامنځ ته شي.

  • موګ دها کلرا

    هندوستان دومره توپېر نه لري په نامه موسسې یوه بنسټ ایښودنکې

    د اوټیزم د حقونو فعاله او په اوټیزم د اخته یوه ۱۲ کلن ماشوم مور موګ داها کلرا دومره توپېر نه لري بنسټ یوه له بنسټ ایښودونکو ده. دا بنسټ د هغو ماشومانو لپاره کار کوي چې له نورو سره په ښکیدو او پوهېدو کې ستونزې لري، هغه د داسې یو ډول ته زړپورې چارې خلاقه ده چې له ټولو ماشومانو سره مرسته کوي چې پر اوټیزم ښه پوه شي او پرې اخته ماشومانو سره ملګري شي.

    هغه دغه زاز بک سټیج په نامه اپ چې له نورو سره ښکیدو په اړه دی د مطالبو د خپرولو مشره ده.

    *د کورونا وبا په نړۍ کې اوه میلیارده وګړي اړ کړل چې یو ګډ حقیقت ومني او یوازې ژوند وکړي خو له یو بل سره د ګډې ځوردنې په وسیله تړلي پاتې شي. زه غواړم چې خپلې تجربې له نورو انسانانو سره د لا خواخوږۍ په موخه شریکې کړم.

  • باربرا سمولینسکا

    پولنډ متشبثه، د نانځکو جوړونکې

    حقیقت ته نژدي نانځکې له ځینو هغو ښځو سره مرسته کوي چې ماشوم یې ضایع شوی او یا له لاسه ورکړي وي، له هغو ښځو سره مرسته کوي چې په اصطراب، ژور خپګان او یا هم ماشوم زېږولو برخه کې ستونزه لري. پولنډۍ باربرا سمولینسکا داسې هنرمند ده چې حقیقت ته نژدي نانځکې جوړوي چې د ښځو د علاج لپاره وکارول شي.

    دې پخوانۍ موسیقي غږونکې د سینګار په برخه کې مسلکي رزونه ترلاسه کړې او د بیا زېږدولو خوږ ماشومانو په نامه د کمپنۍ بنسټ ایښودونکې ده. د هغې په لاس جوړې شوې نانځکې ان په فلمونو کې هم کارول شوې او پر مسټ یې په روغتیايي سکتور کې ډاکټرانو، نرسانو او قابلو ته زده کړې ورکړل شوې دي.

    سمولینسکا خپل هنر سره مینه لري او ګومان کوي چې د هغې پنځوونې ښځو ته هیله ورکوي او د هغوی عصبي روغتیا ښه کوي.

    *زه غواړم چې خلک لا ډېر خواخوږي شي، د هغه څه په اړه ازاد وغږيږي او زغم ولري چې له نورو سره پرې اخلاف لري، بیا زېږدلو نانځکو په وسیله ډېرو ښځو سره مرسته کېدای شي.

  • سویدا التونولوک

    ترکیه د ګولبال مسلکي لوبغاړې

    له زېږېدو راهیسې معلوله سویدا التونلوګ د ګولبال مسلکي لوبغاړې ده. په ګولبال کې درې نابینا کسان یا هغه چې سترګو لید یې کمزوری وي له ورته دریو نورو کسانو سره لوبه کوي او توپ د هغوی ګول ته وراچوي.

    د معلولینو په اولمپیک لوبو کې هغه په نړۍ کې د ګولبال تر ټولو ښه لوبغاړې نومول شوې. هغې دوه ځلې د معلولینو په اولمپک لوبو کې، او څلور ځلې په اروپايي اتلولیو کې برخه اخیستې او ډېر ګولونه یې کړي دي. التونولګ په ۲۰۱۶ کال کې په ریو کې او په ۲۰۲۰ کال کې په ټوکیو کې د ترکیې له ښځینه لوبدلې سره مرسته وکړه چې مډالونه وګټي.

    د اناتولیا په توکات کې زېږدلې او خپلې زده کړې یې د فزیک برخه کې انقره کې بشپړې کړې دي.

    *معلولیت ته باید د یوه خنډ په سترګه نه بلکې د ځان ثابتولو د یوه فرصت په توګه وکتل شي.

  • میا کریسنا پراتیوي

    اندونیزیا چاپیریالپوهه

    دغه چاپیریالي فعاله په بالي ټاپو کې له یوې غیردولتي بنسټ سره د پلاستکي کثافاتو له امله رامنځ ته شوي بحران د له مینځه وړلو برخه کې کار کوي. له سیمه ییزې ټولنې سره یوځای نوموړی بنسټ د کثافاتو د ټولو لپاره یوه ډیجټلي سیستم (اپ) جوړ کړی چې له مخې یې کثافات په ښه ټول ټولېږي، پروسیس کېږي او کثافاتو ټولو د مدیریت لپاره معلومات ټولوي.

    میا کریسنا پاروتي د چاپیریالي انجینرۍ په برخه کې زده کړې کړي. هغه په سیمه کې د ورځنیو کثافتو ټولو د عملیاتي چارو د څارنې مدیرې په توګه کار کوي.

    هغه دغه راز په اندونیزیا کې د چاپیریال ساتنې له ملي بنسټ سره د چاپیریال څیړونکې په توګه کار کوي.

    *په بالي کې د تېري هیټا کرانا د فلسفې په جذبه راځئ ځمکې ته چې مور ده توازن او مساوات بېراته راوړو. موږ ښايي د ککړتیا ستونزه رامنځ ته کړې وي، خو موږ یې باید بېرته هم هواره کړو.

  • لېمه آفشید

    افغانستان شاعره

    لېمه افشید هغه افغانه شاعره او لیکواله ده چې بېلابېلې جایزې یې ګټلي او په خپلو شعرونو او لیکنو کې یې د افغانستان په نارینه سالاره ټولنه کې نورمونه ننګولي دي.

    لېمه افشید هغه افغانه شاعره او لیکواله ده چې بېلابېلې جایزې یې ګټلي او په خپلو شعرونو او لیکنو کې یې د افغانستان په نارینه سالاره ټولنه کې نورمونه ننګولي دي.

    هغه د کابل په پوهنتون کې د شاعرانو د ټولنې غړې ده. دې ټولنې د کورونا وبا پرمهال د اېنټرنېټ له لارې مشاعرې جوړولې او له خپلو څه باندې ۲۰۰ غړو سره یې مرسته کوله چې د روغتیايي کړکېچن حالت سره سره خپل اجتماعي احساس وساتي.

    *د افغانستان نسکورېدل داسې دي لکه چې بیا په هماغه خټه کې غرقېږو چې په تېرو شلو کالو کې موږ ترې د وتلو هڅه کوله. زه هیله منه یم چې د ونې د یوې څانګې په توګه په ځنګل کې ځان رڼا ته ورسوو.

  • تلالېنګ موفوکېنګ

    جنوبي افریقا روغتیايي حقونوپه اړه د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې

    مینه وال یې ډاکټره ټي بولي، هغه د طب ډاکټره او د جنسي او ماشوم زېږولو روغتیا په برخه کې د ښځو د حقونو فعاله ده، روغتیا ته د عمومي لاسرسي، اچ ای وي ناروغانو پالنې او د کورنۍ د پلان کولو خدمتونو لپاره مبارزه کوي.

    ډاکټره تلانګ موفوکېنګ اوسمهال د فزیکي او روحي روغتیا د حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونوځانګړې راپور ورکوونکې ده- لومړنۍ ښځه، لومړنۍ افریقايي، او یو له ځوانو کسانو ده چې دا مقام یې ترلاسه کړی. هغه د ډاکټر ټي:جنسي روغتیا او خوند کتاب لیکواله هم ده چې ډېر پلورل شوی دی.

    موفوکېنګ د نفوس او ماشوم زېږونې په برخه کې د بېل او مېلېنډا ګېټس انسټیټوټ لخوا، د کورنۍ پلان کولو د ځوانو اتلانو له ۴۰ کلو ټیټ عمر۱۲۰ کسانو په کتار کې د ۲۰۱۶ کال له جایزو ګټونکو څخه وه.

    *زه څه ډول غواړم نړۍ بېرته سمه شي؟ د ځان- پالنې (له لارې) ټولنې سره مینه.

  • منجولا پردیپ

    هندوستان د بشري حقونو فعاله

    د هند د ترټولو محرومو ټولنو د حقونو لپاره مدافع وکیله او فعاله.د ګجرات د دلېت یا ټیټ ذات یوې کورنۍ څخه ده، منجولا پرادیپ د ذات او جنسیت پر بنسټ د توپیري چلند پر خلاف د خپلو کارونو له امله شهرت لري. د نوسر جات بنسټ د اجرايي مشرې په توګه یې خدمت کړی، چې د ټیټ ذات خلکو (پخوا د بې هویته خلکو په نامه یادېدل) د حقونو لپاره د هند تر ټولو ستر سازمان دی.

    سږکال، هغې د ښځينه مشرانو د ملي شورا بنسټ ایېښودو کې ونډه درلوده.د ځوانانو د هدف ټاکنې او ښکېلتیا معقول اقدام (Wise Act of Youth Visioning and engagement) ټولنې بنسټ یې هم کېښود، چې غواړي د هېواد ګوښه کړل شوي ځوانان ځواکمن کړي.

    د ټیټ ذات خلکو سره د پېوستون نړېوالې شبکې غړې وه، د نژاد پالنې پر ضد د ملګرو ملتونو نړېوال کنفرانس کې یې د ټیټ ذات خلکو حقونه روښانه کړل.

    *زه غواړم نړې بیاسمه شي چې مهرباني او مینه ولري، د محرومو ټولنو ښځې د یوې سوله ییزې اوعادلانه ټولنې پر لور مخکښ رول ولوبوي.

  • ساقي قهرمان

    ایران شاعره

    ایراني کاناډایۍ لیکواله، د ایران کویر سازمان مرستیاله بنسټ ایښودونکې او مشره.

    د کاناډا په په ټورنټو کې میشت دا سازمان د هغو همنوږو، د دوه جنسه او نرښځیو د حقونو د دفاع لپاره کار کوي چې په ایران کې ژوند کوي یا هم په جبري ډول له هېواده تبعید شوي دي. دا سازمان دغه راز په ایران کې د همنوږو له حقونو نه سرغړونې هم څاري.

    شاعرې ساقي قهرمان په ۲۰۱۰ کال کې ګېلګم شان په نامه د خپرندویه ټولنې بنسټ کېښود چې ایران کې یې د همنوږو لپاره ادبیات خپرول. هغه په نړیواله کچه پیژندل شوې مدیره، شاعره او د څلورو کتابونو او ګڼو مقالو لیکواله ده. د ننګونو نرمونو لپاره د قهرمان کارونه چې د تضاد په اړه دي پیژندل شوي.

    *کله چې نړۍ بدلېږي باید موږ ټول په کې شامل اوسو. نړۍ له کوېډ-۱۹ نه هغه مهال خلاصېدای شي چې موږ همنوږي، دوجنسه او نرښځیان هم په هغو ویاړونو کې شامل کړو چې ځیني خلک یې یوازې خپل حق ګڼي.

  • مولو میفسین

    ایتوپیا نرسه

    له څه باندې لسوکالو راهیسې نرسه ده، مولو میفسین اوس په میکالي کې د یوه تمځای په نامه مرکز کې کار کوي. مکالي د ایتوپیا د جنګ ځپلې سیمې ټېګري سیمه ییز مرکز دی. په دې مرکز کې د تاوتریخوالي ښکار شویو کسانو او د جنسي ځورونې قربانیانو ته د رواني ستونزو او قانوني برخو کې خدمات وړاندې کېږي.

    درې کاله وړاندې میفسین په ټېګري کې د ځوانو نجونو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کمپاین پیل کړ، هغه موضوع چې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د پیل شوې کورنۍ جګړې سره په ډېرېدونکي ډول رامنځ ته شوې ده.

    سره له دې چې به خپله هم ځورول شوې، نرسه میفسن په دې هیله خپل کار ته دوام ورکوي چې یوه ورځ به سوله بېرته ټینګه شي.

    *زه غواړم نړۍ بدله کړم، ټولو کړکېچونو ته د پای ټکی کېږدم او هېوادونه وهڅوم چې د وسلو د پلور پرځای د سولې او مذکراتو لپاره کار وکړي. دغه راز غواړم هغه قوانین پلي کړم چې پر ښځو او نجونو تېري کوونکوته جزا ورکوي.

  • پېپر سټیج نیلسن

    د امریکا متحده ایالات دعامه ستراتیژیو افسره - خوندي ټلواله

    د سافي تلواله د ټکساس ایالت په اسټن کې ده. د عامه ستراتیژیو جګپوړی افسره پېپر سټیج نلسن له ټولنو سره کار کوي چې پر ماشومانو د تېرویو، جنسي ځورونو، کورني تاوتریخوالي او د فحشا لپاره د قاچاق مخه ونیسي.

    دا سازمان د جنسي تېریو له هغو ځوانو قربانیانو سره خبرې کوي چې نور نه شي کولای د ماشوم د ضایع کولو خدماتو ته لاسرسي ولري ځکه چې په ایالت کې د نوي قانون له مخې د ماشوم له شپږ اونۍ کېدو وروسته نه شي ضایع کېدای.

    سټیج نلسن خپل ژوند د ښځو او نجونو حقونو ته د ودې ورکولو لپاره وقف کړی دی. هغې د پخواني ولسمشر له میرمنې میشل اوباما سره "نجونو ته اجازه ورکړئ زده کړه وکړي" تر عنوان لاندې یوه نوښت کې او "اینيس لست" لپاره چې د سیاسي اقداماتو یوه کمیټه ده او په سیاست کې د ښځو د بریالیتوب په برخه کې فعالیت کوي کار هم کړی دی.

    *کوېډ-۱۹ وار دمخه یو ټولنیز بدلون رامنځ ته کړی دی. خلک ځان وسمن احساسوي او د هغه څه په اړه خپل غږ پورته کوي چې فکر کوي مهم دي. اوس ننګونه دا ده چې هر نارینه، ښځه او ماشوم ته د جنسي خودمختارۍ او ارزښت په اړه یې پوه کړای شي.

  • یوما

    ترکمنستان اروا پوهه

    هغه په تېر اګست کې په دې خاطر اړه کړای شوه چې له روسیې نه ووځي چې هغې د سوپر مارکیټ په هغه اعلان کې برخه اخیستې وه چې کورنې یې په کې د همجنس خوښونکو/همنوږو په مظاهرې لېدل کېږي. هغه چې یوه روانپوهه او د همنوږو د حقونو فعاله ده اوس په اسپانیا کې ژوند کوي.

    یوما په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغه فعاله شوه چې روسیې د همجنس ښوونکو د پروپاګند قانون تصویب کړ. دا قانون کوچنیانو ته د غیر دودیز جنسي اړیکو ښوول منع کوي.

    هغه له هغو چیچنیانو سره له رواني پلوه مرسته کوي چې وايي په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال کې د روسیې له خوا شکنجه شوي دي. هغه دغه راز په روسیه کې د همنوږو د جنشنونو او غونډو ملاتړ هم کوي.

    *په زوره ګوښي کولو ښوولې ده چې نژدې اړیکې څومره مهمې دې. دا مانا لري چې هغه څه چې موږ په نړۍ کې کوو هغه د خپلو عزیزانو لپاره کوو.

  • نټالیا پاسترناک تاشنر

    برازیل مایکروبیولوژیسته او ساینسپوهه

    هغې د کورونا وبا پرمهال په برازیل کې له میلیونو کسانو سره په ورځپاڼو کې د لیکنو، راډیويي او تلویزوني پروګرامونو له لارې ژوند ژوغورنکي معلومات شریک کړل.

    نټالیا پاسترناک د ساینسي مطالبو لیکواله، ساینسپوهه او مایکروبیولوژیسته ده. هغې له ساو پاولو له پوهنتون نه د بکتریايي میراث پوهنه کې دوکتورا اخیستي. د هغې د کار د کفیت له امله هغې د نړۍ مشهور عصبي کارپوه او د ساینسي مطالبو لیکوال سټوارټ فریسټاین بلنه ورکړه چې د کولمبیا پوهنتونه ته ورشي.

    هغه دغه راز (د سایسن ادارې ته د پوښتنې) په نامه د یوه بنسټ مشره او بنسټګره ده. دا نادولتي موسسه په عامه تګلارو کې د ساینسي شواهدو د ځای پرخای کولو په برخه کې کار کوي.

    *د هالي کاسټ د یوې لمسۍ په توګه زه پوهېږم چې استبدادي حکومتونه له خلکو سره څه کولای شي. په برزایل کې د وبا پر مهال د ساینس په اړه زما ونډه وه چې هېڅکله ژوند مه هېروئ.

  • نتاشا اصغر

    بریتانیا د ویلز د پارلمان غړې

    هغې سږکال تاریخ جوړ کړ چې په ۱۹۹۹ کال کې د ویلش پارلمان له جوړېدو راهیسې لومړنۍ ښځه شوه چې پارلمان ته غوره شوه.

    د محافظه کاره ګوند غړې او د سویل ختیځ ویلیز لپاره د پارلمان سیمه ییزه غړې نتاشا اصغر اوس په مخالف ګوند کې د ترانسپورت او تکنالوژۍ وزیره ده. نوموړې هیله منه ده چې د سفر کولو لپاره داسې کارتونه جوړ شي چې د ویلیز سیمه ییز خلک او ویلیز ته تلونکي سیلانیان وهڅوي چې عامه ترانسبورت وکاروي له دې سره اقتصادي وده وشي.

    سیاست ته له راتګ نه مخکې، هغې د یوې بانکدارې، تلویزون د ویاندې او راډیويي ډي جي په توګه دندې ترسره کړې او د دوو کتابونو لیکواله هم ده.

    *یو موټي شئ، موږ باید د نوري نورمال حالت لپاره سخته لاره ووهو او هغه فرصتونه خپل کړو چې زموږ د ژوند د کار کولو لپاره خوشبینۍ لري.

  • ایما دیوفلیس

    نامیبیا سیاستواله

    هغه په افریقا کې یه تر ټولو کم عمره د کابینې غړې شوه. د ټاکل کېدو پرمهال ۲۳ کاله عمر یې درلود. ایما اناموتیلیا دیوفلیس د پارلمان غړې او د اطلاعاتو او مخابراتي تکنالوژۍ وزارت مرستیاله ده. هغې ته د کوېډ-۱۹ په اړه د دولتي پیغامونو د رسولو دنده سپارل شوې ده.

    له دې نه مخکې هغه یوه ځوانه فعاله وه چې د ښځو او نارینه و د مساوي حقونو، ماشومانو د حقونو او د دوامداره پرمختګ لپاره یې کمپاین کاوه. هغه ځوانانو په پارلمان کې ویانده وه او د وینډهویک ښار چې هملته زېږدلې هم ده ټیټ پوړې ښاروله وه.

    دیوفلیس د حقوقو په برخه کې د نامیبیا له پوهنتونه د زده کړو سند لري او د سویلي افریقا له پوهنتون نه یې د فیمینزم او جنسي مطالعاتو په برخه کې دیپلوم اخیستی دی.

    *په بیړې کولو سره نړۍ بدلیدلی شي. موږ باید هغو پلانونو د پلي کولو لپاره بیړه وکړو چې له کلونو راهیسې مو جوړ کړي. د وخت د ضایع کولو وخت نشته. په حقیقت کې وخت مو له لاسه وتلی دی.

  • تانیا موزیندا

    زمبابوی موټر سایکل ځغلوونکې

    د موټر سایکل ځغلوونکو په نړۍ کې چې تر ډېره په کې نارینه دي، تانیا موزیندا په خپل هېواد کې د موټر سایکل ځغلولو د اتلولۍ اتله شوه. په ۱۹۵۷ کال کې د دې اتلولۍ له پیلېدو راهیسې لومړی ځل دی چې د زمبابوی یوه ښځینه موټرسایل ځغلوونکې دا اتلولي ګټي.

    هغې له خپل پلار نه چې هغه هم یو موتر سایکل ځغلونکی و الهام اخیستی او له پنځه کلنۍ نه یې د موټرسایکل ځغلولو زده کړه پیل کړې وه. اوس هغه ۱۷ کلنه ده. تانیا هیله منه ده چې لومړنۍ تور پوستې افریقايي ښځه شي چې د موټرسایکل ځغلولو نړیواله اتلولي وګټي. په ۲۰۱۸ کال کې د افریقايي اتحادیې لخوا هغې ته د جونیر(ټیټ پوړې) سپورت میرمنې تاج ورکړل شو.

    د موټر سایکل ځغلولو ترڅنګ هغه په خیریه چارو کې هم ښکیله ده. هغه په حراري کې د ۱۰۰ زده کوونکو فیس ورکوي چې ښوونځیو ته لاړ شي.

    *زه نه غواړم چې نړۍ بدله کړم، دا هېڅکله ښه کار نه دی، تل یو څه ښه یو څه بد وي. راځۍ اوسنۍ ستونزې هوارې کړو چې راتلونکي نسلونه اړ نه شي چې زموږ په څېر هر شي سره مبارزه وکړي.

  • اېلیسا لونکون انتیلیو

    چیلي د اساسي قانون د کنونسیون مشره

    په ۲۰۲۱ کال کې د چیلي د نوی اساسي قانون د لیکلو لپاره د چیلي د اصلي خلکو د ۱۷ استازو په ډله کې غوره کړای شوه. ایلسا لونکون انټیالیو یوه ژبپوهه، ښوونکي او اکاډمیکه ده. هغه د اساسي قانون د کنونسیون مشري کوي. په لومړي ځل د چیلي اصلي خلکو د خپلو قومونو په استازیتوب په عامه خدماتو کې برخه واخیسته.

    لونکون د خپل هېواد د تر ټولو لویې ټولنې سره تړاو لري. د مپوچي ټولنه د پلورینیشنل دولت ملاتړ کوي چې د هېواد اصلي ټولنو ته یې خوندیتوب او حقونه ورکړل او د هغوی کلتور او ژبې یې وپیژندې.

    سره له دې چې په بې وزلۍ کې لویه شوې او له توکمیز تبعیض سره مخامخ شوې ده، هغه په بشري علومو کې دوکتورا لري او اوس د سانتیاګو په پوهنتون کې پروفیسوره ده.

    *د کورونا وبا پرمهال هره ورځ مرګ له نژدي لیدلو وروسته سخته اړتیا ده چې د انسانانو او نورو موجوداتو لپاره مساوي حقونه باوري کړای شي. زموږ ژوند د ځمکې چې مور ده سرچینو پورې تړلی دی. په دې سرچینو کې اوبه، ځنګلونه، مچۍ او ان میږي هم شامل دي.

  • البا ریوډا

    ارجنټاین د نرښځیو د حقونو فعاله

    لومړنۍ نرښځۍ فعاله ده چې په خپل هېواد کې لوړه دولتي څوکۍ لري. البا ریوډا د ارجنټاین د ښځو چارو وزارت کې د جنسیت او بدلون د تګلارو مرستیاله ده.

    یوه فعاله او اکاډمیکه، هغه په ارجنټاین کې د نرښځیو د سازمان څېره ده. یو داسې سازمان چې نرښځیو ته یې د کاري فرصتونو لپاره کمپاین کاوه او هغوي ته یې د عامه سکتور د ۱ سلنې دندو د ورکړې لپاره طرحه جوړه کړه. دغه مشهورې طرحې په کانګرس کې پراخ ملاتړ خپل کړ او د ۲۰۲۱ کال په جون کې قانون بشو.

    په ۲۰۱۹ کال کې ریوډا یو کاتولیک پادري د دې لپاره محکمې ته کش کړ چې د هغې له ملي هویت پاڼې سره سم یې د هغې په اړه په کلیسا کې د اسنادو له بدلولو نه انکار کاوه.

    *۲۰۲۱ کال د نابرابریو پر بیا پیدا کېدو ژوره اغیزه لرلې ده. موږ باید د داسې تګلارو ملاتړ وکړو چې د نرښځیو حقونه په کې خوندي وي او موږ ته اجازه راکوي چې یو بل ډول اړیکې جوړې کړو او په دې توګه په ګډه د ټولنې خدمت وکړو.

  • کترین کورلېس

    ایرلینډ ځايي تاریخپوهه

    د ګالوې په سیمه کې یې له مور او ماشوم سره د ښې مرستې مرکز کې د ۷۹۶ماشومانو د مړینې پلټنه وکړه او د عزت او صداقت د لارې د مبارزې په نوم مشهوره شوه.د یوې اماتوره تاریخپوهې په توګه، کترین کولېس ډېرې سختۍ وګاللې، په کلونو یې پلټنې وکړې چې د ناواده شویو ميندو لپاره د ایرلینډ یوې موسسې په پخواني ځای کې یو ډله ییزه قبر راڅرګند کړي، چې پکې په سلګونو کوچني ماشومان ورک شوي وو او له ۱۹۲۰ تر۱۹۵۰ کلونو پورې د هغوی خاورو ته سپارل کېدو په اړه کوم شواهد نه وو موجود.

    سږکال، بالاخره د دغو موسسو په اړه، چې زیاتره یې د کاتولیکو راهبو لخوا اداره کېدې، یو راپور وموندل چې د راز راز ناروغیو له امله په ډېره وحشتناکه کچه ماشومان مړه شوي وو، چې له امله یې د ایرلېنډ حکومت بښنه وغوښته.

    کورلېس د ایرلینډ د حقوقپوهانو له ټولنې څخه د هغې د "استثنايي بشردوستانه خدمتونو" په رسمیت پېژندنې په خاطر د بشري حقونوجایزه ترلاسه کړه.

    *که مې نړۍ بیا سمولای شوای، د "شرم" کلیمه به مې بیخي له منځه وړی وای. په قاموس کې یې د "سپکاوي یو دردناکه احساس" په توګه تعریفوي، داسې یو احساس چې ستاسو ټول ځان ناسم دی. دا د څو- حرفونو یو لغت دی چې اتومي انرژي لري.

  • رېبېل ویلسن

    اسټرالیا ممثله، لیکواله او پروډیوسره

    د هالیووډ ستره ستورې: ممثله، لیکواله، پروډیوسره او ډایرېکټره -او له حقوقو فارغه شوې.- د تمثیل دنده یې د سېډني پرسټېجونو پېل شوه، چې معمولا به یې هلته خپل اثار لیکل، او مخکې له دې نه چې په ۲۰۱۰ کې د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړه شي د اسټرالیا په کومېډي برخه کې یې شهرت وموند.

    په هالیووډ کې یې لومړی کار، دناوې ملګرې په نوم یوه کومېدي فلم کې و چې ټولې کارکونکې یې ښځې دي. د اوسکار جایزې ګټونکي فلم جوجوسوی کې یې هم رول درلود، خو ښايي تر ډېره یې د چاغې امي په نوم په نامتو موزیکال درېګونې فلم، پېچ پرفېکټ کې نوم واېسته ( دافلم په درې ګونوکې دویم شو او کله چې په ۲۰۱۵ کې خپور شو د موزیکال کومېدي فلمونو په کتار کې یې بېسارې کچه بېسې وګټلې).

    په ۲۰۲۲ کال کې به ویلسن خپل لومړنی فیچري فلم ډاېرېکټ کوي.

    *تنوع، درناوی او ټول شمولیت باید د ژوند د ټولو ساحو حتمي برخه وي.

  • اولویمي ادېتیبا-اوریجا

    نایجریا دهېډفورت موسسې بنسټګره

    جنايي وکیله اود هېډفورت حقوقي بنسټ چې ټولې کارکوونکې يې ښځې دي بنسټګره ده، چې وړیا حقوقي خدمتونه وړاندې کوي.

    لېګاس مېشته، څلورکسیزه حقوقي ډله له زندانونو څخه کتنه کوي چې بېوزلو او په ناحقه بندي شویو کسانو سره مرسته وکړي چې د ضمانت پېسو ورکولو وس نه لري، همدا راز هغه اتباع چې له محاکمې مخکې د اوږدې مودې لپاره موقتي بندیان وي (نایجریا کې، هغه کسان چې محاکمې ته انتظار باسي د ټولو زندانیانو تقریبا۷۰ سلنه کېږی). اولویمي ادېتیبا-اوریجا او د هغې ملګرې ډله کم عمره مجرمانو ته پام کوي، له زندانه بهر ورته د ژوند یو بل فرصت ورکوي.

    په ۲۰۱۸کې دغه بنسټ د خپل کار له پېل راهیسې، له ۱۲۵ ډېرو خلکو ته چې په کوچنيو جرمونو تورن وو وړیا حقوقي مرستې برابرې کړي.

    *د نړۍ د سمون لپاره، باید موږ ټول یو رول ولوبوو! وغږېږو، د ښو هدفونو پلوي او ملاتړ وکړو او د نړۍ لپاره ازادي او خوندیتوب ډاډمن کړو.

  • مارسېلینا باوتیستا

    مکسیکو د اتحادیې مشره

    مار سېلینا باوتیستا چې خپله پخو ایوه کورنۍ کارګره وه، د مکسیکو د کورنیو کارګرانو د ملاتړ او روزنې د مرکز مدیره ده، چې دې یې۲۱ کاله وړاندې بنسټ ایښی و. هغه د دې لپاره مبارزه کوي چې دوی ته هغه حقونه ورکړل شي چې نور کارګران یې لری، لکه منصفانه معاش او د ناروغۍ پر مهال رخصتي، او چې د دوي په ټولنیز موقف کې ښه والی راولي.

    د هغې په نوښت کې د کارګرو، کار ورکوونکو او د ټولنې غړو لپاره پوهنه روزنه شامله ده. باوتیستا په هغو خبرو اترو کې فعاله برخه درلوده چې د دې سبب شوې چې د مکسیکو حکومت په رسمي ډول د کار نړېوال تړون سره یو ځای شي چې کورني کارګران له استثمار، تاوتریخوالي او د کار ناخوندي شرایطو څخه ساتي.

    په ۲۰۱۰ کې د جرمني د فرېدریخ اېبرت ستېفتونګ موسسې هغې ته د بشري حقونو نړېواله جایزه ورکړه.

    *د نړۍ بدلول د میلیونونو کورنیو کارګرانو د حالت بدلولو په مانا دي، زیاتره یې هغه ښځې دي چې په کورنو کې کار کوي پداسې حال کې چې نور په خپل مسلک کې پرمختګ کوي. دا ټولنیزه نابرابري یواځې هغه مهال پای ته رسېدای شی چې د کورنيو کارګرانو کار په رسمیت وپېژندل شي.

  • مینګ- نا وېن

    مکاو ممثله

    په کارتونې فیچري فلمونو مولان (۱۹۹۸) او مولان ۲(۲۰۰۴) کې د فامولان غږ و، مېنګ -نا وېن په امریکايي نامتو طبي ډرامې اي ار او د تصور وړ نه فلم کې هم لوبېدلې، د امریکايي تلویزیونې محدودې فلمونو څخه چې مخکښه لوبغاړې یې اسیايي- امریکايي ده.

    اوس هغه د ډېزني پلس نامتو سریال، مندالورین کې د فېنېک شاند په رول کې لوبېږي، اوپه راتلونکي سریال، د بوبا فېت کتاب کې به هم راڅرګنده شي. ۲۰۱۹ کې مېنګ -نا د ډېزني د یو ستوري په توګه ونومول شوه.

    په نظر کې دي چې په ۲۰۲۲ کې د هالیووډ په پلې لارې کې د نامتو کسانو تر څنګ د دې په نوم یو ستوری نصب شي.

    *پرشاتګ یو واقعي انتخاب ندی، نو ولې باید پرشا ولاړ شو؟ زه باور لرم چې هر څه د یوه علت له مخې پېښېږي. هره نوې ورځ یو نوی پېل دی. نو نن ورځ له شکر او مننې سره ژوند وکړئ.

  • وېرا وانګ

    د امریکا متحده ایالتونه د فېشن ډېزاینره

    د ناوې د لباسونو نامتو ډېزاینره او له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې د فېشن مخکښه، وېرا ایلېن وانګ خپل کاروبار پراخ کړ، عطر، نشرول، د کور ډېزاین او نوریې پکې شامل کړل.

    هغه په نیویارک کې له چینايي والدېنو زېږېدلې او په ووګ مجلې کې د فیشن مشره اېډېټره وه او وروسته د رالف لورېن لپاره د ډېزاین مدیره شوه. هغه پرکنګل باندې نڅا کې استعداد لري او په ځوانۍ کې یې مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې.

    هغه د امریکا د فیشن د ډېزاینرانو د نامتو شورا غړې ده، چې دا یې د ۲۰۰۵ کال د ښځو د لباسونو ډېزاینرې په توګه نومولې وه.

    *دقیقا یوشی دی چې موږ یې پر وړاندې زیان منونکي یوو. هر څومره ژر چې موږ ټول وکولای شو د ځمکې ساتنې لپاره په ګډه کار او هڅه وکړو- او په فکری او وجودي توګه، خپل ژوند وژغورو- ښه به وي.

  • خور ان روز نو تاونګ

    میانمار کاتولیکه راهبه

    دا کاتولیکه راهبه میانمار کې د پوځ له واکمن کېدو وروسته د هېواد د اعتراضونوپه سمبول باندې بدله شوه کله چې یې د پولیسو پر وړاندې ګونډې ووهلې چې اعتراض کوونکي وژغوري اوددې په کلیساکې پناه واخلي.

    د دې یوعکس چې لاسونه یې پراخ نیولې او په وسلو سمبالو پولیسوافسرانو مخې ته ولاړه ده د ۲۰۲۱ په مارچ کې په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډېرخپور شو،ا و د هغې د پراخې ستاینې سبب شو.

    خور ان روز نو تاونګ د ملکي خلکو، په تېره بیا ماشومانو د ساتنې په اړه په ډاګه غږېدلې. هغه د یوې دایې په توګه روزل شوې او په تېرو شلو کلونو کې یې خپل ژوند د خلکو په خدمت تېر کړی، پدې وروستیو کې یې د میانمارکاچین ایالت کې د کورونا ناروغانو پالنه کوله.

    *له مات زړه سره شاهده وم چې میانمار کې څه پېښ شول. که یوڅه مې کولای شوای، د کوم دلیل پرته به مې ټول بندیان ازاد کړي وای او ټول خلک به مې له تبعیض پرته مساوي کړي وای.

  • اډیلایډ لالا ټام

    چین ډېزاینره

    یوه هنرمنده او د خوړو ډېزاینره چې اثارو کې یې د ژوند هغه انتخابونه څیړي چې موږ یې کوو، په تېره بیا له خوړو سره زموږ د اوسنیو اړیکوپه اړه.

    اډیلایډ لالا ټام په چین کې زېږېدلې، وروسته د هانکانګ دایمي استوګنه شوه او اوس په هالنډ کې ژوند او کارکوي. د هغې هنري اثار د خوړو د صنعتي تولید په اړه انتقادي څېړنې کوي او مصرفوونکي هڅوي چې خپل خواړه او د تولیدولو لپاره یې خپل مسولیتونه بیا وارزوي.

    ۲۰۱۸ کې، هغې هم د منصفه هیات او هم راتلونکي کې د خوړو د ډېزاین عمومي جایزه وګټله، په ګڼو رسنیو کې یې په خپلو اثارو کې د غوایانو د قصابۍ پروسه و ارزوله. هغه د ۲۰۲۱ کال د "۵۰ راتلونکو" په لېست کې ده، دا د هغو خلکو په اړه دی چې د خوړو پېژندنې راتلونکې جوړوي.

    *۲۰۲۱ کې نړۍ ډېره بدله شوه، اوس زه غواړم چې نړۍ له هغه څه سره چې موږ یې خورو او څرنګه زموږد خوراک تر مېزه رارسېږي نوره همدردي ولري.

  • مینه سمالمن

    بریتانیا کشیشه او ښوونکې

    په ۲۰۱۳ کې د تورپوستو یا نژادي اقلیتونو څخه د انګلستان په کلیسا کې لومړنۍ ښځینه مشره کشیشه شوه. اوس د انګلنډ کلیسا یوه متقاعده کشیشه او د ښوونځي ښوونکې، مینه سمالمېن د دې لپاره مبارزه کوي چې د بریتانیا کوڅې خوندې شي او پولیسو کې اصلاحات راشي.

    ۲۰۲۰ کې د هغې دوه لوڼې ووژل شوې: نیکول سمالمېن اوبیبا هېنري د لندن په یو پارک کې د یوه ۱۹ کلن سړي لخوا په چاړه و وژل شوې. سمالمېن پر پولیسو نیوکه وکړه چې هغوی یې لومړی د ورک شویو کسانو په توګه اعلان کړي وې او ویل يې چې د دې دوه لوڼې ښايي د`نژادپالنې چلند او تبعیض قرباني شوې وي.

    هغه وايي د خپلو لوڼو قاتل یې بښلی دی: `کله چې له چا کرکه کوو نه یواځې هغوی په اسارت کې وي، تاسو هم یئ، ځکه چې فکر د غچ اخیستلو په اړه وي. زه نه غواړم هغه ته دا ځواک ورکړم.`

    *د یوې ښوونکې او یوې کشیشې په توګه، ما خپل ژوند د هغو هلکانو او نجونو روزنې ته وقف کړی دی چې خلک ورته په ټیټه سترګه ګوري. زه له تاسو ټولو غوښتنه کوم کله چې د توپیري چلند په اړه اورئ خپل غږ پورته کړئ. موږ کولای شو بدلون راولو.

  • الف شفق

    فرانسه داستان لیکونکې

    جایزه ګټونکې ترکي الاصله- بریتانوي لیکواله او د +LGBTQ د حقونو مدافعه.

    الف شفق ۱۹ کتابونه چاپ کړي لکه پدې عجیبه نړۍ کې۱۰دقیقې او ۳۸ٍ ثانیې، چې د بوکرز جایزې لپاره نومول شوی و، او د مینې ۴۰ قوانین، د بي بي سي د۱۰۰ داستانونو چې زموږ نړۍ یې بدله کړه په کتار کې راغی. د هغې اثار له ۵۰ ډېرو ژبو باندې ژباړل شوي دي.

    شفق په سیاسي علومو کې پي اېچ ډي لري او د ترکیې، امریکا او بریتانیا په پوهنتونونو کې یې درس ورکړی. په ۲۰۲۱کې`د کیسو هنر نوي کولو`کې د هغې د ونډې په خاطر ورته د هالډور لکسنېس د ادبیاتو نړېواله جایزه ورکړل شوه.

    *ختیځ او لوېدیځ- هر چېرې، موږ په سترو څلور لارو کې ولاړیو. پخوانۍ نړۍ نور نشته - د دې پر ځای چې د پرشا تلوهڅه وکړو، کولای شو یوه لاښه او لامنصفانه نړۍ جوړه کړو چې پکې هېڅوک ترشا نه وي پرېښودل شوي.

  • سوما سارا

    بریتانیا هرڅوک رابلل شوي ټولنې بنسټګره

    د "هرڅوک رابلل شوي" په نامه د انسټاګرام مشهور اکونټ او وېبساېټ، له جنسي ځورونې ژغورل شویو کسانو لپاره یو پلټفورم، د ۲۰۲۰ کال په جون کې یې د سوما سارا لخوا بنسټ ايښودل شوی. دا د قربانیانو لپاره یو پرانیستی ځای دی چې په بې نومه توګه پکې د جنسي تېري پېښې شریکې کړي، د دې لپاره چې د بریتانیا په ښوونځیو او پوهنتونونو کې جنسي تبعیض رسوا کړي او د جنسي تېري کلتور له منځه یوسي.

    دا پروژه د سارا ایورارډ له وژنې وروسته راپورته شوه، چې د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې د لندن له یوې کوڅې تښتول شوې وه ، او تر دې دمه یې له ۵۰۰۰۰ ډېرې کیسې راټولې کړې دي.

    سوما هیله لري چې د خپل کمپاين د فعالیت ساحه له علمي موسسو بهر پراخه کړي، چې له ښځو د کرکې پراخ کلچر سره مبارزه وکړي.

    *زه غواړم چې نړۍ له جنسي تاوتریخوالي ژغورل شویو خلکو کیسو ته غوږ ونیسي، ملاتړ یې وکړي او ورباندې باور وکړي.

  • مونیکا پاولوس

    پاپووا نیوګیني د جادوګرۍ تاوتریخوالي پر ضد کمپاين کوونکې

    د جادوګرۍ د تورونو او اړونده تاوتریخوالي قربانیانو سره د مرستې لپاره، مونیکا پاولوس د یو بل کس سره په ګډه د غرنيو سیمو د ښځو د حقونو د مدافعتینو شبکې بنسټ کېښود. دا سازمان هغو ښځو ته پناه ځای او حقوقي مشورې برابروي چې پر جادوګرۍ تورنې وي او د دوی د قضیوپه اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو سازمانونو ته راپور ورکوي.

    د دوی هڅې د دې سبب شوې چې د پاپووا حکومت له جادوګري سره تړلي تاوتریخوالي په اړه کمېټې جوړې کړي.

    په ۲۰۱۵ کال کې، پاولوس د ملګرو ملتونو د بریالیو ښځو له جملې څخه وه او د پاپا نیوګینې د زړورو ښځو جایزه یې وګټله. د استرالیا د بښنې نړېوالې ادارې هغه د نړۍ تر ټولو زړوره ښځه وبلله.

    *موږ باید هرڅه له سره تنظیم کړو او په یاد ولرو چې موږ ټول د بشري نژاد یوه برخه یو، او جنسیت باید هېڅکله موږ پرشا نکړي یا زموږ پر ضد ونه کارول شي.

  • امانډا نګوېن

    د امریکا متحده ایالتونه ټولنیزه کاروباري

    امانډا د رایز سازمان مشره ده، دغه سازمان چې د جنسي برید او تېري څخه پاتې شویو کسانو حقونه ساتي.

    د مدني حقونو یوه فعاله او ټولنیزه متشبثه یا کاروباري، امانډا نګوېن وروسته له هغې نه چې په ۲۰۱۳ کې کله چې یې هارورډ پوهنتون کې زده کړه کوله ورباندې جنسی تېری وشو د رایز سازمان بنسټ يې کېښود، او ورته ویل شوي وو چې فقط شپږ میاشتې وخت لري چې په رسمي توګه تور ولګوي که نه نوشواهد به له منځه یوړل شي. هغې له جنسي برید قربانيانو د قانون مسودې په جوړولو کې مرسته کړې وه، چې د جنسی تېري د قربانیانو د دې حق دفاع کوي چې شواهد یې وساتل شي.

    په ۲۰۲۱ کې، د امریکا په متحدو ایالتونو کې د اسیایانو پر ضد د کرکې جرمونو په اړه د هغې ویډیو پر انلاین ډېرو خلکو ولیده، چې د اسیایانو پر ضد دکر کې بندولو غورځنګ لپاره یوه مهمه شېبه وه.

    *هېڅوک بې ځواکه نه دی کله چې موږ سره یوځای شو. هېڅوک له نظره پټ نه پاتې کېږي کله چې موږ وغواړو چې باید ولیدل شو.

  • لېن نګوجي

    کینیا خبریاله

    جایزه وړونکې خبریاله او محتویات جوړوونکې، لېن نګوجي د توکو (TUKO) ډیجیټال خبري پلاټفورم باندې د خپل کار له امله شهرت لري، هلته یې د بشري دلچسپۍ وړ راز راز الهام بښونکي راپورونه خپاره کړي.

    لومړی یې ۲۰۱۱ کې د رضاکارې په توګه کار کاوه او د سرطان ناروغانو پالنه یې کوله، له کیوو فلم شرکت سره یې د رسنیو دنده پېل کړه او وروسته یې له قطر بنسټ سره کار کاوه. نګوجي د ټولنیزو رسنیواغېز کوونکې اوخپل هېواد کې د رسنیویو ستایل شوی شخصیت هم دی.

    د ۲۰۲۰ کال د بشردوسته خبریال جایزه، او سږکال یې زه هېوادونه بدلوم د ټولنې سفیرجایزه وګټله

    *زه غواړم نړۍ بیا داسې ځای شی چې هر څوک پکې د خوندیتوب احساس وکړي.

  • چیماماندا نګوزي ادیچي

    نایجیریا لیکواله

    یوه ستایل شوې نایجیریايۍ لیکواله او د ښځو لپاره د مساوي حقونو نامتو پلوی، چې اثار یې له ۳۰ ډېرو ژبو باندې ژباړل شوي. چیماماندا نګوزي ادیچي په ۱۹ کلنۍ کې د امریکا متحدو ایالتونو ته ولاړه چې د مواصلاتو او سیاسی علومو په برخه کې زده کړې وکړي.

    د هغې لومړی ناول، ارغواني هبیسکس (۲۰۰۳) کال کې د همګټوهېوادو د لیکوالو جایزه وګټله او په ۲۰۱۳ کې د هغې ناول امېریکانا د نیویارک ټایمز د لسو لوړو کتابونو په کتار کې یاد شو.

    په ۲۰۱۲ کې د ادیچي نامتوټېډ ټاک لکچر، موږ ټول باید فېمېنېستان اوسو، د فېمېنېزم په اړه نړېوال بحث راوپاروه او ۲۰۱۴ کې د یوه کتاب په ډول خپور شو. پدې وروستیو کې یې د خپګان (۲۰۱۲) په اړه یادښتونه ولیکل، د پلار له مړینې وروسته هغه ته یو شخصي درناوی.

    *راځئ له دې شېبې څخه په ټوله نړۍ کې د روغتیاپالنې په اړه د بشري حق په توګه فکرپېل کړو- هغه څه چې یوشخص یې مستحق دی ځکه چې ژوندی کوي،نه داچې وس یې لرئ.

  • ډپېلشا ټامس مک ګروډر

    د امریکا متحده ایالتونه د متحدو تور پوستوهلکانو مېندو ټولنې بنسټګره

    د هغې اېتلاف د امریکا د متحدوایالتونو د ټولو برخو`د تورپوستو هلکانو اندېښمنې مېندې`سره راټولوي. ډپېلشا ټامس مک ګروډر د هېواد د تور پوستو هلکانو د مېندو د متحدې ټولنې او د ټولنیز بدلون لپاره د تور پوستو هلکانو د مېندو د متحدې ټولنې بنسټګره او رئیسه ده، چې فعالیتونه یې پر هغو بدلېدونکو تګلارو او تصوراتو باندې متمرکز دي چې پر دې باندې اغېزکوي چې د قانون تطبیقونکي او په عمومي توګه ټولنه له تور پوستو هلکانو او سړیو سره څه ډول چلند کوي.

    اوسمهال هغه د فورډ بنسټ مشره او د مالي چارو مسوله ده، د نړېوالو عملیاتو او مالي چارو څارنه کوي.

    پخوا، مک ګروډر۲۰ کاله په رسنیو او د سرګرمۍ په صنعت کې بوخته وه، د ژونالېستې په توګه یې کار کاوه او په اېم ټي وي او د تور پوستو د سرګرمۍ په تلویزیون کې د مشرتابه په مقامونو کې يې کار کړی.

    *زما هیله دا ده چې کله دنيا له نړېوالې وبا راووځي لانوره به مهربانه وي، خلک به پوهېږي چې موږ څومره یو پر بل باندې متکي یوو او د نورو خلکو د برخلیکونو او د بېسارو ننګونو په اړه به لانور حساس وي.

  • فیامې ناوومې مټافا

    ساموا لومړۍ وزیره

    د ساموا لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیره او د فاتواتوا اې لې اتوا ساموا اوا تاسي (FAST) ګوند مشره ده. فیامې ناوومې مټافا په ۲۷ کلنۍ کې سیاست ته داخله شوه او د لومړي وزیر د مرستیالې، د ښځو د چارو وزیرې، د ټولنې او ټولنیزې پرمختیا او وروسته د عدلیې وزیرې په توګه یې هم کار کړی دی.

    هغه یوه مهمه قومې مشره هم ده (ماتای) او د ساموا ښځو لپاره چې غواړي سیاسي مقام ترلاسه کړي د الهام سرچینه ده.

    هغه د کار اجنډا کې چاپېریال ته ډېر پام کوي، چې د نړۍ په داسې یوه سیمه کې چې د نړۍ د تودوالي پر وړاندې زیان منونکې ده د اقلیمي بېړنیو حالاتو پر ضد مبارزه وکړي.

    *چېرته چې یووالی وي، هلته زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره هیله شته.

  • کلوی لوپېز ګومېز

    فرانسه د بالېت نڅاګره

    د بالېت لومړنۍ تورپوسته نڅاګره چې د شرکت لخوا ګومارل شوې، کلوی لوپېز ګومېز په ۲۰۱۸کې د برلین ستاتسبالېت باحیثیته شرکت سره یوځای شوه. خو دا نڅاګره چې پخوا د ماسکو د بالشوی اکادمۍ زده کوونکې وه، له نژادي توپيري چلند سره مخامخ شوه او د بالېت په نړۍ کې یې تبعیضي چلندونه وغندل، چې وايي یوه" تړلې اواشرافي" نړې وه.

    کله چې یې خپلې ادعاګانې څرګندې کړې، د بالېت ډېرو تور پوستو اوګډ نژاده نڅاګرو یې ملاتړ وکړ.

    کله چې په ۲۰۲۰کې د ستاتسبالېت شرکت دهغې قرارداد بیا تمدید نه کړلوپېزګومېزحقوقي دعوا پېل کړه. په نتیجه کې، دغه شرکت په خپلو کارکوونکوکې د نژادپالنې په اړه داخلي تحقیقات پېل کړل، عفوه یې وغوښته اوله محکمې بهرروغې جوړې کې یې نڅاګرې ته د رسېدلي زیان تاوان ورکړ.

    *له بده مرغه، پدې نړۍ کې موږ ټول مساوي نه یو زېږېدلي او زموږ د بریالیتوب چانسونه په توکم او تولنیزموقف پورې تړلي دي. زه غواړم پداسې نړۍ کې ژوند وکړم چې هر څوک فرصت ولري خپلو بشپړو وړتیاو ته ورسېږي.

  • سېویدزېم اېرنېستین لیکېکي

    کامېرون د اقلیم د چارو فعاله

    هغه سازمان چې سېویدزېم اېرنېستین لیکېکي یې بنسټ ایښی، د ځنګلي اورونو د کنټرول لپاره د شاتو مچیو ساتلو څخه د ستراتېژۍ په توګه کار اخلي، له ۲۰۰۰ ډېر کروندګر یې د شاتو د تولید، د کیفیت کنټرول او د مچیو د موم د راایستلو په برخه کې روزلي، او د ځنګلونو له منځه تلو د مخنیوي لپاره یې ۸۶،۰۰۰ د شاتومچیو د خوښې ونې کېنولي.

    لیکېکي دکامېرون دجنسیت اوچاپېریال دڅارنې دټولنې یوه بنسټګره غړې ده،چې د جنسیت په پام کې نیولوسره د هېوادچاپېریالي مسلوته دحل لارې لټوي. داقلیم دچارو دیوې فعالې په توګه،دهغې فعالیتونه دښځوپرځواکمنولواودطبیعي زېرموپه مدیریت کې شاملولو متمرکزدي.

    هغه باور لري چې ځنګلونه - لکه د کیلوم- لجیم ۲۰،۰۰۰ هکتاره ځنګلي سیمه - کېدای شي د ټولنو د هڅو له لارې خوندي شي.

    *زه داسې نړۍ غواړم چې د ښځو د ژوند چاپېریال او ټولنیز- اقتصادي حقونه د ځنګلونو ساتنې او معیشت د نوښتونو په برخه کې په بشپړ پام کې نیول شوي وي.

  • هایدي جی. لارسن

    د امریکا متحده ایالتونه د واکسین د باور پروژې مدیره

    د بشر پېژندنې یوه کارپوهه او لندن کې د نظافت او استوايي طب په پوهنځي کې د واکسین د باور پروژې ډاېرېکټره. پروفېسره هایډي جې لارسن د هغه څېړنو مشري کوي چې پر ټولنیزو او سیاسي عواملو چې روغتیايي مداخلو باندې اغېزکوي متمرکزې دي او اوس یې علمي دلچسپي د خطرونو او اوازو د مدیریت او پدې اړه ده چې څرنګه پر واکسینونو باندې د خلکو باور ډېرکړي.

    نوموړي د واکسين په اړه کتاب هم لیکلي چې د واکسين اوازې څرنګه خپرېږي او ولې نه ختمېږي. دا د ميندوارۍ پر مهال د واکسين لګولو د يوې څېړنې مشري هم پر غاړه لري.

    د غلطو اطلاعاتو د خپرېدو په باب د هغې د علمي کار د ستاینې په خاطر ډاکټرې لارسن په ۲۰۲۱ کې د اېډنبرا مډال ترلاسه کړ.

    *نړېواله وبا په داسې نړۍ کې چې له وړاندې په قطبونو وېشل شوې وه رامنځته شوه. هېڅ واکسین موږ له هغو ژورو مسلو چې موږ سره ویشي نشي ژغورلای، یواځې د افرادو او ټولنو په توګه، غټو او وړو مشرانو په توګه، زموږ کړه وړه، کولای شي د نړۍ بیا سمون سره مرسته وکړي.

  • جمیله ګورډن

    سومالیا د لوماچېن موسسې مشره

    د مصنوعي ذکاوت په نړۍ کې د مفکورو مخکښه، جمیله ګورډن د لوماچېن بنسټګره ده، د نړۍ-لومړنی پلاتفورم چې د نړۍ د خوراکي توکو د لېږد په بهیر کې د شلېدلو اړیکو بیا وصلولو لپاره له مصنوعي ذکاوت څخه کاراخلي.

    هغه د سومالیا په یو کلي کې زېږېدلې او په خپل هېواد کې له کورنۍ جګړې څخه د تېښتې له امله یې په ځوانۍ کې په کینیا کې د یوې بېځایه شوي کس په توګه ژوند کاوه. هغه وروسته استرالیا ته ولاړه اوټکنالوجۍ سره یې مینه پېدا شوه. د لوماچېن له پېل نه وړاندې، ګورډن د ای بي اېم شرکت د نړېوالو چارو اجرايي ماموره وه او د کانټاس شرکت لپاره یې د اطلاعاتو د ډلې مشري کوله.

    هغې په ۲۰۱۸ کې د ښځو د سوداګرۍ په نړېوالې سیالۍ کې د مایکروسافت جایزه وګټله او د مصنوعي ذکاوت په ښځینه جایزو کې د استرالیا او نیوزیلند د ۲۰۲۱ کال نوښتګرې په توګه ونومول شوه.

    *زه په لېوالتیا سره د مصنوعي ذکاوت په ځواک باندې باورلرم چې محرومیت لرونکې سابقې درلودونکو خلکو ته دا شونې کړي چې ټولنه کې خپل وړمقام ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې د سوداګرې له پرمختیا سره هم مرسته وکړي.

  • کارولینا ګارسیا

    ارجنټاین مدیره - نېټفلېکس

    د نېټفلېکس د ستر شرکت د اصلي سریالونو د لړۍ ډایرېکټره، کارولینا ګارسيا ارجنټاین کې زېږېدلې او په کالیفورنیا کې لویه شوې. دغې روزل شوې نڅاګرې او سندرغاړې په پېل کې د شلمې پېړۍ فاکس شرکت کې د شاګردې په توګه کارکاوه او وروسته یې د سرګرمۍ او تفریحي خپرونو په صنعت کې پرمختګ وکړ.

    د تخلیقي چارو د مسولې په توګه یې د نېټفلېکس د نامتو سریالونو څارنه کوله، لکه عجیب شیان، د سابرینا حېرانونکې ماجراګانې،۱۳علتونه ولې،غیرمعمولي اود ډاین پالنه.

    د لاتینې امریکا له یو شمېر محدودو کسانو څخه چې په هالیووډ کې يې د مشرتابه په رولونو کې کار کړی، ګارسیا هڅه کوي د سینما پر پردو د لاتین توکمه خلکو ونډه زیاته کړي او د هغوی کیسې راڅرګندې کړي، اوس د امریکا د متحدو ایالتونو د وګړو په هرو پنځو کې نژدې یو کس لاتین توکمه دی.

    *دې وروستیو څو کلونو موږ ټول ولړزولو، خو ژوند لنډ دي- ولې باید خپل باارزښته وخت په ډار کې تېر کړو؟هغسې چې نیا مې وايي "ژوند باید ژوندی وي" او اوس هغه وخت دی چې نیا ته مې غوږ ونیسو.

  • عظمینه درودیا

    کاناډا بمبل کې د خوندیتوب د پالیسۍ مشره

    د جنسیت، ټکنالوجۍ او بشري حقونو مخکښه کارپوهه، عظمینه درودیا اوس انلاین کې د ملګري موندلو اپ لپاره کار کووي، بمبل کې د خوندیتوب د چارو مشره ده. د ۲۰۲۱ په جولای کې یې یو پرانیستی لیک تنظیم کړ، چې له ۲۰۰ ډېرو نامتو ښځو لاسلیک کړی و، چې په تولنیزو رسنیو کې یې د ځورونو د مخنیوي لپاره د مشخصو اقداماتو غوښتنه کړې وه.

    د زهرجن ټویټر:انلاین کې دښځوپرضدتاوتریخوالی اوناوړه ګټه اخیستنه،دجنسیت پربنسټ ناوړه ګټه اخیستنه اودطبقې اونژادسره یې اړیکوپه هکله یوراپورلیکواله هم ده.

    درودیا پخوا د نړیوال وېب په موسسه کې او د تکنالوژۍ بېلابېلو شرکتونو سره د جنسیت او ډېټا د حقونو په برخه کې کار کاوه چې ښځو او ګوښه کړل شویو ټولنو لپاره خوندي انلایني تجربې رامنخته کړي.

    *زه داسې یوه نړۍ غواړم چې د انلاین فضا په ډیزاین کې یې د ښځو تجربې په پام کې نیول شوې وي. داسې نړۍ چې پکې ښځې، په تېره بیا هغه چې جنسیتي هویت يې روښانه نه وي، وکولای شي په مساوي ډول، په ازاده توګه او له ډار پرته، انلاین فضا وکاروي.

  • جاس بوېس

    بریتانیا معماره

    د غېرعادي معمارۍ د پروژې ګډه مشره، چې معلول هنرمندان راټولوي چې زموږ د شاوخوا ودانیو په طراحۍ یا ډیزاین کې د لاسرسۍ او ټولشمولیت چارو کې نوښت راولي.

    د یوې معمارې په توګه خپلې فعالې مبارزې سره خپل کارونه سمبالوي، جاس بوېس په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د ماټرېکس فېمینېسټ ډیزاین تولنې له بنسټګرو څخه وه او د فضا جوړونې: ښځې او د انسان په لاس جوړشوی چاپېریال له لیکوالو څخه وه. په ډېرو نړیوالو موسسو کې یې د استادې په توګه کار کړی، د فیمینیستي ځايي دودونو په اړه یې پلتنې کړي چې په خلاق ډول د معماري طراحۍ فرضیې وننګوي.

    د خپل ۴۰ کلن مسلکی کار په ترڅ کې، هغې پدې هکله پوهاوی ډېر کړ چې څرنګه کېدایشي د معلولو کسانو د ملاتړ لپاره له ورځینیو ټولنیزو او مادي د ودونو څخه کار واخیستل شي.

    *موږ باید په تېر کال کې د معلولینو او نورو ګوښه کړل شویو خلکو پراخو تجربو ته پام وکړو: د یو خلاقه تولیدونکې په توګه یې وپېژنواو زموږ شاوخوا ابادي د ګډې پالنې او یو پر بل باندې د اتکا کولو ځایونو په توګه بیا تنظیم کړو.

  • مونیکا ارایا

    کورسټاریکا د زیان رسونکوغازونو پرته ترانسپورت مدافع

    مونیکا ارایا د اقلیم د کارپوهې په توګه له زیان رسونکوغازونو پرته ترانسپورت د چارو د ګړندیتوب لپاره کارکوي، په امریکا او اروپا کې یې د پايښت لرونکې انرژۍ لپاره مبارزه کړې-لکه کوسټاریکا لیمپیا کې د وګړو نوښت، چې د دې خپل هېواد سره یې مرسته وکړه چې د پایښت لرونکې انرژۍ د تولید په برخه کې د نړیوال مخکښ په توګه د دې هېواد دریځ پیاوړی کړي.

    ارایا د ترانسپورت په مسلو کې اقلیمي اقدام لپاره د ملګرو ملتونو د لوړې کچې مخکښه ځانګړې سلاکاره ده. هغه د زیان رسونکو غازونو د صفر کولو د کمپاین مشاوره هم ده او د اقلیم د چارو د ټولنې یوه ممتازه غړې ده.

    په تېډ ټاک کې د هغې لکچرونه تقریبا څلور میلیونه کسانو لیدلي، او په ۳۱ ژبو ژباړل شوي. په ۲۰۱۶ کې ارایا انټرکټیکا ته د نړۍ تر ټولو سترې ښځینه ډلې په سفر کې هم برخه درلوده.

    *اوس د هغه څه د بېرته سمولو وخت دی چې موږ یې دعادي حالت په توګه وینو پترولو او ډیزلو ته زموږ تقاضا کمول خورا مهمه ده او د اړتیا وړ نورو ټولنیزو بدلونو راوستو لپاره سیاسي ملاتړ سره به مرسته و کړي.

  • عابیه اکرم

    پاکستان د معلولیت د چارو مشره

    د فزیکي معلولیت له شخصي تجربې سره، عابیه اکرم له ۱۹۹۷راهیسې د معلولیت په غورځنګ کې فعاله وه، کله چې زده کونکې وه د ځانګړي استعداد د تبادلې پروګرام يې پېل کړی و.

    هغه لومړنۍ پاکستانۍ ښځه ده چې د کامنوېلټ د ځوانو معلولو کسانو د ټولنې د همغږۍ د چارو مسوله ټاکل شوې.اکرم د معلولو ښځود ملي ټولنې بنسټګره ده او د معلولینو په اړه د ملګرو ملتونو د تړون د عملي کولو او د ټولشموله پرمختیا لپاره مبارزه کوي.

    هغه پر دې هم کار کوي چې د ملګرملتونو د ۲۰۳۰ کال په اجنډا او د هغې دپایښت لرونکې پرمختیا په هدفونو کې معلولیت هم شامل کړي.

    *له کوېډ نړیوالې وبا وروسته د نړۍ بیا سمولو لپاره، باید موږ په ګډه کار وکړو چې د خپلو ټولنو په ټولو اړخونو کې ښه والی راولو چې نوی نورماله حالت به ورباندې ودانېږي، او په پایله کې باید موږ لا نوره همه شموله پرمختیا ووینو.

  • نجلا المنقوش

    بریتانیا د لیبیا د بهرنیو چارو وزیره

    د لیبیا د بهرنیو چارو لومړنۍ وزیره ده چې سږکال وګومارل شوه. هغه یوه دیپلوماته او وکیله هم ده. په ۲۰۱۱ کال کې په لیبیا کې د انقلاب پرمهال نجلا المنقوش په انتقالي شورا کې وه اومدني سازمانونو سره د اړیکو ټینګولو په برخه کې یې کار کاوه.

    هغه د امریکا متحده ایالتو د سولې په انسټیټوټ کې د لیبیا استازې وه د مذهبونو، دیپلوماسۍ او کړکېچ د هواي په مرکز یې د سولې او قانوني پروګرامونو په برخه کې کار کړی دی. د هغې په هېواد کې سیاسي شخړو پر هغې فشار واچوه چې استعفا وکړي او په دې وروستیو کې د هغې پر سفر بندیز ولګول شو.

    هغه د بنغازي له پوهنتون د حقوق په برخه کې د زده کړو سند لري او په جورج ماسن پوهنتون کې یې د کړکېچ د څېړنې په برخه کې یې دوکتورا کړې ده.

    *نړۍ په ۲۰۲۱ کال کې ډېره بدله شوې. زه غواړم چې نړۍ له سره پیل شي چې زموږ ژوند ته مانا او مقصد راوړي او په ښه توګه د بشریت خدمت وشي.