بي بي سي د ۲۰۲۴ کال د ۱۰۰ الهام بخښونکو او اغېز لرونکو ښځو نوملړ خپور کړی دی.
د دوی مېنځ کې د نوبل سولې جایزې ګټونکې نادیه مراد، له جنسي تېري ژغورل شوې او کمپاینره جیزل پیلیکو، فلم ستورې شارون سټون، د المپیک لوبغاړې ربیکا انډریډ او الېسن فیلیکس، سندرغاړې رې، هنرمنده ټریسي اېمن، د چاپېریال ساتنې فعاله اډینیکه اولاډوسو او لیکواله کریسټینا رېوېرا ګارزا دي.
په غزه، لبنان، اوکرایین او سوډان کې له وژونکو شخړو او بشري کړکېچونو سره له مخ کېدو، په ټولنو کې د ژور وېش شاهدانې، او ورپسې په ټوله نړۍ کې د ریکارډ شمېر ټاکنو ترسره کېدل: اوس مېرمنې باید لا ډېرې هڅې وکړي او د مقاومت نوې کچه ومومي.
د بي بي سي ۱۰۰ ښځې دا مني، په داسې حال کې چې شاوخوا یې نړۍ په بدلېدو ده د هغو کسانو د هلو ځلو لمانځل چې د مقاومت له لارې د بدلون لپاره مبارزه کوي، پر ښځو څومره فشار راوړی. دا نوملړ د اقلیم بېړني حالت اغېز سپړلو ته هم ژمن پاتې دی. د اقلیم هغه مخکښانې په ګوته کوي چې له خلکو سره کار کوي چې د اقلیم له منفي اغېزو سره مبارزه وکړي.
نومونه پرته له کوم خاص نظم یا ترتیب دې نوملړ کې ځای شوي
د فیشن سوداګره یا متشبثه
ګرافیک ډیزاینره ایدنیا دېل ریو د کلندیستینا په نوم د جامو د یو شرکت مرستیاله بنسټ اېښودونکې ده. دا په کیوبا کې د جامو او فیشن لومړنی برنډ دی چې نړیوال مارکېټ ته جامې پر انټرنېت پلوري.
دا شرکت هغه مهال جوړ شوی و چې ولسمشر راول کسټرو د خپلواکو سوداګریو او تجارت په تړاو قانونونه نرم کړل.
دا شرکت هاوانا میشته ډیزاینرانو چې اکثریت یې ښځې دي جوړ کړی. تولیداتو کې یې د کیوبا کلتور لمانځي او موخه یې د دې ټاپو خلاقیتونو درناوي ته د خلکو هڅول دي. ډېل ریو د شرکت تولیداتو کې د توکو بیا کارونې تګلاره پلې کوي او په پایېدونکو تګلارو غور کوي.
دا چې د هاوانا ډیزاین له انسټیټیوټه فارغه شوې مخکې له دې چې د جامو ډیزاین ته مخه کړي د انځورونو ګالرۍ، ټیاټرونو او فسټیوالونو ته یې پوسټرونه جوړول.
د میراثونو ساتنې انجینره
یمن کې د کلونو جنګ له امله ډېرې تاریخي ودانۍ زیانمنې شوې دي. انجینرې حربیه الحمیري یې د بیا رغولو دنده پیل کړې ده.
نوموړې د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان یا یونسکو په ګډون له نورو سازمانونو سره په همکارۍ د صنعا پخواني ښار او نور یمن کې لسګونه استوګنیزې او کلتوري ودانۍ بیارغولې دي. یونسکو له لس زرو ډېرو ودانیو ته رسېدلی زیان ارزولی دی.
د کلتوري میراث د خوندیتوب لپاره د هغې فعالیت د تاریخي ودانیو پر خوندیتوب سربېره د ډېرو خلکو د ژوند په ښه والي کې مرسته کړې ده.
الحمیري د ودانۍ جوړولو دودیز هنرونه ځايي خلکو ته ور ښودلي او هم یې پېغلې دغه صنعت ته هڅولې دي.
خبریاله او شاعره
دوه ویشت کلنه پېلېستیا العقاد تازه له پوهنتون فارغه شوې وه چې د غزې جګړه پیل شوه. د جګړې په لومړیو ورځو کې هغې د اسراییلو د سختو هوایي بریدونو په ترڅ کې په خپل اپارتمان کې خپله یوه ویډیو خپره کړه.
داویډیو ډېرو خلکو ولیده او شاوخوا ۴ میلیونو کسانو پر انستګرام څارله او دې به ورته د غزې وروستی حال، شعرونه او یادښتونه لیکل. د همدې راپورونو پر بنسټ به د هغې د یادښتونو کتاب ،"د غزې سترګې"، ډیر ژر خپور شي.
العقاد ۲۰۲۴ کې د کال د یوې ځوانې نړۍ له خوا د کال خبریالې په توګه پېژندل شوې. هغې د نړۍ د حکومتونو سرمشریزې په څېرد لوړې کچې فورومونو او ناستو کې د فلسطینیانو ملاتړ هم کړی دی.
العقاد د ۲۰۲۳ نوامبر کې له غزې ووته. هغې ته بیروت کې د رسنیو زده کړو کې د ماسټرۍ لپاره بورس ورکړل شو.
د رسنیو او زدکړو متصدي یا پانګواله
کله چې پر افغان نجونو د طالبانو لخوا ثانوي زدکړې بندې شوې، د رسنیو په برخه کې متشبثې حمیدې امان پرېکړه وکړه چې د بېګم اکاډمۍ پرانیزي. په دې کې هغو زدکوونکو ته د رسنیو وړیا زدکړې ورکول کېږي چې ښوونځو ته نشي تلی.
په تېر کال کې دې ښوونیز پلېټ فارم له ۸۵۰۰ ډېرې ویډیوګانې په دري او پښتو ژبو وړاندې کړې دي. دا ویډیوګانې له اووم څخه تر دولسم ټولګیو پورې ښوونیز نصاب پورې تړلې دي.
په مارچ میاشت کې اغلې امان د بېګم ټلویزیون خپرونې پیل کړې. دا ښوونیز ټلویزیون د سټلایټ له لارې د بېګم اکاډمۍ کورسونه خپروي.
دا خدمت د هغې د بېګم راډیو سلسله ده، هغه راډیو چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره یعنی ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو لخوا ښځو ته جوړه شوه.
د بشري حقونو فعاله
سوېتلانا انوخینا ډېر کلونه د کورني تاوتریخوالو له قربانیانو سره چې د روسیې له شمالي سیمې قفقاز تښتېدلي وو په مرسته کولو تېر کړي دي. دا سیمه چې د ختیځې اروپا او اسیا تر منځ پرته ده اکثریت وګړي یې مسلمانان دي.
دې په ۲۰۲۰ کې له نورو رضا کارانو سره د مارېم پروژه جوړه کړه. دا نوښت د داغستان، چېچنیا او د شمالي قفقاز نورو جمهوریتونو له خطر سره مخامخ ښځو سره مرسته کوي چې د خپلو کورونو له لاسه ورکولو وروسته لنډمهاله استوګنځایونه تر لاسه کړي، او ترڅنګ یې ورته قانونی او رواني روغتیا مرستې او ملاتړ برابروي.
انوخینا په ۲۰۲۱ کې وروسته له دې چې چیچنیایي او داغستانیو امنیتي ځواکونو یې د ښځو پر خوندي استوګنځي چاپه ووهله له روسیې د وتلو پرېکړه وکړه.
تېر کال، چارواکو د روسیې د وسله والو ځواکونو د بدنامولو په تور د دې پر ضد جنایی پلټنې پیل کړې.
هنرمنده
په ۱۹۹۰ مو کلونو کې ټریسي اېمین د یوه هڅوونکي اثر په وړاندې کولو ډېره مشهوره شوه. زما بستر او کېږدۍ اثر یې خلکو ته بلنه ورکوي چې پر خپلو جنسي تجربو غور وکړي.
له هغه راهیسې د هنر نړۍ کې په چټکۍ په یو پېژندلي نوم بدله شوه او د خپل اثارود اعترافي او ژوندلیک بڼې لپاره ډېره ستایل شوې ده.
«زما بستر» په لومړي ځل ۲۵ کاله مخکې په لندن کې نندارې ته وړاندې شو، چې پر رسنیو د ډېرو بحثونو لامل وګرځېد. ټرېسي اېمین چې یو وخت د بریتانیا د هنر د ترټولو ناوړه ماشومې په توګه پېژندل شوې وه، سږ کال تجسمي هنرونو کې د ونډې لپاره یې د پاچا چارلس لخوا د ډېم لقب ورکړل شو.
دې هنرمندې د بریتانیا په مارګېټ کې د ټرېسي اېمین بنسټ جوړ کړی چې راتلونکواستعدادونو ته وده ورکړي.
د یوې ښځې په توګه، زه فکر کوم چې موږ د بدلېدو وړتیا لوړې کچې ته اړتیا لرو. زه فکر کوم چې اوس د دې وخت دی چې لا ډېر یووالی ولرو او د ښځو لپاره د تېر پرتله باید ډېره مبارزه وشي.
ټرېسي اېمین
راهبه
خور یوجینیا بونېتي له سلو ډېر پناه ځایونه مدیرت کړي او د انساني قاچاق او د ناوړه استفادې سره مخ کډوالو ښځو د ملاتړ لپاره یې افریقا کې د راهبانو په همکارۍ شبکه جوړه کړې ده.
نوموړې د مرستې لپاره له هغو ښځو سره ډېر وخت تېروي چې په روم کې جنسي یا د سېکس کار ته مجبورې کړل شوې دي او د انساني قاچاق په هکله د پوهاوي زیاتولو لپاره د «نوره غلامي نشته» په نوم د ټولنې مشره ده.
بونېتي له ۲۴ ډېر کلونه کېنیا کې مبلغه پاتې شوې او د انساني قاچاق ضد نوښتونو د پیاوړتیا لپاره یې مختلفو هېوادونو کې د چارواکو د روزلو لپاره مرسته کړې ده.
له تقاعد مخکې ترې پاپ پرانسیس وغوښتل چې د ۲۰۱۹ کال «د صلیب لار» په نوم کتاب ولیکي، چې په کالوزیوم کې د ښې جمعې د لمانځلو لپاره د کاتولیکانو مهم کلني مراسم دي.
د موزیم مدیره
د قرغزستان د فرهنګي میراث رغول او ساتل د ژانیلسینزاټ تورګانبایوا لپاره لومړیتوب دی.
نوموړې په بشکیک کې د ولسپوهنې موزیم مدیره ده چې بې جوړې ملي اثار نندارې ته وړاندې کوي او ډېر شمېر لیدونکي ور جذبوي.
د هغې په بشرپالو چارو کې د قرغزستان د ادبیاتو په تېره د مناس حماسې ساتل هم دي. مناس د داسې جنګیالي کیسه ده چې ویل کېږي ۴۰ قرغز قبیلې یې سره یو کړې.
د دې حماسي شعر یوه کاپي چې د یونسکو نوملړ کې هم ثبت ده، نږدې پنځه زره بیتونه لري او د نړۍ تر ټولو اوږد حماسي شعر بلل کېږي چې «د هومر له اودیسه شل برابره لوی دی». تورګانبایوا هغو «مناسچیانو» یا هنرمندانو ته فرصتونه او سرچینې برابروي چې دا کلاسیک قرغیزی اثر روایت کوي.
ټولنیزه فعاله
د کولمبیا زندان ته سفر د اداکارې جوهانا بهامون ژوند بدل کړ. هغې ته دې سفر الهام ورکړ چې د هغو کسانو لپاره کار وکړي چې «دوهم چانس» ته اړتیا لري.
په ۲۰۱۲ کال کې هغې خپله مسلکي لاره له اداکارۍ څخه په زندانونو کې د اصلاحاتو مدافع ته بدله کړه او د «اکسیون اینترنا» بنسټ یې کېښود. دا یو غیري انتفاعي سازمان دی چې په کولمبیا کې له زندانیانو او هغو کسانو سره مرسته کوي چې له بنده ازاد شوي دي.
د راپورونو له مخې دغه بنسټ په ټول هېواد کې تر ۱۵۰ زرو ډېرو کسانو او ۱۳۲ توقیف ځایونو ته رسېدلی دی.
دغه ټولنیزه فعاله دغه راز د «دوهم فرصت» قانون ته وده ورکوونکې هم وه چې د جوهانا بهامون د لایحې په نوم یادېږي. دې قانون له زندان وروسته خلکو ته د کار او روزنې فرصتونو ته د لاسرسي پیاوړي کولو لپاره اقتصادي هڅونې رامنځته کړې دي.
استقامت له ستونزې وروسته له بیا راپورته کېدو او مخکې تلو هم لویه مانا لري؛ دا هغه پریکړه ده چې اوسني شرایط د شخصي ودې لپاره په فرصت بدل کړای شي.
جوهانا بهامون
د جنازې مراسمو ترسره کوونکې
له تیرو دریو کلونو راهیسې، پوجا شرما په ډیلي کې د نا پېژانده مړو وروستي مراسم ترسره کوي.
د هغې انګېزه له شخصي تجربې سرچینه اخلي. پوجا وروسته له هغه د خپل ورور د جنازې وروستي مراسم ترسره کړل چې له وژل کېدو وروسته یې هیڅوک په دې مراسمو کې مرستې ته حاضر نه وو.
شرما د پادریانو او خپلې پراخې ټولنې له غبرګون سره مخ شوه، ځکه چې دا مراسم په دودیز ډول په هندو مذهب کې د نارینهوو لخوا ترسره کېږي.
سره له دې چې له مخالفتونو سره مخ شوه، خو هغې بیا هم له ۴۰۰۰ د زیاتو کسانو د جنازې او وروستي مراسم ترسره کړل چې بېلا بېلې عقیدې او دیني باورنه یې لرل. شرما خپل فعالیتونه په خواله رسنیو خپروي او ټینګار کوي چې ټولو ته باید د انساني کرامت هغه درنښت ورکړل شي چې په مړینه کې یې مستحق دي.
عکاسه خبریاله
کریسټینا عاصي په ۱۹۹۰مو کلونو کې په لبنان کې لویه شوې. هېواد کې د کورنۍ جګړې وروسته د پر له پسې بې ثباتۍ وخت و او همدې حالت کریسټینا د شخړې د مستندولو او د جګړې د نه ویل شویو کیسو د څرګندولو لپاره د هغې هڅو ته وده ورکړه.
کله چې د ۲۰۲۳ اکتوبر کې ه د لبنان په سویل کې د اسراییلو په برید کې سخته ټپی شوه او ژوند کې یې یو غمجن بدلون راغی.
په چاودنه کې یو خبریال اسماعیل عبدالله ووژل شو، پنځه نورهمکاران یې ټپیان شول او وروسته بیا د عاصي یوه پښه پرې شوه.
دې تجربې د خبریالانو خوندیتوب لپاره مبارزې ته وهڅوله، پاریس کې یې د ۲۰۲۴ اولمپیک لوبو د مشعل لېږدولو ګډون یې ټولوهغو خبریالاتو ته ډالۍ کړ چې د دندې پر مهال مړه شوي.
فلم جوړوونکې، لیکواله او د ګالري څېښتنه
۹۵یمې کالیزې ته نږدې کېدونکې لیکوالې او د فلم جوړوونکې ژوان فونګ خورا هر اړخیز او بوخت ژوند وکړ.
هغې په وېتنام کې دوه جګړې لیدلې او ۱۶ کلنۍ کې یې له فرانسې د هېواد د خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې ده.
د ډاکټرې په توګه یې د کلېنیک مشري کړې، د ویتنام تلوېزون لپاره د جګړې خبریاله او د فلم جوړوونکې وه، د تاریخي شېبو لکه د سایګون د پرځېدو شاهده پاتې شوې ده.
په ۶۲ کلنۍ کې یې د تقاعد پر ځای یې لاټوس ګالري پیل کړه چې هوچيمن ښار کې یوه لومړنۍ خصوصي ګالري ده او نړۍ ته د وېتنامیانو د هنر ښودلو هڅه کوي. د ځايي هنرمندانو روزلو ته یې مخه کړه او په مشهورولو کې یې ورسره مرسته وکړه.
معماره یا مهندسه
د لیزلي لوکو کار «د مهندسي ولسوالکه کول» دي او له دې سره هغې په ۲۰۲۴ کال کې د برتانیا د معمارانو شاهي انستیتوت د سرو زرو مډال خپل کړ چې د نومړې د کار په برخه کې د نړۍ له تر ټولو سترو ویاړونو څخه دی. له دې سره هغه لومړنۍ تورپوستې ښځه شوه چې په ۱۸۴۸ کې د همدې انستیتوت له جوړېدو راهیسې دا جایزه ترلاسه کوي.
هغې په تېرو دوو لسیزو کې دې صنعت ته د هغو کسانو د راوستو لپاره مبارزه کړې چې په دې برخه کې یې ډېره مخینه نه لرله.
دا ګانايۍ - سکاټلنډۍ علمي څېره دغه راز د افریقايي نسل لومړۍ مېرمن شوه چې د معماري دوه کلن نندارتون «وینس باینال» مشري کوي. په دغو دوو کلونو کې هغې په «ډي کاربنایزېشن او ډیکالونایزېشن» موضوعاتو تمرکز وکړ چې د کاربن ډای اکسایډ او مستعمرې ضد فعالیتونه دي.
هغه په اکرا کې د «افریقا راتلونکې» موسسې بنسټ اېښودونکې هم ده چې د معماري، هویت یا پېژنګلوي او نژاد تر منځ اړیکو ته کتنه کوي.
د بدلون وړتیا د اوږد واټن پر لاره د خپلې موخې پر لور د پاتې کېدو وړتیا ده - حتی د بې پروايي پر وړاندې، چې ډېر کله یې زغمل له مخالفت هم سخت وي.
لیزلي لوکو
د (وېلز یادګاري مېرمنو) بنسټ شریکباڼې
له ۲۰۲۱ کال وړاندې په وېلز کې د وېلز مېشته مېرمنو لپاره هیڅ ځانګړې شوې مجسمې نه وې.
په ځواب کې یې وکیلې هېلن مالینو له نورو مېرمنو سره په ګډه د (وېلز یادګاري مېرمنو) بنسټ جوړ کړ. دا بنسټ د وېلز مېرمنو د عامه استازیتوب پراختیا او د دوی د ونډې او لاسته راوړنو د ستایلو په موخه جوړ شوی دی.
مالینو او ډلې یې د خلکو د وړاندیزونو پر اساس د ښځو ټولې ۵ مجسمې جوړې کړي چې دا ډاډ ترلاسه شي چې د دوی کیسې هېرې نه شي.
دې ډلې تر اوسه څلور مجسمې جوړې کړې دي - لومړۍ هغه یې په کارډیف کې د وېلز لومړۍ تورپوستې سرښوونکې بېټي کېمبل مجسمه ده. له هغه وروسته په (اېش ماونټين) یا غره کې د ایلان مورګن مجسمه، په لانګرانوګ کې د کرانوګوین او په نیوپورت کې د لېډي رونډا مجسمې دي.
ډیزاینره
د فېشن ډیزاینرې یاسمین مجالي په ډیزاینونو کې د فلسطین د دودونو او ژوند ډول له ورایه ښکاري.
امریکا کې له لویېدو وروسته د لوېدیځې غاړې رام الله ته ستنه شوه او هلته یې له ۲۰۲۰ کال راهیسې خپل برنډ «نول کلیکټیو» پیل کړ.
د هغې برنډ د ځايي درمل پلورنځیو چې د طبیعي رنګ مواد ورته برابروي، د کورنیو خیاطي مرکزونو او د اغوستوکو تولیدوونکو ښځو په همکارۍ جامې تولیدوي. خیاطان، ګلدوزیان او ګنډونکي د جامو په جوړولو کې د دودیزو تخنیکونو کارولو سره فلسطیني هنر ته احترام وړاندې کوي.
یاسمین مجالي د خپلو جامو له ډیزاینونو د فلسطیني کیسو د روایت لپاره کار اخلي. نوموړې په نړۍ کې پر سړکونو د ښځو وېرول هم تصویر کړي چې پر کمیسونو او جین کوټونو باندې «زه ستا معشوقه نه یم» عبارت یې ډېر مشهور شو.
خبریاله
هېندا عبدي محمد چې له کوچنیوالي یې له لیکلو سره مینه درلوده، د خپل ټاټوبي سومالیا کې د هرجییسا سیمې د هغو خلکو په اړه یادښتونه ساتل چې له تاوتریخوالي په تېښته وو.
اوس دا د بیلان مشره ده. دا یې هېواد کې داسې لومړنۍ رسنۍ ده چې ټولې کارکوونکې یې ښځې دي.
دا کاري ډله د لوړې کچې جنسیتي تبعیض او ځورونې پر وړاندې چې سومالیایۍ مېرمنې د کار ځای کې ورسره مخامخ دي جوړ شوی. دا ننګونې د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم په رسمیت پېژندل شوي.
د بیلان موخه دا ده چې پر ټولنیزو مسلو بحث وکړي او په داسې هېواد کې چې نړۍ کې خبریالانو ته یو له خورا خطرناکو هیوادنو دی او دوی د هغو سومالیایانو کیسو ته پوښښ ورکوي چې پر ایچ ای وي اخته وي، یتیمان چې ترې ناوړه ګټه پورته کېږي او البینو چې په ټولنه کې ورته په ټیټه سترګه کتل کېږي.
د معلولیت لرونکو د حقونو مدافع
راکسي موري د پانسیکشول (جنسیت په پام کې نه نیول) په توګه د خپلو تجربو په اړه ښکاره خبرې کوي چې د اماس له ناروغۍ (مولټي سکلروسیس) سره ژوند کوي. خپل پلېټ فارم د مزمنو ناروغیو لرونکو د ځواکمنیتا او په روغتیايي برخو کې توپیري چلند د ننګولو، خېریه کارونو او سوداګریزو شرکتونو لپاره کاروي.
موري د فېشن په برخه کې له خپلې مخینې په ګټې اخیستو له هغو کسانو سره مرسته کوي چې په خپله خوښه او سټایل د لېږد له پړاو سره بلد شي. دغه راز د هغې ځینې فعالیتونه د معلولیت لرونکو او توکمیزو بېلا بېلو ډلو کسانو په ښه ښکارېدو راڅرخي.
هغه د (The Sick and Sickening) بنسټ اېښودونکې ده او له سانسوره پرته له معلولیت سره د ژوند او ناروغیو په اړه کیسې شریکوي؛ د درد له مدیریت نیولې تر جنسي روغتیا او د بدن او جنسي اړیکو په تړاو تر مثبت فکره.
د یوې نادرې، غنمرنګه رنګه او معلولې مېرمنې په توګه ځواکمنتیا هم ژوره شخصي او هم ډېر ډلهییزه ده. دا د هغو سیستمونو د ننګولو ځواک دی چې زما په څېر خلک یې څنډې ته کړي دي.
راکسي موري
سینګاروونکې
د الوپیسیا ناروغۍ له تشخیص وروسته، اولیویا مکوې د (Wigs) یا د سر لپاره د وېښتانو مصنوعي پوښونو لټون پیل کړ. هغې د هغو مېرمنو د هڅولو او ځواکمنولو لپاره چې د وېښتو له توېدو سره مخ دي، د نویو ډولونو او بدیلو وېښتانو په ازمویلو سره یو پر لیکه پلېټ فارم جوړ کړ.
پر خواله رسنیو د نږدې نیم میلیون څارونکو په لرلو سره هغې د ویګ یا د سر لپاره د وېښتانو مصنوعي پوښ اغوستل عادي کړل او په ورته وخت کې د الوپېسیا او د ښځو د روغتیا په اړه د عامه پوهاوي لوړولو هڅه کوي.
د شمالي ایرلنډ اوسېدونکې مکوې سینګاروونکې یا ارایشګره ده او په کوچینوالي کې یې د وېښتانو تویېدل پیل شول.
هغه اوس د ویګ ورکشاپونه جوړوي، د بیا باور موندلو په موخه نورو ته لارې ورښيي او په الوپېسیا اخته مېرمنو ته خوندي چاپېریال رامنځته کوي چې سره رایوځای شي او د دې حالت په اړه خبرې کول عادي کړي.
زغم هغه تاج دی چې موږ ښځې یې پر سر کوو. موږ هر وخت له حالاتو سره د برابرېدو توان لرو، د ښېرازۍ لپاره موږ شرایطو ته له کتو پرته د بدلون او زدکړو وړتیا لرو.
اولیویا مکوې
د سړکونو ګرځندویه او اینفلوینسره
سومین په ۵۶ کلنۍ کې له ناوړه واده د تېښتې لپاره چې له تاوتریخوالي ډک و، په تنهايۍ یوازې له خپل ګاډي، خېمې او د تقاعد له پيسو سره یې د چین په شاوخوا کې د سړکونو سفر پیل کړ.
نومړې دا سفر په ۲۰۲۰ کال کې پیل کړی او له هغه راهیسې یې په ۲۰ ولایتونو کې له ۱۰۰ ډېرو ښارونو ته سفر کړی دی.
سو مین خپل ټول سفرونه مستند کړي او کیسې یې پر خواله رسنیو تاوده بحثونه راپارولي دي. ځکه هغې د منځني عمر نورې مېرمنې هڅولې چې ورسره د مخ وضعیت پر وړاندې جرات وکړي او ډېر وخت په ټولنه کې د «انټيانو» یا ترورانو په نوم پېژندل کېږي
هغه اوس خواله رسنیو کې پر خپلو حسابونو له ۶ میلیونه ډېر څارونکي لري او ژوند یې پر یوه فلم بدل شوی ـ لکه د (رولینګ سټون) فلم چې سږ کال خپور شو.
مذهبي فعاله
عنات هافمېن له لسیزو راهیسې د جنسیتي مساوات او په یهودیت کې د مذهبي رنګارنګۍ لپاره کمپاین کوي.
هغه د (دېوال ښځې) ډلې بنسټ ایښودونکې غړې ده چې د بیت المقدس د زوړ ښار په لوېدیځ دېوال کې د یهودي ښځو لپاره د عبادت یو شان حقونه غواړي. له کلونو راهیسې یې د هغو بندیزونو په مقابل کې مبارزه کړې چې ښځې د عبادت له شال اغوښتلو او په ګډه د تورات له لوستلو منع کوي.
هافمېن شل کلونه «د اسراییل مذهبي عمل مرکز» اجرايي مشره هم وه، چې د اصلاحي غورځنګ قانوني او وکالتي څانګه ده او د مساوات او ټولنیز عدالت لپاره کار کوي.
تر دې مخکې هغه د بیت المقدس ښار د شورا غړې وه او هلته یې د فوق العاده ارتدوکس یهویانو پالیسۍ ننګولې.
عکاسه
ایتوپايي عکاسه ماهدر هایلیسیلاسي هڅه کوي چې د وچو شویو سیندونو او له منځه تللیو کرنیزو محصولاتو ښودلو سره وښيي چې سختې وچکالۍ څنګه د دوی په هېواد کې کورنۍ مجبورې کړې چې خپلې لوڼه د ماشومتوب په عمر واده کړي. دغې موضوع سره د هغې عکاسي پر ۲۰۲۳ کال د افریقا د معاصرې عکاسۍ جایزه وګټله.
د انساني حقونو ادارې اټکلوي چې د هغو نجونو شمېر به تر ۲۰۵۰ کال په ټوله نړۍ کې یو پر دریمه ډېر شي چې د اقلیمي کړکېچ له امله په ماشومتوب کې د واده له خطر سره مخ دي.
د هایلیسیلاسي عکاسي د خلکو له تاریخ او تجربو چې هره ورځ ور سره مخ دي او د نوموړې له شخصي تجربو الهام اخلي.
د افریقا د دوه کلنۍ عکاسۍ نندارتون په ګډون چې سږ کال جوړ شو، په ډېری معتبرو نندارتونونو کې د نوموړې اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
شاعره
لیکواله او ژورنالیسته ماریا تریسا هورتا د پرتګال له مشهورو فېمینیسټانو او د ډېرو جایزو ګټونکو کتابونو لیکواله ده. خو هغه ښايي په نړیواله کچه د نواس کارتاس پورتګیساس (نوي پرتګالي لیکونې) د همکارې لیکوالې په توګه پېژندل کېږي.
د افسانو، شعرونو او د ایروټیکا دا ټولګه په بېړه په ۱۹۷۲ کال کې د پرتګال استبدادي حکومت لخوا بنده شوه او هورتا او لیکوالانې ملګرې یې د فحشا او د «مطبوعاتو له ازادۍ د ناوړه ګټه اخیستنې» په تور محاکمه شوې.
د خبرونو سرټکی جوړونکې دا قضیه چې په (درې ماریا) پېژندل کېده، په ټوله نړۍ کې یې لاریونونه راوپارول.
د دوی محاکمه په ۱۹۷۴ کال کې د کارنېشن انقلاب پایله کې چې رژیم یې نسکور کړ، پای ته ورسېده.او دا کال د همدې تاریخي شېبې ۵۰مه کالیزه ده.
لیکواله او ژباړنه
شهرنوش پارسیپور د ایران یوه مخکښه رومان لیکونکې ده. په خپلو اثارو کې یې د ښځو د جنسي ځورنې او نرواکه ټولنه کې د پاڅون په څېر مسلو کار کړی چې تابو بلل کېږي.
خپل مسلکي کار یې د کیسه لیکوالې او د ایران ملي رادیو تلوېزون کې د پروډیوسرې په توګه پیل کړ، خو د ۱۳۵۷ کال له انقلاب مخکې د دوو شاعرانو د اعدام په اعتراض کې یې استعفا ور کړه. دې کار سره اول ځل ونیول شوه.
له انقلاب وروسته یې په ایران کې اثار په پراخ ډول منع شول او پارسیپور په «بې سړیو ښځې» رومان کې د بکارت مسلې ته د ښکاره اشارې له امله زنداني شوه. وروسته له ایران بهر له دې رومان یو لوی فلم جوړ شو.
پارسیپور د خپل زندان تجربه په خپلو لیکنو کې بربنډه کړې ده او له ۱۹۹۴ کال را هیسې په متحده ایالتونو کې جلاوطنه ده.
فلم جوړونکې
د جایزې ګټونکي مستند جوړوونکې شین ډېوو هغه مهال ونیول شوه چې په بېکونو کې یې کامره وموندل شوه.
نوموړې سږ کال د میانمار په پوځي واکمنۍ کې د ترهګرۍ ضد قوانینو د سرغړونې په تور محاکمه شوه. هغه په یوه بنده یا تړلې محکمه کې له وکیل پرته په عمري بند محکومه شوه.
دا فلم جوړوونکې له ۱۹۸۸ کال راهیسې د پوځي واکمنۍ مخالفت کوي او زندان ورته عادي خبره ده.
هغې لسګونه لنډ مستند فلمونه جوړ کړي چې ډېرو یې د نړیوالو پام راړولی دی. په دې کې هغه فلم هم شامل دی چې په په ۲۰۰۷ کال کې د ډیموکراسي پلوه اعتراضونو په اړه جوړ شوی و. دغو لاریونونو کې په زرګونو بودايي راهبانو د پوځي حکومت پر وړاندې برخه اخیستې وه.
لیکواله
کریستینا رایوېرا ګارزا چې ډېر اثار یې چاپ شوي د ۲۰۲۴ کال پولېتزېر جایزې په ګډون د کلونو ترڅ کې یې ډېرې جایزې تر لاسه کړي. د پولېتزېر جایزه یې د خاطرو په برخه کې «د لیلیلنا نه ماتېدونکی اوړی» په نوم کتاب ته ورکړل شوه چې د ښځو وژنو مسلې ته ځانګړی شوی.
د خپلې خور لیلیانا د وژل کېدو د کیسې په مرسته چې په ۱۹۹۰ مو کې یې ملګري وژلې وه او تښتېدلی واو هېڅکله محاکمه هم نه شو- لیکواله د یوه نژدې کس د له لاسه ورکولو د غم پر اغېز بحث کوي او په داسې یو هېواد کې یې د عدالت غوښتنه کوي چې نړۍ کې د ښځو وژنو کچه په کې ډېره لوړه ده.
رایوېرا ګارزا د هیوستن پوهنتون کې پر اسپانیایۍ ژبه خلاقو لیکنو د پي اېچ دي پروګرام بنسټ اېښودونکې هم ده.
ژبه کې په دوامداره او بشپړه توګه لاسوهنه کېدای شي کیسو کې د میرمنو اړخ بیانولو پایله شي او همد ا به د هر ډول بدلېدو پیاوړتیا بنسټ وي.
کریستینا رایوېرا ګارزا
د ښځو لپاره د پناځای مشره
د ایسلنډیو میرمنو پناځای کې، لینډا ډروفن ګونرسدوتېر له هغو خلکو سره مرسته کوي چې د کورني تاوتریخوالي له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
ایسلینډ یو داسې هیواد دی چې په ډېرو وختونو کې "ښځو لپاره تر ټولو غوره ځای" بلل کېږي، خو د جنسیت پر بنسټ د تاتریخوالي کچه په پرله پسې توګه په کې لوړه ده.
د دې مرکز د مشري په توګه د نوي ځای د پرانیستو پروژې مشري کوي چې دا به ایسلنډ کې د ښځو لپاره ځانګړې شوی لومړنی پناځای وي.
ډروفن ګونرسدوتېر وایي شل کاله مخکې، ۶۴ سلنه ښځې چې په پناځای کې اوسېدوې بېرته هغو کسانو ته ورتلې چې دوی یې ځورولې وې. خو د ښه ملاتړ، مرستو او خدمتونو پایله کې اوس دا شمېره ۱۱ سلنه ته راټیټه شوې.
د سوپ خیریه پخلنځي بنسټ اېښودونکې
مارګاریتا بارینتوس یوازې د ۱۵ کسانو لپاره د سوپ خیریه پخلنځي له پیلولو اوس په یوه ورځ کې له ۵۰۰۰ ډېرو کسانو ته خواړه چمتو کوي. هغه په ارجنټاین کې له لوږې سره د ژمنې مبارزې له امله پېژندل کېږي. د دغه هېواد د ۴۶ میلیونه وګړو له ډلې ۵۳ سلنه یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
بارینتوس د ارجنټاین په یوه تر ټولو بې وزله سیمه کې زېږېدلې ده او له کوچینوالي له ستونزو سره مخ شوه. په ۱۹۹۶ کال کې یې د «لوس پیلتونس» په نوم خپل خیریه پخلنځی پرانیست او بیا یې پر یوه بنسټ بدل کړ چې اوس د ماشومانو او معلولیت لرونکو د ساتنې مرکز، روغتیايي مرکز، د اوبدلو خارخونه او د کتابتون په برخو کې فعالیت کوي.
د هغې ټولنیزو چوپړونو د ډېری سوداګرو او نامتو شخصیتونو ملاتړ ترلاسه کړی دی - د نړۍ مشهور فوټبالر لیونل میسي په دې وروستیو کې هغې ته د لیلامۍ لپاره یو لاسلیک شوی کمیس ورکړ.
راهبه
راهبه یا یهودۍ عالمه او نیویارک کې د یهودۍ ټولنې مخکښه شارون کلاینبیام درې لسیزې د LGBTQ+ ټولنې د حقونو او مدهب ترمنځ د تعامل رامنځ ته کولو ته وخت ور کړی دی.
شارون کلاینبیام پر ۱۹۹۲ کال په نیویارک کې د «بیت سیمچات توراه ټولنې» د لومړنۍ راهبې په توګه وټاکل شوه. په دې ۳۲ کلونو کې دغه ټولنه په ۱۹۹۰ کلونو کې د اېډز کړکېچ په ګډون له مختلفو لوړو ژورو تېره شوه ده.
نوموړې په دغه ټولنه کې د غړیتوب پراختیا څارله چې پر نورو سربېره جنس بدلي هم پکې غړیتوب ولري. اوس دا کنیسه په امریکا کې LGBTQ+ لپاره د تر ټولو ملګرې کنیسه په نوم پېژندل کېږي.
کلاینبیام چې سږ کال متقاعده شوې، د ټولنیز عدالت پروژو کې مخکښه قوه وه او د امریکا ولسمشر جو بایډن د متحده ایالتونو د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسون غړیتوب ور کړی دی.
خیاطه او سوداګره
دلارام یلدوشیوا دوه کاله وړاندې د حاصلاتو د راټولولو په یوه پېښه کې دواړه پښې له لاسه ورکړې. خو له دې سره - سره یې له خپلو لویو خوبونو لاس وانخیست.
هغې د تشبث او د سرچینو مدیریت اساسات زده کړل او له 40 څخه زیاتو زده کونکو ته یې روزنه ورکړه. د میاشتو په اوږدو کې، د هغې شرکت د پام وړ وده وکړه، وړیا ورکشاپونه چلول او د کارګرانو او د ښوونځي ماشومانو لپاره د یونیفورم تولید لپاره قراردادونه خوندي کول.
هغې د تشبث او د سرچینو د مدیریت اساسات زده کړل او له ۴۰ ډېرو کارکوونکو ته یې روزنه ورکړه. په څو میاشتو کې د هغې کمپنۍ خورا ډېره پر مخ لاړه، وړیا ورکشاپونه یې جوړ کړل او د کارګرو او ښوونځیو زدکوونکو د یونفورم جوړولو قراردادونه یې ترلاسه کړل.
د هغې سوداګري د هغې او لسګونو نورو مېرمنو لپاره د عایدو پیدا کولو سرچینه ګرځېدلې.
د هیوي میتال موسیقۍ ډلې سندرغاړې
فېردا مارسیا کورنیا د هېوي میټل (د بچیپروت غږ) موسیقۍ ډلې اصلي سندرغاړې او ګیتار وهونکې ده. د همدې ډلې ټولې غړې ښځې دي او حجاب اغوندي. دا په ډېرې ارامۍ او اسانۍ جنسیتي اومذهبي کلېشهیې فکرونه ننګوي.
دوی په انګرېزۍ او سونډانۍ کې چې په اندونیزیا کې یوه له هغو ژبو ده چې ډېر وګړي پرې خبرې کوي سندرې وایي. د سندرو شعرونه یې له نرواکۍ د اندېښنو او نهیلۍ په اړه دي.
د موسیقۍ دې بڼې ته د دوی راتګ د ځینو محافظه کارو مسلمانانو غوسه وپاروله.
خو دې ډلې ډېر اوږد مزل کړی. ۱۰ کاله مخکې یې د خپل کلي په ښوونځي کې ګاروټ چې د جاوا په لویدیځ کې و خپل کار پیل کړ. سږ کال دوی د ګلستنبري فسټیوال کې خپل سندرې مینه والو ته وړاندې کړې. دا د یاد فسټیوال په ۵۴ کلن تاریخ کې لومړی ځل و چې یوې اندونیزیایي ډلې پکې سندرې وویلې.
د جېمناسټیک لوبغاړې
هبېکا اندراجي د شپږو مډالونو ټولګې سره د برازیل تر ټولو ویاړلې لوبغاړې ده. نوموړې د نړۍ نهه اتلولۍ هم ګټلې دي.
د پاریس ۲۰۲۴ المپیک کې هبېکا اندراجي د ځمکنیو حرکاتو برخه کې د طلا مډال وګاټه. د نړۍ د جمناسټیک له تر ټولو ویاړلې لوبغاړې سیمون بایلز نه مخکې شوه. د مډال اخیستو مراسمو کې بایلز او د ډلې غړې یې جردن چیلز، اندراجي ته درناوی وکړ؛ داسې حرکت چې ژر په مجازي نړۍ کې خپور او د سږني المپیک په سمبول بدل شو.
هبېکا اندراجي چې د اتو اولادونو له کورنۍ یوه یې ده، تر لس کلنۍ یې د سایو پایولو نه بهر له بې قانونه او د بې وزلو له کورونو نه په پښو ځان تر تمرین رساوه. د کور یواځنۍ سرپرستې مور یې په کورونو کې کار سره د هغې د تمرین لګښت پوره کاوه.
بریالیتوب یې هم پر ډېرو سختو ټپونو له برلاسیتوب سره تړلی دی او هغې رواني روغتیا ته د لومړیتوب ور کولو پر اهمیت څرګندې خبرې کړې دي.
د بدلون وړتیاوې پدې پورې تړلي دي چې موږ څنګه هغه شیان اداره کوو چې له موږ سره پیښیږي او دا چې د خپل ټیم ملګرو سره مرسته وکړم چې په بدو شرایطو کې هم ښو اړخونو ته پام وکړي.
هبېکا اندراجي
غشی ویشتونکې
په ترېسي اوتو د خپل پخواني هلک ملګري لخوا په ۲۰۱۹ کال کې برید وشو. له همدې امله هغه له سینې لاندې فلج شوه او کیڼه سترګه یې له لاسه ورکړه. هغه چې وړاندې موډله وه، تمه یې لرله چې بېرته خپل پخواني ژوند ته ور وګرځي.
د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې داسې لوبې ته مخه کړه چې پخوا یې هیڅ نه وه ترسره کړې - غشی ویشتنه. هغې په لومړي تیر وارولو سره نښه وویشته او له دې لوبې سره یې لېوالتیا پیدا شوه.
اوتو سږ کال یې په لومړي ځل د پاریس پآرالمپیک سیالیو کې ګډون وکړ. د معلولیت له امله هغه د خولې په مرسته غشی واروي.
له دې سره له شوې پېښې پنځه کاله وروسته اوس هغه له کورني تاوتریخوالي اغېزمنو سره خپلې تجربې شریکوي.
د ټلویزیوني خپرونې کوربه او موډله
د ډاون سنډروم لرونکو کسانو په تړاو قضاوتونو ته سږ کال د مدیوسن تېولین غاښ ماتوونکې ویډو چې ځورا ډېره لیدل شوې په نړۍ کې طوفان جوړ کړ. دا د «فرض کړئ زه کولی شم» کمپاین له ستورو هم ده.
د پوهاوي دې کمپیان له ۱۵۰ میلیونه ډېر لیدونکي راغونډ کړل او د خپل مثتب اغېز له امله یې په «کېنز لایونز فیسټوال» کې د معتبر ایوارډ «ګولډ لایون» یا د سرو زرو زمري په ګډون نور انعامونه وګټل.
اداکاره او ماډله تېولین د نیویارک په فېشن اوونۍ کې راښکاره شوه، د کلېنټن نړیوال نوښت کې یې د برخې اخیستو په اړه خبرې وکړې او د «کوینسي جونز» استثنايي مدافع جایزه یې ترلاسه کړه.
هغې جایزې ته د نومول شوې ټاک - شو «تاسې څه فکر کوئ، زه څوک یم» او د «۲۱ پوښتنې» پوډکاسټ کوربتوب کړی.
د بدلون وړتیا یعنی هیڅکله نه تسلیمېدل، حتی که زما په اړه قضاوت کېږي یا له پامه غورځول کېږم او که په کمه سترګه راته کتل کېږي... پیاوړتیا یعنی د هغه څه لپاره درېدل چې باور لرم او هیڅکله د خپل ځان او ټولنې پر وړاندې نه تسلیمېږم.
مدیوسن تېولین
د فلم ډایرکټره
کلووې جاو د بل توکم لومړنۍ فلم ډایرکټره او لیکواله ده چې د اوسکار جایزه یې ګټلې. په تاریخ کې یوازې له دریو مېرمنو یوه ده چې د اوسکار اکاډمۍ د غوره ډایرکټرې جایزه ګټي.
بېجېنګ کې زېږېدلې، بریتانیا او امریکا کې اوسېدلې ده. دا ځان کوچۍ بولي او همدا یې د ۲۰۲۰ کال د جایزې ګټونکي فلم نومډلنډ یا د کوچیانو مځکه موضوع هم ده.
جاو هغه څه ته چې انسانان له یو بل سره تړي او نژدې کوي ډېره لېواله ده او دا لېوالتیا یې له لومړنیو فلمونو چې د یوې بومۍ ټولنې استازیتوب یې کولو ان تر دې دمه د مارول یونیورس یا کائناتو په څېر فلم کې له ورایه ښکاري. دې فلم کې د نورو پرتله ډېر ګڼ توکمي ستورو ته ځای ورکړل شوی و.
سږ کال د میګي او فاریل د شکسپیر پېر مشهور ناول پر بنسټ د یو فلم ډایرکټ کوي چې په ۲۰۲۵ کې به نندارې ته وړاندې شي.
که موږ د خپل کار ځای او هغه صنعت چې په کې کار کوو جوړښت بدل نه کړو نو موږ یوازې وایوو چې موږ د ارزښت تر لاسه کولو لپاره باید کټ مټ د نارینه و په څېر واوسو. زه فکر نه کوم چې ځواک مو دې کې وي.
کلوی جاو
د پارالمپیک سیالیو د تکواندو لوبغاړې
ذکیه خدادادي د پارالمپيک د کډوالو لوبډلې لومړۍ غړې ده چې د ۲۰۲۴ کال پاریس لوبو کې یې مډال وګاټه او له دې سره یې تاریخ جوړ کړ.
دا لوبغاړې چې له یوې لېڅې پرته زېږېدلې، په ۱۱ کلنۍ کې یې په خپل پلرني ټاټوبي د افغانستان هرات ولایت په یوه کلب کې په پټه د تکواندو تمرینونه پیل کړل.
هغې لومړی په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په ټوکیو کې د پارالمپیک سیالیو کې له ګډونه پاته شوه.
خو د پارالمپیک نړیوالې کمېټې په مداخلې او د فرانسې په مرسته هغه په خوندي توګه له افغانستان و ایستل شوه او د طالبانو له واکمنۍ وروسته لومړنۍ افغانه لوبغاړې شوه چې په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي.
د المپیک تر مډال رسېدو زما سفر د افغان مېرمنو، کډوالو مېرمنو او د هرې بلې مېرمنې د مقاومت ځواک څرګندوي. په نه تسلیمېدو سره موږ دا روښانه کوو چې هیڅ داسې څه نشته چې ښځې یې نشي کولی.
ذکیه خدادادي
سندرغاړې
سندرغاړې او سندره لیکونکې رې سږ کال په بریټ جایزو کې تاریخ جوړ کړ. هغې خپلو اوو نوماندیو کې شپږ جایزې وګټلې. نوموړې لومړنۍ ښځه شوه چې د کال د سندره لیکونکې جایزه خپلوي.
په ۲۰۲۱ کال کې ری په خواله رسنیو کې وویل، چې ۷ کاله یې د پولیډر په نوم د ریکارډ شرکت سره مبارزه کړې ده، ځکه هغه شرکت یې د لومړني شخصي البوم د نشرېدو خنډ و.
پر ۲۰۲۳ کال یې د خپلې سټوډیو لومړنی البوم د My 21st Century Blues په نوم د خپلواکې هنرمنې په توګه خپور کړ، چې نیوکګرو یې هرکلی وکړ او هم یې اقتصادي بری ورته درلود.
نوموړې د هغو ننګوونو په هکله چې د موسیقۍ صنعت او هم بهر کې ور سره مخ وه، په ښکاره خبرې کړې لکه جنسي ځورونه، د نشه يي توکو ناوړه کارول او د بدن ناوړه ښکارېدو اختلال. نوموړې سندره لیکوالو ته د منصفانه پیسو د ور کولو غوښتنه کړې ده.
د میز پر مخ د ټېنېس لوبغاړې
د مېز پر مخ د ټېنېس چینایۍ-چیلۍ لوبغاړې ژیینګ زېنګ چې د تانیا په نوم هم پېژندل کېږي په لومړي ځل په ۵۸ کلنۍ کې د پاریس اولمپیک لوبو کې برخه واخیسته.
دې پړاو ته د رسېدو لپاره یې اوږد مزل وهلی، مور یې روزنکې وه او دا دوولس کلنه وه چې مسلکي لوبغاړې شوه. د چین ملي لوبډلې ته غوره شوه خو بیا یې چیلي ته کډه وکړه او سوداګرۍ ته یې مخه کړه او دېرش کاله له دې لوبې لاس به سر شوه.
کورونا وبا د دې لامل وه چې تانیا زېنګ بېرته دې سپورټ ته مخه کړي.
تر ۲۰۲۳ کال د میز ټېنېس لوبو کې د چیلي تر ټولو لوړ پوړې ښځینه لوبغاړې شوه او مخکې له دې چې اولمپیک کې د لوبېدو خوب یې ریښتیا شي د جنوبي امریکا اتلولیو او پن امریکن لوبو کې یې د خپل هېواد استازیتوب وکړ.
سندرغاړې او کمپوز جوړوونکې
په داسې حال کې چې په افغانستان کې له عام ژونده د ښځو غږونه لېرې کېږي، سندرغاړې الهه سرور د «ډوډۍ، کار، ازادي» ترانه ولیکله چې د دې فشارونو پر وړاندې غبرګون وښيي او د هڅونې پیغام ولېږدوي.
دا سندره په لومړي ځل په اکتوبر په میاشت کې په البانیا کې یوې غونډې ته وویل شوه چې په بې سارې توګه ټولې ګډونوالې یې افغان مېرمنې وې.
په فلم، تیاتر او موسیقۍ کې د یوې اوږدې مسلکي دورې په ترڅ کې، دغه جایزه ګټونکې هنرمنده تر ډېره خپل پلیټ فارم د ښځو د حقونو ملاتړ لپاره کاروي.
سرور چې له هزاره لږکي قوم سره تړاو لري، په ۲۰۰۹ کال کې د استعدادونو د لټون په یوه مشهوره خپرونه کې چې افغان ستوري نومېده د لومړي ځل لپاره راڅرګنده شوه، خو په موسیقۍ کې د کار کولو له امله له تاوتریخوالي ډکو غبرګونونو سره مخ شوه او په ۲۰۱۰ کال کې یې هېواد پرېښود.
اداکاره
تونسۍ اداکاره هیند صبري د عرب سېنما یوه مشهوره څېره ده. د ماڼۍ پرځېدل په نوم د ۱۹۹۴ کال فمینیسټي فلم کې یې مهم رول په دغه هېواد کې د ښځو جنسي او ټولنیزه ناوړه کارونه ارزوي.
نوموړې پر ۲۰۱۹ کال لومړنۍ عربه وه چې د ونیز فلم فسټیوال کې د ژوري پلاوې غړې شوه.
هند صبري په وروستیو کې په «څلور لوڼه» فلم کې رول لوبولی چې د اسکار د ۲۰۲۴ کال جایزو لپاره د تونس استازي فلم ټاکل او بهترین مستند فلم ته نوماند شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې یې د خوړو نړیوال پروګرام د ښه نیت سفیرې له دندې استفعا وکړه. نوموړې دا کار په غزه کې «د جنګي وسلې په توګه د کلابندۍ او لوږې» د کارولو په اعتراض کې وکړ.
خبره یوازې د ژوندي پاتېدو نه ده، بلکې بیا رغونه او د زړه له تله مبارزې سره هدف ته رسېدل دي... درد پر عمل بدلول.
هیند صبری
غېږ نیوونکې
وېنېش فوګټ د هند یوه مخکښه غېږ نیوونکې ده چې درې ځله یې د اولمپیک لوبو کې برخه اخیستې. وېنېش فوګټ د هند یوه نامتو لوبغاړې ده چې په سپورت کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي چلن پر وړاندې مبارزه کوي. دې په نړیوال جام، د همګټو هېوادونو سیالیو او اسیایي لوبو کې مډالونه ګټلي دي.
سږکال فوګټ د هند لومړنۍ ښځینه غېږ نیوونکې شوه چې د اولمپیک پایلوبې ته ورسېده، خو په سیالیو کې د ناسم وزن له امله له لوبو ووته. له دې وروسته له لوبو لاس په سر شوه او سیاست ته یې مخه کړه.
فوګټ د جنسیتي چلن پر وړاندې په زغرده څرګندونې او خبرې کوي. دا د هندي غېږ نیوونکو د فدراسیون مشر، بریج بوشان سینګ پروړاندې د میاشتو اوږد احتجاج مهمه څېره وه. دی د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورولو تورن شوی و، هغه تور چې ده رد کړل.
دې احتجاج هغه مهال سرلیکونه جوړ کړل چې پولیسو فوګټ اویو شمېر نور کسان د لاریون پر مهال ونیول.
د دې وړتیا چې په کار کې له یوې بدې ورځې وروسته بېرته پر خپلو پښو ودرېږئ او پر ځان باور ولرئ، همدا د بدلون وړتیا ده.
وېنېش فوګټ
منډه وهونکې
الېسن فېلېکس تاریخ کې په منډو کې تر ټولو ډېر مډالونه ګټلي. ۲۰ د نړیوالو اتلولیو او ۱۱ د اولمپیک مډالونه لري.
دا په پري اېکلمپسیا یا په پر له پسې توګه د وینې لوړ فشار اخته ده او وروسته له دې چې لور یې له وخت مخکې زېږېدلې وه، د میندو د حقونو یوه هوډمنه فعاله شوه. اوس یې امریکا کې د تورپوستو مېرمنو روغتیایي پاملرنې پرمختګ لپاره له میلنډا فرنچ ګیټس ۲۰ ملیون ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.
دې متقاعدې لوبغاړې د ۲۰۲۴ پاریس اولمپیک لوبو کې په لومړي ځل د لوبغاړو په هستوګنځي کې د وړکتون پرانیستلو کې مهم رول درلود.
همدارنګه سږکال د اولمپیک نړیوالې کمیټې د اتلانو کمیسیون د غړې په توګه وټاکل شوه او د سپورټ مدیریت یو شخصي شرکت یې جوړ کړی چې یوازې د ښځو ورزش ته ځانګړی شوی.
د بدلېدو وړتیا له سختو حالاتو سره د مبارزې پر وخت د ځواک او ښکلا موندلو په اړه ده اودا چې د پرمختګ لپاره له هرې ناکامۍ د سونتوکو په توګه کار واخیستل شي.
الېسن فېلېکس
هنرمنده او د اقلیم مدافع
اینا مودجا د اقلیمي عدالت مدافع، سازپوهه او فلم سازه ده، داسې ښځه چې له ډېرو ننګونو سره مخ شوې، لکه د ښځو د ختنې ضد له کمپاین د دوی د تلپآتې اتلولۍ تر ملاتړ پورې.
نوموړې د ستر زرغون دېوال مستند پروډیوسره ده چې پخپله هم د کمرې مخ ته حاضره وه. دغه مستند ساحل کې د شاړې شوې ځمکې د ررغونولو او د دښتې د پراختیا د کنټرول لپاره د افریقا د لویو خیالونو هڅې ښیي. ساحل د افریقا د سترې وچې سوېل کې سیمه ده چې له شرق تر غرب پورې ۱۲ هېوادونو کې غځېدلی دی.
اینا مودجا د ملګرو ملتونو د دښتې زیاتېدو سره د مقابلې کنوانسیون د ښه نیت سفیره ده، چې له اقلیمي بدلون د اغېزمنو ټولنو غږ پیاوړی کوي.
نوموړې د کوډګرین خصوصي سازمان بنسټګره هم ده چې د نوښتګرو تخنیکونو او ویډیويي لوبو ترکیب سره مثبتې چارې هڅوي.
ځواکمنتیا د بدلون راوستونکو حل لارو د مشرۍ لپاره د ښځو او نجونو د وړتیا روزلو په مانا ده.
اینا مودجا
سندرغاړې او سندرې جوړوونکې
د لاتېني موسیقۍ په برخه کې یوه له پېژندل شویو سندرغاړو د ګواتیمالا ګابي مورونو په ۲۰۲۴ کال کې د غوره لاتېني پاپ البم له امله، د (ګرامي) جایزه ترلاسه کړه او خورا لوی شهرت یې وموند.
د هغې موسیقي په دوو ژبو جوړه شوې او د امریکا له (سول) او لاتین (فولکلور) سبکونو یې الهام اخیستی. د مورنو موسیقي او احساساتي غږ یې د هغې بډایه کلتوري میراث ښکارندويي کوي.
مورنو دغه راز لومړنۍ ګواتیمالايۍ شوه چې د ماشومانو د حقونو د دفاع لپاره د یونیسف د ښه نیت سفیره ونومول شوه.
هغې په دې وروستیو کې په داسې یوه هېواد کې چې اټکل کېږي ۲.۷ میلیونه نجونې او هلکان د ښوونځیو له سیستم بهر دي، د زدکړو کیفیت لرونکو توکو ته د لاسرسي د پراخوالي په موخه یو کمپاین پیل کړ.
د اوږ واټن منډه وهونکی
د اولمپیک لوبو منډه وهونکې جان چیلیمو چې په کېنیا کې زېږېدلې رومانیايۍ ده، د اوږده واټن ځغاسته کې یې لاسته راوړنې وستایل شوې. سږ کال یې د اروپايي اتلولیو نیمه اوږده ځغاسته کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
له لوبو ورهاخوا، هغه د جنسیتي تاوتریخوالي قرباني ده او هڅه کوي چې له خپلې تجربې په ګټې اخیستنې سره هغه ګواښونه روښانه کړي چې لوبغاړې ورسره مخامخ کېږي.
هغه د «تیروپ انجلز» یا د تیروپ فرشتې یوه بنسټ اېښودونکې ده. کېنیايي لوبغاړو دا بنسټ په ۲۰۲۱ کال کې د دوی د رېکارډ لرونکې ملګرې اګنېس له وژنې وروسته جوړ کړی. هغه د پراخو فعالیتونو له لارې د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه کوي.
سږ کال د پخواني ملګري لخوا د ربیکا چیپتېګي له وژنې سره یو ځل بیا په کېنیا کې د مېرمنو د وژل کېدو پر وړاندې د پراخو ګامونو پورته کولو غوښتنه وشوه.
زه باور لرم چې ریښتینی بدلون هغه وخت پیلېږي چې موږ پرېکړه وکړو، زموږ درد د کیسې پای نه دی، بلکې د لوی بدلون پیل دی.
جان چیلیمو میلي
د افروپاپ سندرغاړې
سندرغاړې او سندره جوړوونکې نوېلا ویالا نواډیي چې هنري نوم یې ویالا دی، د دې په سیسالا ژبه کې د (کار تر سره کوونکې یا عمل کوونکې ) په معنی دی.
دا هنرمنده چې د خپلو جامو د ځانګړي فیشن او بڼې لپاره ډېره مشهوره ده، د سندرو لپاره جامې په خپله په داسې بڼه ډيزاین کوي چې د ګانا شمال کې د خپل ټاټوبي د کلتور او دود استازیتوب وکړي او خلکو ته یې وروپېژني.
د سندرو ډېر شعرونه یې د افریقایی مېرمنو استثمار روښانه کوي. ویالا د ملګرو ملتونو ادارو او ګانا کې له چارواکو سره د همکارۍ له لارې ماشومتوب کې د ودونو پر ضد مبارزه کوي.
دې په خپل ټاټوبي فونسي کې هنري مرکز ، ټولنیز راډیو سټیشن او رستورانت هم جوړ کړی چې خلکو ته دندې برابرې کړي او خلاقیتونه ته وده ورکړي.
کومیډینه
د جاپان د ترټولو مشهورې هڅوونکې په توګه، نیومي وتنابې په خپل هیواد کې د ښځینه کمیډینو نوي نسل ته لاره اواره کړې ده.
هغې د نارینه تر واک لاندې جاپاني کومیډي کې خنډونه له منځه یوړل، دا د ښځینه اصلي کرکټر په توګه رول لوبوي او بریالۍ کومیډي نندارې وړاندې کوي.
وتنابې جاپان کې د بدن په اړه د کلیشو بدلولو کې مرسته کوي او د پوچاکاوایي په نوم چې د چاغې او خوږې په معنی دی بدن ته د مثبت لید خوځښت مشري کوي. دې جاپان کې د ډېرو لویو جامو جوړولو یو له لومړنیو برنډونو هم جوړ کړی دی.
جاپان کې پر تلویزیون او فلم کې د لویو بریالیتوبونه له ترلاسه کولو وروسته، اوس امریکا ته تللې چې د کومیډي نړیوال دریځ ته ورسېږي.
څنګه مو د بدلېدو وړتیا ساتلئ شئ؟ زه تل فکر کوم، "زه مو خوښه نه یم، دا سمه ده." لطفا ما ته یو کال وخت راکړئ، کېدای شي زه به مو نظر بدل کړم." زه تل داسې ذهنیت لرم".
نیومي وتنابې
سندرغاړې او سندرې لیکونکې
حدیقه کیاني د پاکستان د موسیقۍ یوه نایابه څېره ده. نوموړې د هر اړخیز غږ او په بشري چارو کې د ونډې اخیستو له امله پېژندل کېږي.
هغه په ۱۹۹۰ کې مشهوره شوه او د سویلي اسیا د ښځینه پاپ موسیقي ستورې څېره شوه. دغه راز د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ښه نیت سفیره هم ده.
په پاکستان کې د ۲۰۲۲ کال وېجاړونکو سېلابونو پر مهال کیاني د «راه وسیله» یا (لارې وسیلې) پروژه پیل کړه چې د بلوچستان او سویلي پنجاب سیمو کې یې د سېلابونو قربانیانو سره مرستې ته ځانګړې کړه.
هغې له خلکو وغوښتل چې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې وکړي او تېر کال یې اعلان وکړ چې د یادې پروژې له لارې یې په زیانمنو شویو سیمو کې ۳۷۰ کورونه او نور تاسیسات جوړ کړي دي.
المپیکۍ نښه ویشتونکې
د کیم یېجي جذابیت او ورزشي بریاوو سږ کال د نړیوالو پام خپل کړ.
د توپانچې دغې نښه ویشتونکې تېر جولای په المپیک کې لومړني حضور سره د ښځو د بادي توپانچې لس متره برخه کې د سپینو مډال وګاټه. تر هغه څو میاشتې مخکې یې د ښځو د ۲۵ متره توپانچې نړیوال ریکارډ خپل کړی و.
ویډیوګانې یې ډېرې ژر خواله رسنیو کې ډېرې ولیدل شوې او هغه نه یوازې نښه ویشتلو کې مهارت لري بلکې د ارام چلند، نه ماتېدونکي تمرکز او بڼې له امله چې له علمي تخیلي فلمونو یې الهام اخیستی وستایل شوه. د هغې سفارشي عینکې چې د دقت زیاتوالي لپاره یې کارولې ډېر پام خپل کړ.
کیم یېجي د مورولۍ د مسوولیتونو په هکله خپل نظر په ډاګه کړی. هغه خپلې شپږ کلنې لور ته د وخت ور کولو لپاره یو څه مهال له ورزش لرې شوه.
موږ د ورزش له لارې مقاومت، ډله ییز کار او اراده نندارې ته وړاندې کوو، داسې ارزښتونه چې زما په اند د لوبې له ډګر لرې ځي او ټولنه کې د پراخو بدلونونو لپاره الهام دي.
کیم یېجي
د جنسي کارکوونکو د حقونو فعاله
د ډیرو کمپاینونو ترشا مخکښ ځواک. لورډېز باریتو خپل ژوند برازیل کي د جنسي کارکوونکو لپاره د غوره حقونو ملاتړ کې تېر کړی.
دې خپل فعالیتونه د امازون په بیلیم ډو پارا سیمه کې پیل کړل. بیا يې په ۱۹۸۰یمو کې د برازلي جنسي کارکوونکو شبکه جوړه کړه - چې په لاتینې امریکا کې د جنسي کارکوونکو لپاره لومړی خوځښت و.
بارېتو چې اوس شاوخوا اتیا کلنه ده، لسیزې کېږي چې له ننګوونکو قضاوتونو سره مبارزه کوي.
دې هېواد کې د اېچ ای وي مخنیوی تګلارو جوړولو کې مهم رول درلود او د سرو زرو کان کیندونکو ټولنو کې د اېچ ای وي خپرېدو مخنیوي لپاره یې کمپاین وکړ. په ۲۰۲۳م کال کې یې خپل ژوند لیک خپور کړ.
هیله لرم چې زموږ خبرې ارزښت ولري اوغلې نه شي. موږ د نړۍ میرمنې ، له خپلو لویو خوبونو ، چې ریښتیني یې کړو ، فکر وکړو ، او ټولنه بدله کړو.
لوردېز بارېتو
د کلي مشره او د ځنګلونو خوندیتابه کمپاینره
په دې وروستیو کې د ترکیې لویدیځ کې د İkizköy ایکیزکویي سیمې د مشرې په توګه وټاکل شوه. کروندګره نیجلا ایک د تیرو پنځو کلونو راهیسې د ځنګلونو له مینځه وړلو پروړاندې د مبارزې مشري کوي. تېرو پنځو کلونو کې بزګرې نېجلا ایشیک د ځنګلونو وهلو پر وړاندې د سختې مبارزې مشري کړې ده.
کله چې څېرمه اکبېلین ځنګل د ډبرو سکرو کان لپاره د وړاندیزونو له امله له ګواښ سره مخ شو ، ایشيک او نورو ځایي میرمنو د قانون او لاریونونو له لارې مبارزه پیل کړه چې د کان کیندنې پروژو لپاره د ځنګلونو وهلو لړۍ مخه ډب کړي.
ځینې وختونه د دوی د چاپیریال ساتنې کمپاین د پولیسو او هغو لاریون کوونکو ترمنځ د سختو نښتو لامل کېده چې د ځنګلونو دفاع لپاره په کتار ولاړ وو، خو ایشيک او نورو کلیوالو ژمنه وکړه چې د ټولو ننګونو او ګواښونو سره سره چې دوی ورسره مخ دي خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، ځنګلونو ته د ننوتلو لپاره د جریمې په ګډون. (دا جریمه وروسته لغوه شوه).
د ښځو د حقونو مدافع
فوزیه العتیبي د خپل غږ پورته کولو او په سعودي عربستان کې د نرواکۍ د ختمولو لپاره له مودو راهیسې خواله رسنۍ کاروي.
خو د چارواکو له خوا د پلټنو لپاره تر احضار وروسته یې له خپل هېواد د وتلو پرېکړه وکړه.
د هغې خور مناهل العتیبي چې پخپله هم د ښځو د حقونو فعاله ده- د سږ کال لومړیو کې ونیول او په ۱۱ کاله بند محکومه شوه. د بشري حقونو ډلې وايي، پر نوموړې د حجاب غوره کولو او د مجازي نړۍ کې د نظریو له امله تورونه لګېدلي دي.
فوزیه العتیبي د خپلې خور د ازادۍ لپاره نه ستړېدونکې مبارزه کړې ده. سعودي عربستان کې د مخالفانو د ځپلو وروستۍ څپه کې ډېر کسان په مجازي نړۍ کې د نظر څرګندولو له امله زنداني شوي دي.
د LGBTQ+ حقونو کمپاینره
تایلنډ سږ کال په قانون کې د ودونو د مساواتو مصوبه لاسلیک کړه او به سویل ختیځ کې لومړی هېواد شو چې همجنسبازان په رسمیت پېژني. په همدې پلمه ان چوماپورن (واداو) د نمانځنې لپاره دلیل درلود.
هغه په پالمان کې د همدې لایحې د تصویبولو په هڅو کې مخکښه وه او د استازو او مشرانو جرګو کې یې د قانون بیا کتنې کمېشنرې په توګه کار کړی دی.
چورماپورن د «بنکاک پرایډ» شرکت ګډې بنسټ اېښودونکې او د سویلي تایلنډ د کوییر او لزبین دا فعاله د تایلنډ سویل کلیوالي سیمې سره تړاو لري. هغه له یوې لسیزې راهیسې د بشري حقونو او LGBTQ+ ډلې د حقونو ملاتړ کوي.
به ۲۰۲۰ کال د تایلنډ د ځوانانو په لاریونونو کې نوموړې د ازادۍ جبهې مشرې په توګه د ډیموکراسۍ پلوه فیمینسټې په څېر راڅرګنده شوه. هغه د خپلو فعالیتونو له امله له ۸ سیاسي تورونو سره مخ شوه.
جګړه کې د جنسیتي تاوتریخوالې پر ضد فعاله
نامتو فعاله او تکړه لیکواله هاله القارب د افریقا ښکر سیمه کې د ښځو لپاره د ستراتیژیک نوښت (SIHA) سیمه ییزې مشرې په توګه داسې نوښتونه رهبري کوي چې په سیمه کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي په اړه پوهاوی خپروي.
له ۲۰۲۳ کال اپریل سوډان کې د جګړې له پیل راهیسې، SIHA د دې تر مشرې لاندې بنسټ، جګړو پورې اړوند جنسي تاوتریخوالي پېښې څاري، او ښځو او نجونو ته ملاتړ او مرستې وړاندې کوي.
د ۲۰۲۴ د اکتوبرمیاشت کې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د دې ستونزې د "بې سارې" کچې په اړه خبرداری ورکړل شوی و او نیمه پوځی چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) یې په "ناوړه جرمونو" تورن کړل، هغه تورونه چې دې ځواکونو رد کړل.
راپور اټکل کړی چې لږترلږه ۴۰۰ له جګړو پورې تړلي جنسي تاوتریخوالي ژغورل شوي کسان د ۲۰۲۴ تر جولای پورې مرستو لپاره لېږل شوي او دا شمېریې یوازې یوه کوچنۍ برخه ده.
ډاکټره او سیاسي فعاله
په پاکستان کې د هغو سلګونو ښځو په ډله کې چې په لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه، مهرنګ بلوچ هم وه چې په بلوچستان ایالت کې د جبري لادرکیو پر ضد لاریونونه کوي.
د هغې د عدالت غوښتنې وروسته له هغه راپورته کېږي چې ادعا کېږي پلار یې په ۲۰۰۹ کال کې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو او بیا دوه کاله وروسته د شکنجو له نښو سره مړ وموندل شو.
بلوچ د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د سلګونو مېرمنو په مشرۍ (۱۰۰۰ مایله - ۱۶۰۰ کیلو متره) د پاکستان پلازمینې اسلام اباد پر لور یون وکړ چې د خپلو کورنیو د غړو د ځای ځایګي معلومات وغواړي او د همدې سفر پر اوږدو کې دوه ځله ونیول شوه.
د بلوچستان ایالت لاریونوال چې له اوږدې مودې راهیسې د ملتپاله اورپکۍ ډګر دی وايي، د دوی عزیزان د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا د بلوا ضد عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي او وژل شوي دي. د اسلام اباد چارواکي دا تورونه ردوي.
دا ډاکټره له هغه وخته راهیسې د بشري حقونو په یوې پیاوړې فعالې اوښتې او د هغې د بشري حقونو ډلې بلوچ یک جهتي (یووالي) کمېټې (BYC) په نوم فعالیت کوي. د بشري حقونو په برخه کې د هغې د هڅو له امله په ۲۰۲۴ کې د (ټایم ۱۰۰) لیست کې د نویو راڅرګندېدونکو مشرانو په توګه وپېژندل شوه.
د محافظه کار ګوند مشره
کیمي بېډناک په نومبر کې د محافظه کار ګوند د مشرې په توګه وټاکل شوه. هغه لومړنۍ تورپوستې ده چې د برتانیا د یو ستر سیاسي ګوند مشري کوي.
هغه اوس په پارلمان کې د شمال ختیځ اسېکس غړې ده او پخوا د سوداګرۍ وزیره او د ښخو او مساواتو مشاوره وه.
بېډناک له نایجریايي مور او پلار په لندن کې زېږېدلې، خو د نایجریا په لاګوس او متحده ایالتونو کې لویه شوې ده. په نایجریا کې د سیاسي او اقتصادي حالاتو خرابېدو سره هغه په ۱۶ کلنۍ کې برتانیا ته ستنه شوه او کمپیوټر انجینري او قانون کې یې زدکړې وکړې.
سیاست ته له دننه کېدو مخکې په کوټس شخصي بانک کې مرستیاله مشره او د سپیکټېټر مجلې د ډیجیټل برخې مشره وه.
د کډوالو د حقونو فعاله
ګورلین ایم. جوزیف د امریکا متحده ایالاتو د سیاست او نژاد د تقاطع نقطه کې کار کوي. هغه د کډوالو د حقونو لپاره هم کمپاین کوي.
هغه د ښځو په مشرۍ (هېتي پل) بنسټ اېښودونکې ده چې د افریقايي نسل پر خلکو تمرکز کوي.
د هغې تر لارښوونې لاندې دغه ایتلاف سږ کال د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې جنایي تورونه ثبت کړل. دا کار یې د ټرمپ د هغو بې بنسټه څرګندونو پر خلاف وکړ چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې «اوهایو» «سپرینګفیلډ» کې کړې وې او د هېتي کډوالو په اړه یې ویلي و چې «کورني حیوانات خوري».
جوزیف له اوږدې مودې راهیسې د هایتي کډوالو د ایستلو پر بهیر څرګندې نیوکې کوي. د هغې سازمان پدې وروستیو کې د بایډن له ادارې وغوښتل چې د هغو پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو مخه ونیسي چې د دوی په ټاپو کې د ډلهییز تاوتریخوالي له امله متحده ایالاتو ته تښتېدلي دي.
سیاستواله
هوانګ جیه چې د جنسیتي برابرۍ مخکښه فعاله ده، د روان کال جنورۍ کې یې پارلمان کې د یوې چوکۍ په ګټلو تاریخ جوړ کړ او د ټایوان لومړنۍ LGBTQ+ وکیله ده چې په ښکاره خپل جنسي هویت په اړه خبرې کوي.
هغې په خپلو سیاسي فعالیتونو کې ګڼ شمېر اصلاحات راوستي. د مېنداوره کېدو درملو ته د مجردو نجونو او همجنس خوښو جوړو لاسرسی او د مېندوارۍ پړاو کې د مالي ستونزو د هواري قوانین په دې کې شامل دي.
په ۲۰۲۳ کې د خپل جنسي هویت له روښانولو وروسته یې د هغو ځورونو په اړه په ښکاره خبرې کړي چې ورسره مخ وه. د جعلي جنسي ویډیوګانو یا دیپ فېک پورنوګرافي د یوې قربانۍ په توګه یې د هغو قوانینو د پیاوړتیا او ځواکمنولو لپاره هلې ځلې کړي چې د ډیجیټلي جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه کوي.
د بدلون اصلي پیاوړتیا د رنګارنګۍ په منلو کې ده. هر څومره ډېر غږونه چې موږ ومنو هغومره پیاوړې کېږو. په ځانګړې توګه هغه غږونه چې کمزوري ګڼل کېږي، ښځې او LGBTQ+.
هوانګ جیه
ټولنیزه فعاله
هند کې د بې وزلو د حقونو فعالې ارونا روی له کلیوالو ټولنو سره د مخامخ اړیکې لپاره په دولتي خدمتونو کې خپله دنده پرېښودلې ده.
نوموړې د «کارګرو او کروندګرو د پیاوړتیا ټولنه» په نوم د هغه ولسي سازمان یوه بنسټګره ده چې پر روڼتیا او عادلانه ورځ مزدوري تمرکز لري او د ۲۰۰۵ کال د مهم قانون په تصویب کې یې مهم رول درلود چې وګړو ته د حکومت د ځواب ویلو امکان ور کوي.
روی تېرو څلورو لسیزو کې د ولسي نوښتنو لومړۍ کرښه کې ده او د رامون مګسیسي جایزې په ګډون- چې د اسیا نوبل جایزه بلل کېږي- نورې ډېرې جایزې هم تر لاسه کړې دي.
نوموړې د هند د ښځو ملي فدراسیون مشره ده او سږ کال یې خپل ژوند لیک د «شخصي مسله سیاسي مسله ده» په نوم نشر کړی دی.
لویو خیالونو کې ډوبېدل تر ډېره سبب کېږي چې خپلې شاوخوا هیلې ونه وینو.
ارونا روی
د لومړي وزیر مرستیاله
د بریتانیا په سیاست کې یوه له لوړ پوړو دندو. انجلا رېنر د جولای په عمومي ټاکنو کې د لومړي وزیر مرستیاله شوه.
په سټاکپورټ کې زېږېدلې او لویه شوې رېنر له ماشومتوبه د خپلې مور ساتنه کوله. شپاړلس کلنه وه چې مېندواره شوه او ښوونځی یې پرېښود. هغې د سیمه ییزې شورا لپاره د ټولنیزې پاملرنې برخه کې کار کاوه او په خپلو هڅو ان د کارګرانو د اتحادیې استازیتوب مقام ته ورسېده.
رېنر په لومړی ځل په ۲۰۱۵ کې د اشټون انډر لاین سیمې لپاره پارلمان ته د کارګر ګوند د استازې په توګه وګومارل شوه. دې سیمه کې دا لومړنۍ ښځینه پارلماني وکیله وه او د نورو دندو تر څنګ یې پارلمان کې د مخالف ګوند د ښځو او مساواتو د وزیرې په توګه کار کاوه.
هغه اوس مهال د کور، ټولنو او سیمه ییزې حکومتولۍ وزیره ده.
د یرغملو د خوشي کولو فعاله
اسراییلۍ عیناو زنګواکر کمپاینره او یوه مور ده چې د یرغملو د خوشي کولو لپاره مبارزه کوي. د هغې ۲۴ کلن زوی ماتان د حماس په مشرۍ د اکتوبر اوومې بریدونو کې یرغمل شو. د زوی د ژوند ملګرې یې الانا هم وتښتول شوه او بالاخره د یوه زنداني په بدلېدو خوشې شوه.
تر هغه وروسته یې پرلپسې د یرغملو کړکېچ ته پام اړولی دی. پر چارواکو غږ کوي چې په دې برخه کې هڅې وکړي او خلک هڅوي چې یوه نه بله اوونۍ لاریونونه وکړي.
له حماس د یرغملو په خوشي کولو کې له پاتې راتلو وروسته عیناو زنګاوکر د اسراییل حکومت ته پر سخته نیوکه کوونکې بدله شوه. که څه هم تر دې مخکې یې د بنیامین نتن یاهو په مشرۍ واکمن ګوند ته رایه ور کړې وه.
نوموړې د اوربند تړون غواړي چې د پاتې یرغملو خوشي کول تضمین کړي.
د مېندوارۍ حقونو فعاله
د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې چې کله د مېنداوارۍ په وخت د امانډا زوراوسکي له زیلانځ نه له وخت مخکې ټولې اوبه ووتلې، نو ډاکټرانو ورته وویل، چې حمل یې ضایع کېږي.
امانډا زوراوسکي په تکزاس کې اوسېږي چې د سقط اجازه هم پکې نشته. دوه میاشتې مخکې د سترې محکمې پرېکړه پسې دغه ایالت کې د جنین پر سقط بندیز لګېدلی و، مګر یوازې هغو مېندوارو ته اجازه وه چې ژوند یې له خطر سره مخ وي. درې ورځې وروسته نوموړې د سپټیک شاک له امله عفونت واخیست، چې ژوند یې له خطر سره مخ و او په نتیجه کې یې د سقط اجازه تر لاسه کړه.
د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې امانډا او د هغې په څېر نورو ۱۹ مېرمنو د حکومت خلاف قضیه ثبت کړه. دا لومړی ځل و چې د جنین له سقطولو محرومو ښځو د سترې محکمې دا پرېکړه وننګوله. د تکزاس سترې محکمې د جنین سقطولو د بندیز ننګوونکې غوښتنه رد کړه.
اوس امانډا «په هېواد کې د مېندوارۍ د حقونو د خوندیتوب او بیا تولید» لپاره مبارزه کوي.
د جبري شنډېدنې قضیې مدعي
یومي سوزوکي چې دماغي فلج زېږېدلې، له کوچینوالي د توپیري چلند ښکار شوه. کله چې یوازې ۱۲ کلنه وه له هیستریکتومي سره مخ شوه. یعنی د جراحي په وسیله د رحم لرې کولو پروسه.
له ۱۹۵۰ تر ۱۹۹۰ کلونو پورې ځینې معلولیت لرونکي کسان لکه سوزوکي په جاپان کې د یوجینیک قانون له امله په جبري توګه تعقمېدل (شنډېندل) چې دا قانون بیا په ۱۹۹۶ کې لغوه شو.
سوزوکي او ۳۸ نورو مدعینو په حکومت دعوه وکړه او په کلونو محکمو ته له تګ - راتګ وروسته یې قضیه وګټله. په جون میاشت کې د جاپان سترې محکمې دا کار ناقانونه وباله او حکومت ته یې امر وکړ چې قربانیانو ته غرامات ورکړي.
چارواکو منلې چې ۱۶۵۰۰ شنډېدنې له رضایت پرته ترسره شوي دي.
وکیله
قانون او عدالت ته لېواله لوت لوپز په کریسټوسل سازمان کې لوړ پوړې مدیره ده، هغه اداره چې په مرکزي امریکا کې د ډیموکراسۍ د ودې لپاره کار کوي.
هغې په السلوادور کې د فساد پر ضد مبارزې، د ټاکنو قانون او د بشري حقونو پر ساتنې برخو کې کار کړی دی.
هغه چې پر حکومت او بنسټونو نیوکه کوونکې ده، پر خواله رسنیو د سیاسي روڼتیا او عامه حساب ورکونې لپاره پراخ کمپاین کوي چې خپله دا پروسه د خلکو لخوا وڅارل شي.
د نوموړې کار روان کال هغه مهال مشهور شو چې السلوادور د دویمې دورې لپاره نایب بوکله د ولسمشر په توګه وټاکه. بوکله چې د جرم پر وړاندې له مبارزې وروسته لا مشهور شو، ځان یې «د نړۍ تر ټولو ښه دیکتاتور» وباله.
د بشري حقونو وکیله
ډېری ځوان ناروغان چې په وینزویلا کې د کاراکاس «جوس مانویل دي لاس» د ماشومانو په روغتون کې یې درملنه کېږي، د ټیټ عاید لرونکو کورنیو دي او یا له داسې کورنیو دي یوازې مور یا پلار لري.
پریپرما فامیلیا، چې د نا دولتي سازمان په توګه د کاترین مارتینز لخوا جوړ شوی دی، دوی ته اړین توکې لکه جامې، روغتیايي او خوراکي توکې او د رواني روغتیا اسانتیاوې ورته برابروي.
د بشري حقونو د وکیل په توګه ماتینز او ډله یې هغه پېښې ثبتوي چې به روغتون کې یې له ماشومانو او پالندویه ښځو سره ویني. موخه یې دا ده چې قربانیان وکولی شي د غراماتو غوښتنه وکړي.
په وینزویلا کې د خوارځواکۍ لوړې کچې ته په کتو، پریپارا فامیلیا داسې مرکز پرانیستی چې ماشومانو او مېندواره مېرمنو ته د تغذیې بشپړونکي او ویټامینونه وړیا چمتو کړي.
د نوبل سولې جایزې ګټونکې
اوس له جنسي تاوتریخوالي د ژغورل شویو کسانو ملاتړې، د بشري حقونو فعاله او د نوبل سولې جایزې ګټونکې نادیه مراد په عراق کې د یزیدیانو له نسل وژنې چې ۲۰۱۴ کال کې د اسلامی دولت نومې ډلې لخوا ترسره شوې وه ژوندۍ پاتې ده.
داعش وسله والو نیولې وه، د یوې وینځې په توګه یې ورسره چلن کړی و او د جنسي تېري او ناوړه چلن سره مخ شوې وه. مراد له دریو میاشتو وروسته په تېښته بریالۍ شوه او په زړورتیا یې نړۍ ته خپلې ترخې تجربې بیان کړې چې د شخړو اړوند جنسي تاوتریخوالي په اړه پوهاوی خپور کړي.
دې د بشری حقونو له وکیلې امل کلوني سره همکاري وکړه چې داعش ځواب ویلو ته اړ کړي او د نادیې نوښت په نوم یې یو سازمان جوړ کړ چې د ټولنو په بیارغونه کې مرسته وکړي او ژوندي پاتې شویو ته د رسېدلي زیان د تاوان غوښتنه وکړي.
د یزیدي له ټولوژنې لس کاله وروسته، مراد لاهم د پیاوړتیا نړیوال سمبول ده.
موږ باید هغه څه چې زه یې "د روح وسلې" بولم د عدالت او برابرۍ لپاره مبارزه کې وکاروو: ریښتیا، هیله او خواخوږي.
نادیه مراد
کان کیندونکې
اني سیاندوکو مانګې د کانګو د کان کېندنې په سوداګرۍ کې د یوې مېرمنې په توګه د نابرابرۍ او جنسي ځورنې پر وړاندې د مبارزې لپاره په دغه صنعت کې د یوه بنسټیز غورځنګ مشري کوي. په دې کې د هنري کانونو د کارګرانو نیمايي یې ښځې دي.
د رینافم په نوم د ښځو د کان کېندنې ملي شبکې مشرې په توګه، هغه خپل ځان د «مېري باس» یا مشره مور معرفي کوي او د کانونو د بېلا بېلو برخو د مشرانو په توګه د ښځو په ګمارلو سره هڅه کوي چې د نارینهوو لخوا د ښځینه همکارانو د جنسي ځورونې مخه ونیسي.
په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د پاکې انرژۍ تولیداتو لکه برېښنايي موټرو لپاره د کوبالټ او نورو منرالونو تقاضا لوړه ده، هغه هېله لري چې د ښځو د ژوند ښه کولو په برخه کې له پانګونې سره په دې برخه کې د ماشومانو کار هم راکم کړي.
د ایرلنډي مسافرو غورځنګ فعاله
لاتیشا مککرډن ۲۰ کلنه ده، خو سر له اوسه یې د ایرلنډي مسافرو ټولنې د حقونو مدافع په توګه ځان ثابت کړی.
هغه د دې ټولنې غړې په توګه غواړي چې ایرلنډ کې د توکمي لږکیو اړوند تابوګانو سره مبارزه وکړي او د کورني تاوتریخوالي د قرباني په توګه د خپل غږ پر مټ د ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه وکړي.
د ګالوې پوهنتون د حقوقو محصلې مککرډن د ایرلنډ د مسافرو غورځنګ د غړې، د ایرلنډ د مېرمنو ملي شورا او د مسافرو ملاتړ ډلې «مینچیرز ویډن» غړې په توګه کار کړی دی.
هغه تمه لري چې په راتلونکو یعنی د ۲۰۲۹ کال په سیمه ییزو ټاکنو کې برخه واخلي او د ایرلنډ په راتلونکې کې بدلون راولي.
د تنوع او ګډون فعاله
په یوګانډا کې همجنسبازي ناقانونه ده او سزا یې زندان ده. د LGBTQ + مدافع ناباګسرا د همدې نا انډوله قوانیونو د بدلون لپاره مبارزه کوي.
په ښکاره د یوې همجنسبازې مېرمنې په توګه په ټوله افریقا کې د LGBTQ+ پر ضد د توپيري چلند پر خلاف د هغې کمپیان ژور اغېز لرلی دی.
ناباګسرا په بریالیتوب سره د ورځپاڼو او یوګنډا حکومت د LGBTQ + پر خلاف له بیانونو شکایت کړی دی؛ هغې دوه ځله د یوګنډا په محکمو کې د همجنسبازۍ ضد قانون ننګولی او اوس د ۲۰۲۳ کال قانون ننګوي.
د هغې په علمي سفر کې د یوګنډا له نکومبا پوهنتون د سوداګرۍ سند، په سټنفورډ پوهنتون کې فیلوشیپ او د ملګرو ملتونو، افریقايي کمېسیون او اروپايي پارلمان په څېر د لوړې کچې په فورمونو کې د رنګارنګۍ په نوښتونو کې مرسته راځي.
ښوونکې او د اقلیم فعاله
رزماري ویدلر - والتي د «د اقلیم ساتنې لپاره لوړ پوړې مېرمنې» سازمان د ګډې مشرې په توګه د سویس حکومت پر وړاندې نهه کلنه مبارزه رهبري کړه او وتوانېده چې د بشري حقونو په اروپایي محکمه کې د اقلیم لومړۍ قضیه وګټي.
له ۲۰۰۰ نورو مېرمنو سره یو ځای د وړکتون ښوونکې او مشاورې ویدلر - والتي استدلال وکړ چې د تودوخې څپو ته د سویس حکومت غبرګون چې له نړیوالې تودوخې سره تړاو لري، د دوی د روغتیا حق ته زیان رسوي او د دوی عمر او جنیست لا ډېر زیانمنونکی دی.
دغې محکمې د اپریل میاشت کې حکم ورکړ چې د ګلخانهيي ګازونو د خپراوي کمولو موخې ته د رسېدو لپاره د حکومت هڅې کافي نه وې.
که څه هم د سویس پارلمان وروسته دا حکم رد کړ، خو دې دوسیې په اقلیم پورې تړلو قضیو لپاره یو کمساری مثال پرېښود.
د تېري قرباني او ټولنیزه فعاله
ژیزل پلیکو د پټ پاتېدو حق باندې سترګې پټې کړې او ویې غوښتل چې خپل برخلیک له نړۍ سره شریک کړي. په دې ډول د زړورتیا او مقاومت په سمبول بدله شوه.
پخواني مېړه یې منلې چې د ازدواج پر مهال یې پر درملو بې هوشه کړې او جنسي تېری یې پرې کړی او له نورو سړیو یې هم غوښتي چې تېری پرې وکړي. له ډېرو ادعا شویو تېریو فلم هم اخیستل شوی دی.
د قانون له مخې پلیکو د پټ پاتې کېدو حق درلود، خو د ښکاره محکمې او د ویډیو نشرولو غوښتنه یې وکړه چې «شرم» د تورنو په برخه شي. په دې دوسیه کې له پنځوسو دخیلو کسانو ځینو پر هغې جنسي تېری ومانه، خو ډېری یې وايي، یوازې جنسي عمل کې شریک وو.
په داسې حال چې محکمه وروستیو مرحلو ته نږدې کېږي، ښځو ټوله نړۍ کې له دې فرانسوۍ نیا الهام اخیستی. هغه هیلمنه ده چې دوسیه به یې په فرانسه کې د تېري او رضایت په هکله قوانینو او چلن کې د بدلون سبب شي.
سیاسي فعاله اوپخوانۍ زندانۍ
د روان کال د اګست په میاشت کې د بندیانو د نړیوالې لویې تبادلې د یوې برخې په توګه د ۲۶ بندیانو له ډلې یوه سیاسی فعاله لیلیا چنیشیوا وه چې له ازادۍ تر لاسه کولو وروسته له روسیې ووتله.
چنیشیوا د روسیې په بشکورتوستان سیمه کې د مخالف سیاستوال الکېسي نوالني د دفتر مشري کوله. د دې کار کې د فساد په اړه پلټنه او د عادلانه ټاکنو او د بیان ازادۍ ملاتړ شامل وو.
هغه یوه بریالۍ مالي کارپوه. د نوالني لپاره له کار کولو وړاندې، دې مسکو کې نړیوالو شرکتونو ته د مالي مشوره ورکوله.
په ۲۰۲۱ کال کې د افراطیت په تور ونیول شوه او په نهه نیم کاله بند محکومه شوه. هغې مخکې له دې چې خوشي شي دوه کاله او نهه میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې وې.
سناتوره
سوزان کالېنز چې اوس مهال د پنځم وار لپاره د میین ایالت استازیتوب کوي، د دې د استازیتوب دوره د امریکا په سنا کې د یوې جمهوريپالې ښځې په توګه ترټولو اوږده موده ده .
دې په پر له پسې ډول هڅه کړې د ګوندونوتر منځ کارکړی چې د پام وړ قانونونه تصویب کړي. هغه د شپږو سناتورانو یوه ده چې د مینوپاز یا د میاشتني عادت د ختمېدو د مینځني عمر میرمنو روغتیا قانون تصویب کړ. د دې قانون پر بنسټ به راتلونکو ۵ کلونو کې د ۲۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت د مینوپاز په اړه څېړنو، درملنې او عامه پوهاوي برخو کې پانګونه وشي.
کالینز د الزایمر ملي پروژې قانون هم لیکلی، چې د الزایمر ناروغۍ مخنیوي او درملنې لپاره ملي پلان همغږی کوي. هغې تر ۲۰۳۵ پورې د دې پروژې د تمویلو لپاره هم کار کړی چې ټولنه کې هغه وګړي چې له ملاتړه بې برخې دي لکه د ډاون سېندروم حالت لرونکي کسان هم په نظر کې ونیسي.
سیاستواله
هانا - راویتي - مایپي - کلارک د مایوري تر ټولو ځوانه مېرمن شوه چې په ۲۲ کلنۍ کې یې د نیوېلنډ پارلمان ته لاره پيدا کړه.
هغې په خپلې لومړنۍ وینا کې د مایوري رسمي نڅا وکړه چې په هاکا مشهوره ده او د ځايي خلکو د لا غږ اوچتولو غوښتنه یې وکړه. دې په وروستیو کې د یوه جنجالي قانون پر وړاندې یو ځل بیا هاکا رهبري کړه چې د پارلمان فعالیتونه یې ګډوډ کړل.
مایپي - کلارک په کلک هوډ او لېوالتیا د مایوري حقونو، کلتور ساتنې او چاپېریالي مسایلو دفاع کوي. هغې په ۱۷ کلنۍ کې خپل لومړی کتاب د مایوري کلیزې په اړه خپور کړ.
سږ کال هغې په سیاست کې د ځايي ځوانانو د غږ اوچتولو لپاره د هڅو له امله د «یوې ځوانې نړۍ» د کال سیاسي څېرې جایزه ترلاسه کړه.
ښځې باید د سیاست په ډګر کې هغې ټولې دروازې ماتې کړي چې فکر کوي دوی نه دي ورته غوښتل شوې. هغه که په سیمه ییزه کچه وي او یا که په ملي او نړیواله کچه وي.
هانا - راویتي - مایپي - کلارک
کلتوري فعاله
ډانیل کنټو د کرونا وبا پر مهال د یووالي کلتور په نوم د ولسي پروژې شریکه بنسټګره ده. هغې په اسرایيلي او فلسطیني سیمو کې له زیانمنونکو ټولنو سره مرستې کړي دي.
له شریکې بنسټګرې الما بېک سره د یووالي کور چلوي چې خلکو ته په اسراییلي او فلسطیني سیمو کې د بشري تاوتریخوالي په اړه د بحثونو، ښوونیزو فعالیتونو او کلتوری مراسمو او ورکشاپونو جوړولو په ځای بدل شوی دی.
هغې په وروستیو کې د سپریډ په نوم انځوریز کتاب لیکلی چې د اسراییل او فلسطیني واکمنیو لاندې سیمو کې د سیاسي ټولنو د پېژندګلوۍ ترمنځ د نازکو توپیرونو د ارزولو لپاره د خوړو له کلتور استفاده کوي.
کنټو د ښځو د سولې ټولیز پرلت کې له نورو ښځو سره په ګډه په منځني ختیځ کې د سملاسي اوربند او اوږدمهالي سولې تړون لپاره په مظاهرو کې برخه اخلي.
کله چې ښځې خپلې ارثي خواخوږۍ ته ورسېږي، نو د بې عدالتۍ سیستمونه په ریښتیا پېژندلی او د مخته تګ لپاره لار له سره انځورولی شو.
ډانیل کنټور
د ښځو د حقونو مدافع
کورد فعاله او خبریاله ژینا مدرس ګورجي پر ۲۰۱۹ کال د «ژایوانو» ښځو ټولنې بنسټ کېښود. دغه ټولنه په زدکړو، اعتراض او ملاتړو هڅو سره د ښځو ضد تاوتریخوالي سره مبارزه کوي.
ژینا مدرس ګرجي په ایران کې د «ښځه، ژوند، ازادي» غورځنګ پیلېدو سره دوه ځلې نیول شوې او په لومړیو کې پر ۲۱ کاله بند محکومه شوې ده، چې «د نظام ضد تبلیغ» هم پکې راځي. نوموړې اوس دوو کلونو او څلورو میاشتو ته د کم شوي محکومیت تېرولو لپاره په زندان کې ده.
مدرس ګورجي د «یو میلیون لاسلیکونو» کمپین غړې وه چې د ښځو ضد تبعیضي قوانینو د سمون لپاره د عمومي ملاتړ جذبولو ته پیل شوی و.
نوموړې کورد عکاسانې سره یو ځای کړې، د ښځو اړوند پادکاسټ جوړوي او د کورد الهام بخښونکو ښځو موضوع سره یې ماشومانو ته کتاب برابر کړی دی.
د ښځو د حقونو مدافع
په چین کې له ډېره وخته د ښځو د حقونو مدافع فنګ یووان د بېجینګ مساوات په نوم د ډلې بنسټګره او مشره ده. دا ډله چې په ۲۰۱۴ کې جوړه شوې، د قانوني اصلاحاتو، وړتیا لوړولو او د مرستندویه ټلیفون له لارې له جنسیتي تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره کار کوي.
وروستیو کلونو کې هغه چین کې د «زه هم» نه د ژغورل شویو ملاتړ کوي او کارځي کې له جنسي زیاتي د مخنیوي لپاره کاروالو ته ټرینینګونه جوړوي.
فنګ له ۱۹۸۶ تر ۲۰۰۶ خبریالي کړې چې تمرکز یې د ښځو پر ستونزو و.
د ۱۹۹۰ کلنو منځ کې هغې د ښځو، رسنیو اېچ ای وي یا اېډز، مشرۍ او د ځوانانو د پیاوړتیا برخه کې د ناحکومتي نوښتنو رامنځ ته کولو کې مرسته کړې ده. هغې په چین او بهر کې ډېرې نشریې لیکلې او تصحیح کړې دي.
نرسه او د ښوونځي بنسټ اېښودونکې
نرسه ریکته اختر بانو د بنګله دېش په شمال کې داسې سیمه کې اوسېږي چې د اټېسټېک یا معلولیت لرونکي ماشوم درلودلو ته د یو ناوړه څه او لعنت په سترګه کتل کېږي.
کله چې یې خپله لور چې اټېسټېک او په مغزي فلج اخته ده، ځایي لومړني ښوونځي ونه منله. دې خپله ځمکه خرڅه کړه او په خپله یې یو ښوونځي جوړ کړ.
ذهني کمزورتیا لرونکو لپاره د رېکته اختر بانو ښوونځي کې اوس ۳۰۰ زده کوونکي ثبت دي او ټولنه کې یې د معلولیتونو په اړه د خلکو پر نظرونو مثبت اغېز لرلی.
په لومړي سر کې دا ښوونځی پر اټیسم اخته ماشومانو لپاره جوړ شوی و، خو اوس نورو ماشومانو ته چې ذهني او فزیکي معلولیت لري هم خدمتونه وړاندې کوي.
د ستېیر کرشر کلب بنسټ اېښودونکې
کله چې سوبین پارک چې ویلچییر کاروي په دې پوه شوه چې سیول کې ډېرو ځایونو ته نه شي تللی نو پرېکړه یې وکړه چې د IT یا معلوماتي ټکنالوژۍ د پروژو پخوانۍ مشرې په توګه خپل مهارتونه وکاروي او دې ستونزو ته د خلکو پام ورواړوي.
پارک د ستېیر کرشر کلب چې یوه خیریه پروژه ده، دا یې یوه له بنسټ اېښودونکو ده. دا پروژه د ویلچییر لپاره د نامناسبو لارو او هغه ځایونو په اړه چې پرته له زینو د ورتګ بله لاره نه لري معلومات وړاندې کوي.
د دې پروژې موخه دا ده چې د کاروونکو لپاره یې د هغو لارو نقشه جوړه کړي چې د ویلچییر لپاره مناسبې دي.
تر دې دمه ۲۰۰۰ کسانو د ستېیر کرشر کلب د غونډو له لارې د دوی ډېتابېس ته معلومات ور زیات کړي او د هېواد لرو بر یې ۱۴۰۰۰ ځایونه په نښه شوي.
کیماوي بیالوژیسته یا ژواکپوهه
ساینسپوهې روزا واسکز ایسپېنوزا له خپلې دودیزې درملګرې نیا او د هغې له پوهې او هوښیارۍ الهام اخیستی، خپل کاري او مسلکي ژوند یې د پېرو په امازون کې د ژوندیو شیانو د رنګارنګۍ خوندیتوب لپاره ځانګړی کړی اود دې موخې رسېدو ته یې له پرمختللو ساینسي علومو او دودیزې پوهې کار اخیستی.
د امازون نړیوالو څېړنو بنسټ ایښودونکې په توګه، دا له بومي ټولنو سره کار کوي چې په ځنګلونو کې د ناڅرګنده رنګارنګه ژوندي شیان وڅېړي.
اېسپېنوزا ډېر وخت د مځکې لرې پرتو ایکو سیسټمونو ته سفر کوي. د خپلو کارونو په ترڅ کې یې د امازون په افسانوي بایلېنګ رېور یا اېشېدونکي سیند کې یوه نوې باکټریا کشف کړه او پېرو کې یې د پرته له نېشو غومبسو او دارویي شاتو لومړنۍ کیمیاوي سپړنې مشري یې کړې ده.
هغه د اشانینکا خلکو نړیواله سفیره هم ده، چې په جنوبي امریکا کې یوه له لویو بومي ډلو ده.
د کرنې انجینره
د جنګ له امله غزه کې د اوبو کمېدو سره ایناس الغول احساس وکړ، چې باید حل لاره پیدا کړي.
د کرنې دې انجینرې د لرګي، شیشې او تارپولین په څېر د بیا کارېدونکو موادو په کارولو سره داسې وسیله جوړه کړه چې له لمري انرژي نه په استفادې سمندري اوبه د څښاک پر اوبو بدلوي.
دا اله له هغه وخت راهیسې د غزې تړانګې سوېل ته په خان یونس کې د ډېرو کډوالو لپاره د ژغورلو وسیله شوه. ځکه د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسراییلو د پوځي عملیاتو له امله د اوبو او روغتیا امکانات زیانمن یا له منځه تللي.
ایناس الغول غواړي خپل مهارتونه د فلسطیني کډوالو د مرستې لپاره وکاروي. هغې یو لمري نغری هم جوړ کړی او دا یې هم زده کړي چې له ځینې بیا کارېدونکو موادو د توشک او بکس په څېر شیان جوړ کړي.
د ښځینهو ټکنالوژۍ متشبثه
د جنسي روغتیا روزونکې نور امام د حفظ الصحې، د زېږون روغتیا او جنسي پوهاوي په څېر موضوعاتو تمرکز کوي، هغه موضوعات چې د ښځو لپاره په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ډېر کله تابو او د شرم وړ ګڼل کېږي.
امام د (مادر بیېنګ) یوه شریکه بنسټ اېښودونکې او اجرایوي مشره ده. دا شرکت (Fem-tech) یا د ښځینهو ټکنالوژۍ بلل کېږي او په قاهره کې د کلینیک او پر لیکه له لرې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. موخه یې د ټکنالوژۍ له لارې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی ښودل شوی دی.
هغه غواړي له دې سره ښځې د دوی د بدن په اړه د شواهدو پر اساس د پوهې ځواکمنتیا ډېر کړي. په ورته وخت هغه هڅه کوي چې د مېندوارۍ په اړه باوري مالوماتو ته لاسرسی اسانه کړي او له مېرمنو سره مرسته وکړي چې د شرم له وېرې له حساسو مسایلو سره مخامخ شي.
کروندګره
پر ۲۰۱۵ کال د پلار مړه کېدو سره اولګا اولفیرنکو فیصله وکړه چې د کروندې جوړولو سره د هغه خوبونه ریښتیا کړي. د څارویو اخیستو سره یې کار پیل کړ، خو ژر له مالي ستونزو سره مخ شوه او له مجبوریت یې ټول څاروي وپلورل.
خو نه یې غوښتل د پلار له هیلو لاس واخلي، داسې پلار چې د دونباس د جګړې لومړۍ کرښه کې د سمندري ځواکونو د ځانګړي یونټ د قومندان په توګه د دندې پر مهال ووژل شو.
تېر کال یې سوداګریز پلان جوړلو سره د اوکراین د پخوانیو سرتېرو له صندوق پور وغوښت او بریالۍ شوه.
اولفیرنکو د خپلې کروندې چارې بیا پیل کړې او پر عصریتوب، د کرنې د نویو تخنیکونو پر کارولو او ځايي ټولنې ته پر کار موندلو یې تمرکز وکړ. نوموړې په دغه سیمه کې د نوښت او مشرۍ له امله د الهام یوه سرچینه بلل کېږي.
د پایښت متشبثه
شیلشیلا اچاریا په نېپال کې د پلاستکو د بیا کارولو تر ټولو لویه شبکه لري. هغه د کثافاتو د مدیریت (اوني وېنچرز) په نوم په سوداګریزه خارخونه کې د محرونو ټولنو وګړي پر کار ګماري او هڅه کوي په زرغون سکتور کې د ښځو ونډه پراخه کړي.
اچاریا په ۲۰۱۴ کال کې د «نه، مننه، زه خپله کڅوړه لرم» کمپاین کې مخکښ رول لوبولی و چې وروسته د پلاستیکي کڅوړو د بندیز لامل شو.
د اقلیم او کثافاتو اړوند دا ښوونکې په هیمالیا کې د پاکولو کلني لوی پروګرام تر شا هم لاس لري چې د غره ختونکو پاتې شوي کثافات پاکوي. دوی له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې دلته ۱۱۹ ټنه خځلې راټولې کړې دي.
د هغې د فعالیتونو له امله راغونډ شوي کثافات د ځايي مهارت لرونکو مېرمنو لخوا بیا کارول کېږي او د ورځني ژوند مخته وړلو لپاره له هغو ټوکرۍ، پلاسټیکي فرشونه، او زېورات جوړوي.
ایکولوژیسته
د یوې ټرانس مېرمنې بیالوژي پوهې په توګه بریجېټ بټیسټ د ژویو رنګارنګي او جنسیت پېژندنې تر منځ عامې نمونې څېړي.
هغه د چاپېریال بېلا بېلو ډولونو او منظرو د شننې لپاره نا اشنا لېنز کاروي چې د ایکوسیستمونو د ښې ساتنې لپاره د «طبیعت» انګېرنه پراخه کړي. په (TEDx) کې د ۲۰۱۸ کال خبرو کې هغې د کولمبیا ملي ونې (کوېندو واکس پام) یادونه د یوې بېلګې په توګه وکړه چې یو ژوندی موجود څنګه د خپل ژوند په اوږدو کې له نارینه ښځینه ته بدلېږي.
بریجېټ بټیسټ یوه پیاوړې علمي څېره ده چې لس کاله یې د الکساندر ون همبولډ استیتیوت د مشر په توګه کار کړی دی او اوسمهال په بوګاټا کې د (EAN) پوهنتون د مشر په توګه دنده ترسره کوي. د لوړو زدکړو هغه موسسه چې پر پاېېدونکي تشبث تمرکز کوي.
هغې لوړو زدکړو ته د LGTBQ+ ډلې د لا ډېرو کسانو لاسرسي لپاره د لا ډېر مالي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هم کمپاین کړی دی.
د لاسي کارونو د ساینسي بستو جوړوونکې
سارا بېرکای اېرېترییایۍ ده چې سودان کې زېږېدلې او په لندن کې لویه شوې. خپله کورنۍ کې لومړۍ نجلۍ وه چې پوهنتون ته لاړه او د ماشوم د ودې په اړه یې زده کړې وکړې.
دا د امبیسا پلې بنسټ ایښودونکې ده، یو ټولنیز شرکت چې د ماشومانو لپاره د لاسي کارونو تعلیمي بستې ډیزاین کوي او دوی هڅوي چې د لوبو توکو ډیزاین کې برخه واخلي.
د بېرکای کار په بېلابېلو هیوادونو کېله ښوونځي بهر ماشومانو ته د لوبو له لارې زده کړو ته د لاسرسي فرصت برابروي. دې په ۲۰۱۹ کې ایتیوپیا او اېرېترییا کې بې ځایه شویو ماشومانو ته د (سټېم) STEM ورکشاپونو وړاندې کولو پر مهال یې دې نظریې ته پام شو.
د هغې نوښتګر نظرونه د ټولنیز اغېز لپاره د فوربز له ۳۰ کم عمرو ۳۰ کسانو نوملړ کې د هغې په ګډون پېژندل شوي.
د بدلون وړتیا په عمل کې هیله ده، ښې راتلونکې ته ژمنتیا ده چې مینه په کې نغښتې وي.
سارا بېرکای
د اقلیمي عدالت مدافع
د نایجریا (ایکوفېمینسټه) ادنیکه تیتیلوپ اولادوسو د (زه د اقلیمي عمل مشري کوم) بنسټ کېښود. دا سازمان د اقلیم بدلون سره د مبارزې لپاره د ښځو او ځوانانو بنسټیز نوښت دی.
هغې د چاپېریالي کړکېچ په اړه چې د چاد جهیل یې اغېزمن کړی دی د پوهاوي پر لوړلو کار کړی. دا جهیل د نایجریا، نایجر، چاد او کامرون هېوادونو پر ګډه پوله موقعیت لري او دلته د اوبو سرچینو د کمښت له امله شخړې ډېرې شوې دي.
د اولادوسو فعالیتونه پر چاپېریالي او ټولنیزو دواړو مسلو په تېره بیا پر افریقايي مېرمنو یې اغېز په ګوته کوي. هغه دا مېرمنې چې په صحرايي سیمو کې یې غذايي خوندیتوب په نېغه توګه اغېزمن کېږي، پر پاېېدونکو کرنیزو مهارتونو سمبالوي.
هغې له ۲۰۱۹ کال راپدې خوا د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون اړوند ډېرو کنفرانسونو کې برخه اخیستې ده او له پالیسیو جوړونکو یې غوښتي چې په افریقا کې د اقلیم موضوع په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړي.
د اقلیم کړکېچ د پیاوړتیا بدلون پورې تړلې مسله ده چې موږ یې له ګټلو پرته بل غوراوی نه لرو. له دې بحران څخه د خلاصون لپاره موږ په ټکنالوژۍ او نوښت برخو کې جدي پانګونې ته اړتیا لرو.
ادنیکه تیتیلوپ اولادوسو
د فوق العاده انسانانو مرکز بنسټ اېښودونکې
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته اولګا رودنیوا دا وپتېیله چې باید په جګړه کې له ټپیانو سره د مرستې لپاره یو څه وکړي.
هغه کسان چې د جګړې په ډګر کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي و، ډېرو د قربانیانو په سترګه ورته کتل، خو رودنیوا ته دا خلک «فوق العاده انسانان» و چې د هغو ټولو مرستو وړ و چې د دې له وسه کېدل.
هغې په لویو ښار کې د فوق العاده انسانانو د تروما مرکز جوړ کړ. خپله یې مشري کوي او د متخصصانو یوه ډله هم ورسره ده. دا مرکز ناروغانو ته د بدن مصنوعي غړي ورکوي او په دې وروستیو کې یې د رغېدو یو مرکز هم جوړ کړی دی.
د همدې مرکز د فعالېدو په لومړیو دوو کلونو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان د دغه مرکز له خدمتونو برخمن شوي دي.
د بدلون وړتیا دا ده چې هر سهار د هوايي بریدونو په غږ راویښ شئ او د خپل هېواد لپاره جګړه وکړئ. د بدلون وړتیا یعنی د «ولې زه؟» پوښتنې پر ځای، هڅه وکړئ چې «د څه لپاره» پوښتنې ته ځواب پیدا کړئ. پیاوړتیا یعنی که څه هم لږ امکانات په لاس کې لرئ، خو بیا هم هغه لارې لټوئ چې ډېر کارونه ترسره کړئ.
اولګا رودنیوا
د مصنوعي ځیرکتیا کارپوهه
شل کلنه سنېها رېوانور دې برخه کې له ډېرو مخکې ده. دا د «عدالت کوډلیکنې» په نوم د ځوانانو یو نړیوال خوځښت بنسټ اېښودونکې ده چې د مصنوعي ځیرکتیا خوندي او برابرې کارونې لپاره کار کوي او دېرشو هېوادونو کې شاوخوا ۱۳۰۰ غړي لري.
د ریوانورهڅې د نوې ټیکنالوژۍ لخوا د پېښېدونکو ګواښونو کمولو په برخه کې خورا ارزښتناکه او په مهمو او پرېکنده خبرو کې د ځوانانو شاملول دي.
دا سټنفورډ پوهنتون کې زده کړې کوي او د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټل تګلارو مرکز کې څېړونکې هم ده.
دې وروستیو کې د تر ټولو کم عمر لرونکې په توګه، مصنوعي ځیرکتیا کې د ټایمز مجلې ۱۰۰ اغېزناکو څېرو لومړني نوملړ کې وه.
موږ دا فرصت لرو چې د مصنوعي ځیرکتیا له خطرونو مخکې له دې چې پر انقلابي توان یې سیوری وغوړوي مخنیوی وکړو. ما ته همدا د بدلون پیاوړتیا ده: له تېر مخکې تګ او د راتلونکې بیا جوړونه.
سنېها رېوانور
بیالوژيپوهه
مخکښه بیالوژیپوهه سیلوانا سانتوس په جنیټیک برخه کې خپلې پراخې موندنې په بشپړه توګه په چانس پورې تړلې بولي - هغه د خپل اوسېدو ځای ته نږدې کوڅه کې له داسې کورنۍ سره مخ شوه چې په نادره ناروغۍ اخته وه.
له دې سره هغه وتوانېده چې SPOAN سنډروم (سپاسټیک فلج، د لیدو اټروفي او نیوروپاتي) وپېژني. د برازیل په شمال ختیځ کې یو نادر جینیټیک چې د عصبي زوال او تدریجي فلج لامل کېږي.
د هغې د څېړنو ۲۰ کاله ووتل چې د سرینها دوس پینتوس په ښار کې یې پیل کړې دي. سانتوس له هغو کسانو سره چې په دې ناروغۍ اخته دي مرسته کړې ده چې مهم تسخیص یې ترسره شي.
سانتوس د نادرو جینیتیکي ناروغیو او د برازیل په کلیوالي سیمو کې د هغو کسانو د ودونو اړیکې سره څېړي چې نږدې د خپلوۍ اړیکې سره لري.
موږ څنګه د مقاومت ځواک وښیو؟ په دې پوهېدل چې ژوند د باسیکل په څېر دی. په سختو وکالیو کې، موږ یوازې ژوندي پاتې کېږو. په باراني موسم کې، زرغونېږو او مېوه ورکوو.
سیلوانا سانتوس
د ارواپوهنې مشاوره
د ارواپوهنې مشاورې سامیا چې بي بي سي یې د شخصي امنیت لپاره هویت پټ ساتلی، د هغو سوریایانو ملاتړ کوي چې د کلونو جنګ له امله له رواني اړخه ځپل شوي.
د سوریې اوږدمهاله جګړه کې سلګونه زره خلک ووژل شول او ډېر ژوندي پاتې هم په داسې سختو شرایطو کې ژوند کوي چې د ژور خپګان په څېر له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
سمیه د سوریې شمال ختیځ کې د کډوالو یوه کمپ کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې اړوند د رواني روغتیا کلینیک کې دنده لري او کډوالو او د دوی له کورنیو سره د مشورې غونډې کوي.
د سرچینو له کمښت سره هغه بیا هم د خپلو ناروغانو د رواني روغتیا ښه والي ته ژمنه ده او په کړکېچنو حالاتو کې د پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي.
د ماشومانو متخصصه
غزه کې د اسراییلو له بمبار او د سرچینو له سخت کمښت سره بیا هم شیرین عباد د نوزېږو له مراقبت لاس پر سر نه شوه.
پر غزه د اسراییل د برید پیلېدو او د دې د اپارتمان ورانېدو سره بې خایه شوه، خو د نوزېږو د مختصصې ډاکټرې په توګه یې د شاوخوا کډوالو پنډغالو کې د نوزېږو مراقبت ته دوام ور کړ.
هغې غزه کې د مرکزي روغتون د نوزېږو څانګه او وروستیو کې شفا طبي کمپلکس کې د زېږون مرکز د مدیرې په توګه د کلونو تجربه باندې تکیا سره د بېړنیو پروتکولونو په جوړولو ډاکټرانو ته دا وړتیا ور کړه چې د ډېرو کمو سرچینو کارولو سره ژغورونکې درملنې برابرې کړي. د نورو ډاکټرانو پر روزلو هم بوخته شوه.
حالاتو د روان کال لومړیو کې له خپلو دوو لوڼو سره له غزې وتلو ته مجبوره کړه. خو عباد لا هم له لرې په سیمه کې له حاضرو ډاکټرانو سره مرسته کوي.
نسايي ولادي ډاکټره
تېر کال په سوډان کې د ډاکټرې صفا علي روغتون ته نږدې سخته جګړه پيل شوه، خو هغې او همکارانو یې په جګړه کې هم له روغتونه د وتلو ډډه وکړه.
هغه د روغتون د نسايي ولادي برخې مشاوره ده. د پوځ او نیمه پوځي ځواک «چټک ملاتړ ځواک» تر منځ له تاوتریخوالي په ډکه جګړه کې هغې له روغتون خوندي ځای ته د رضاکارانو او مېندارو مېرمنو په ایستلو کې مرسته وکړه.
د نسايي ولادي دغه ډاکټره اوسمهال د السعودي په زېږنتون کې د روانو جګړو له امله په ستونزمنو شرایطو کې د سېزارین کارونه مخته وړي او د ښځینه ناروغیو درملنه کوي.
هغه دغه راز په نسايي ولادي برخه کې شاوخوا ۲۰ نوې فارغې شوې ښځینه ډاکټرانې هم روزي چې د روغتیايي کارکوونکو د کمښت ستونزې ورسره هوارې شي.
زه باوري یم چې د ښځو د ځواک له لارې د درملنې، عدالت او راتلونکې هېله شته چې نور باید موږ په وېره کې ژوند ونه کړو. دا د دوی پیاوړتیا ده چې ان په تیارو کې هم ماته دا را په یادوي چې لا هم هېله شته.
صفا علي
د سرطان متخصصه
جورجینا لانګ د درمنلې او ایمونو-انکولوژي له لارې غواړي داسې نړۍ وګوري چې د کېنسر له امله مړینې نه وي.
د اسټرالیا د میلانوما انسټیټیوټ د همکارې مشرې په توګه، لونګ په ۲۰۲۴ کال کې وروسته له هغه شهرت ته ورسېده چې له یوې ډلې سره په ګډه یې د نړۍ لومړنۍ هغه درملنه پیدا کړه چې د هغې همکار او ملګري (ریچارډ یکالیر) سره یې له سرطانه په خلاصېدو کې مرسته وکړه. هغه مغزي سرطان درلود چې ځطرناکې خواته روان و.
لونګ او د ناروغ په ګډون ډلې یې دا وموندله ایمونو درملنه هغه وخت ښه کار کوي چې د تومور د لرې کولو لپاره له عملیاتو مخکې د درملو د ترکیب په توګه وکارول شي.
پر میلانوما د دوی خورا پرمختللو څېړنو چې کلونه وخت یې ونیو، د پوستکي په سرطان د اخته زرګونه کسانو ژوند یې ژغولی دی.
راتلونکې مشران باید د خواخوږۍ او ګډ انسانیت ملاتړي و اوسي او خلک پیاوړي کړي چې له وخته تېر سیستمونه وننګوي او د ستونزو لپاره نوې او نوښتګرې حل لارې ولټوي.
جورجینا لانګ
کمپیوټر سایسن پوهه
داسې نړۍ چې د مصنوعي ځیرکتیا یا (AI) له ګړندي پرمختګ سره ځان برابروي، د دې صنعت د کاربن کرښپل ډېر کله له پامه غورځول کېږي.
د مصنوعي ځیرکتیا مخکښه ساینس پوهه ساشا لوچیوني د داسې وسیلې په جوړولو کې مرسته کړې چې د دې صنعت پراخوونکې وکولی شي د کوډ چلولو پر وخت د کاربن اخراج اندازه کړي. دا وسیله له ۱.۳ میلیون ځله ډېره ښکته (ډاونلوډ) شوې ده.
هغه د «هګینګ فېس» شرکت مشره ده. دا شرکت یو نړیوال «سټارټاپ» دی چې د (AI) د خلاصو سرچینو ماډلونو سره په ګډه کار کوي او موخه یې د «غوره ماشین زدکړې ډیموکراټیک کول» دي.
د لوچیوني تمرکز د مصنوعي ځیرکتیا د پایښت پر ښه کولو دی. هغه غواړي د «انرژۍ ستورو درجه بندي سیستم» رامنځته کړي چې (AI) پیلونکي وکولی شي د دوی اقلیمي اغېزو پرتله کولو لپاره یې وکاروي.
د منځپانګې څارونکو ټولنې مشره
کاینا مالګوي د ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا د کارمنانو د حقونو برخه کې مشهوره فعاله ده. نوموړې د کلینيکي روانپوهې په توګه په نایجریا کې د منځپانګې څارونکو ټولنې مشره ده او د پردې تر شا د مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو د نامحسوسو هڅو په هکله پوهاوی ورکوي.
مالګوي وايي، پخوا یې له فیسبوک شرکت سره د منځپانګې د څار مدیرې په توګه کار کړی او د تېري، ځانوژنې او ماشوم ځورونې د ویډیوګانو له امله له بې خوبۍ او پارانویا سره مخ شوې ده.
نوموړې د منځپانګې په هغو ۱۸۴ پخوانیو مدیرانو کې ده چې د نامناسبو کاري شرایطو د رسوا کولو نه وروسته له دندې د اېستل کېدو له امله یې د فیسبوک شرکت یا میتا او په کینیا کې څنګزن قراردادیان یې له قانوني تعقیب سره مخ کړل.
نوموړې د انلان منځپانګې څارونکو له حقونو د دفاع لپاره د اروپا پارلمان کې د خپلو تجربو له مخې شاهدي ورکړه.
ښځې د ټولیزو نظریو وړاندې کولو سره د ټیکنالوجۍ پرمختګ او رواني روغتیا ارزښتمنولی او زموږ د خورې ورې نړۍ واقعیتونه ننګولی او بدلولی شي.
کاینا مالګوي
ستورمزلې
کله چې د ناسا ستورمزلې سونیتا ویلیمز د جون په ۵ مه د بوینګ سټارلاینر فضایي بیړۍ کې سپره شوه، تمه یې درلوده چې نړیوال فضایی سټېشن یا تمځي (ISS) ته به اته ورځنی ماموریت پیل کړي.
خو بېړۍ کې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله، ویلیمز اوهمکار ته یې بري وېلمور ته خبر ورکړل شو چې دوی به د ۲۰۲۵ تر فبرورۍ ځمکې ته بېرته ستانه نه شي.
ویلیمز د سمندري ځواکونو د چورلکې متقاعده پیلوټه او فضا ته د یوې میرمنې په توګه د ډېرو سفرونو پخوانۍ ریکارډ لرونکې، په ۲۰۰۷ کې لومړۍ کس وه چې فضا کې یې ماراتن یا د ځغاستې سیالي تر سره کړه.
له ځمکې ۴۰۰ کیلومټره لرې واټن کې له ملګرو او کورنۍ لرېوالي سره سره، فضا کې خپل اوږد مهاله پاتې کېدل په خوشالۍ او زړورتیا منلې او فضایي بېړۍ یې خپل "خوشاله ځای" بللې.
کرونګره او روزونکې
یوه روزنیزه کرونده کې د کرنیزې لارښودې په توګه ناومي چاندا خپله ټولنه داسې لارو چارو ته هڅوي چې خپلې خاورې ته درناوی وکړي او خوندیتوب یې باوري کړي.
هغې د اقلیم ځیرکو مهارتونو باندې تمرکز کړی، لکه د څاڅکو په بڼه د اوبو لګول چې لږ اوبه وکارېږي یا لنډ وخت کې رسېدونکي فصلونه او همدارنګه د اقلیمي بدلون حل لارو کې ښځو ته مرکزي رول ورکوي.
د کمفډ په نوم د نجونو ښوونیزې موسسې سره چاندا په خپله همکارۍ ۱۵۰ نجونو ته دا ور زده کوي چې څنګه د کرنې تخنیکونه زده کړي او د زامبیا لرې شمال ختیځ کې چې له اقلیمي کړکېچ سره مخ ده کرنه مقاومه کړي. ځکه دلته اوږدمهالې وچکالۍ او ډراماټیکو موسمي بدلونونه پر کوچنیو کرنګرو تباه کوونکی اغېز کړی دی.
پروګرامره او د معلوماتو ساینس پوهه
د هغې مورنۍ ژبه (ناهوتل) تر هغه وخته د ژباړې لپاره د پراخ کارېدونکي پلېټ فارم یعنی ګوګل برخه نه وه چې تر څو خپله ګابرېلا لاس پکار شوه.
دې انجینرې له ګوګل سره چې په ژبوهنه کې د ټکنالوژۍ یو لوی مرکز دی مرسته وکړه چې دغه ژبه او د مکسیکو نورې ځايي ژبې ګوګل ټرانسلېټ ته ور اضافه کړي. د ناهوتل ژباړن د سږ کال په پیل کې د خلکو په واک کې ورکړل شو.
سالاس د هغو ژبو پیاوړتیا لپاره چې کم کار ورته شوی وي، له مصنوعي ځیرکتیا (AI) څخه ګټه اخلي. همدارنګه د ټکنالوژۍ صنعت کې د ځايي مېرمنو شتون پراخوي.
هغې په پروګرام جوړولو او مصنوعي ځیرکتیا کې زدکړې کړې دي او دغه راز د هسپانیا مادرید پوهنتون کې د پولیتخنیک پوهنځي محصله ده.
د ښځو پیاوړتیا هغه شغله ده چې هیڅکله نه مړه کېږي، درد په موخه بدلوي او هغو خلکو ته لار روښانوي چې په دوی پسې ځي.
ګابرېلا سالاس کابرا
کېمیاپوهه او د نوبل جایزې ګټونکې
د هنګري کېمیاپوهې کاتالین کاریکو د اصلاح شوي پیغام رسوونکي «ار این اې» (mRNA) په اړه غوره څېړنې د BioNTech/Pfizer او Moderna لخوا د کوویډ ۱۹ واکسینو په جوړولو کې وکارول شوې.
د همدې څېړنې له امله هغې او همکارانو (ډرو ویسمن) ته یې د نوبل جایزه ورکړل شوه چې په ننۍ نړۍ کې د انسانانو د روغتیا لپاره ستر ګواښ پر مهال یې د واکسینو د پراختیا لپاره څېړنو بې سارې مرسته وکړه.
ایمارایناې، هغه مواد دي چې زموږ د ډيایناې په پروټينونو کې د ژباړې مسؤلیت لري. خوار نازک او کار ورسره ستونزمن دی، خو کاریکو باور دلود چې دا کولی شي په طب کې لوی رول ولوبوي.
دا ټیکنالوژي د وبا څخه دمخه تجربه شوې وه، مګر اوس په ټوله نړۍ کې ملیونونو خلکو ته ورکړل شوې ترڅو دوی د جدي کوویډ - ۱۹ پروړاندې خوندي کړي.
دا ټکنالوژي له وبا مخکې د ازموینې په پړاو کې وه، خو اوس په ټوله نړۍ کې میلیونونه کسانو ته ورکړل شوې چې د جدي کوویډ -۱۹ پر وړاندې یې خوندي کړي.
د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړئ او تل په هغه څه تمرکز وکړئ چې تاسې یې ترسره کولی شئ، نه پر هغه څه چې نور یې باید ترسره کړي. له ناکامیو زده کړه وکړئ. بیا راپورته شئ او په هماغه لېوالتیا پر مخ ولاړ شئ.
کاتالین کاریکو
د بي بي سي سل ښځو لړۍ کې هر کال د نړۍ سل اغېزناکې او الهام بخښونکې ښځې نوموي. موږ د مستندونو، فېچرونو، خبري لیکنو او مرکو داسې کیسې تیاروو چې ښځې پکې مرکزیت لري او د بي بي سي ټولو پلټفارمونو کې خپرېږي.
انسټاګرام او فیسبوک کې د بي بي سي سل ښځې وڅارئ. د #BBC100Women کارولو سره بحث کې ګډون وکړئ.
د بي بي سي د سلو ښځو ډلې د هغو نومونو له مخې لنډ نوملړ برابر کړ چې د څېړنو له مخې ټول شوي او د بي بي سي د نړیوالې برخې د ۴۱ څانګو او د بي بي سي میډیا اکشن له خوا وړاندیز شوي وو.
موږ هغه ښځې څارلې چې تېرو ۱۲ میاشتو کې د خبرونو سرټکې وې او لا یې هم پر مهمو پېښو او کیسو اغېز درلود. د ټاکنې بهیر کې هغو کسانو ته هم پام وشو چې د ویلو لپاره الهام بخښونکې کیسې لري یا هم مهمو بریاوو ته رسېدلې دي او خپلې ټولنې یې په یو ډول اغېزمنې کړې دي، خو خبرسازې شوې نه دي.
د نومونو یوه ټولګه د سږ کال موضوع یعنی د بدلون وړتیا پر اساس وارزول شوه. موږ وغوښتل د روان کال اغېز د ټولې نړۍ په ښځو کې د هغو ښځو په ټاکنې سره په رسمیت وپېژنو چې د بدلون لپاره ځواکمنې هڅې کوي او ټولنه یا نړۍ کې د ژوند ښه والی راولي. د اقلیمي بدلون په برخه کې د بوختو ښځو نومونه هم وارزول شول چې پکې د اقلیم اړوند مخکښه ډله او د چاپېریال نورې مشرانې وټاکل شوې.
موږ د ټولنې د ټولو برخو او سیاسی ډلو د غږ استازيتوب کړی دی او داسې نومونه مو ارزولي چې موضوعاتو ته یې له بېلا بېلو اړخونو کتنه کړې ده.
دغه نوملړ د وروستیو نومونو تر ټاکلو مخکې د سیمه ییزې او بې پرې استازۍ له مخې پوره ارزول شوی دی. دې ټولو ښځو هم په دې نوملړ کې پر خپل شتون رضایت ښودلی دی.
د بي بي سي د سلو ښځو تولیدي یا د پروډکشن ډله والریا پراسو. نتالیا پیانزولا، ماریا زاکارو، ریباکا تورن. لارا اوون، نتاشا فرنانډز، نېو هیوز، احمن خواجه، شاینا اوپنهایمر، سارا تیاميیو او روباب بتول.
د تولید یا پروډکشن نور ملاتړي وندانا ویجې، کاترینا خینکولوا، مریم امان، ویرا کواکوفی، مونا با، روپا جها، جولین ایل هاج، مارک شیا، کریس کلېټن، یونا کو، ایساریا پرایتونګیام، پایولا ادامو ایډوټا، لاریوا ګارسیا، انا پایس، ژانا بزپیاتچوک، زلاتا اونوفریوا، برازا شیمشک، فرحت جاوید، اناستازیا سورکا، تایس کارانکا، سلسټین کاروني، شهنواز راکي، خیرالله عبیدالله اف، عبدالبیک کاری اف، کاترینا تسه، سیلویا چانګ، لورا بیکر، ایه تو سان، بوی تو، دو هنګ فرزاد صېفيکاران.
د بي بي سي ۱۰۰ ښځو برخې مدیره ګلنوش ګلشني
لوړپوړې مدیره کلېیر وېلیمز
د پلان او اړیکو مشره: فیونا کراک
د نړیوالې څانګې لپاره تولید یا پروډکشن رفایل چاکون، پیپ جوی او کارول اولونا
ډیزاین: لي هوینه، پرینا شاه، جیني لا، مټ توماس، پولین وېلسن او اولي پاول.
پراختیا سکاټ جارویس، ارون بهاري، الکساندر ایوانوف، متیو ټیلور او پریټي واګلا
د عکسونو د چاپ حق ګیټي ایمېجز، لورن هرلي/ د ډاونېنګ سټریټ لس نمبر کور. تریسي امین، یوشیموټو انټرټاینمېنټ، د کښتۍ نړیواله ټولنه، اسټفاني کېنګ، ډرایک اوانز، استا کریسټیانس، شهنواز راکي، آنټ هورنیشر، فرحیو محمد حسین، بیلساتیا، محند الحسین، ماتار، استوکس، جو اوشاوګنسي، تاپاس مالک، KuchuTimes@، د اسټرالیا ملانوما موسسه، کریسټوفر میشل، لي یا، ام. اسون تورفین، موندله بادي موبانګي الن، د امریکا متحده ایالتونو د غشي ویشتلو فدراسیون، دارینا لاورونکو، کو او، الیکش مک اینتاش، اسټو جرارډ، کلیس پورټیو ، پرایډ بنکاک، ماریا کاستینیراس، د ډیسپورا هنر اړیکې، اکسیون اینټرنا، خوان پابلو اوریانا، د کاترین همنیت لپاره ژان فرانسوا کارلي/ د سامسونګ نړیوال، سنسال پېج/ د هایټي پل ایتلاف، ګوازالو ماروکین، راج کومار شرستا، روشان موسایف، اېچ کي سټوډیو، لیزا پالومینو، هارولډ لوین، ولز میډیا، ننسي راګاب، الکساندر نونیس، منون اوبل/ کلندسټینا، هیلا شیلوني/ د ندبه دېوال ښځې، فلیکس سپلر/ د ډیزاین موزیم، کاظم قزل، هوګو ماتي، دیمیتري ایوچواکوف، اولاه عثمان، ناور سپورټس، ناسا، پیتر جیودانو، یرو ادوګنا، جومادی توکوجویف، مارکو کانټي سیکیک، فرانسوا بارر، د پراختیا ټولنیز صندوق، ممبلی سټوډیوګانې، ګرګ سي. هالنډ، بن کوهن، هاګر بدر/ لابا ایمپلکټ هاوس، کیکو اتسوتا، ډوان دوک ټانګ، او په نوماندانو پورې تړلي.